د دسمبر پر یوه ماسپښین پوليس د محمد ابو عزیزي دکان ته ورغلل، هغه یې وراټه او سابه يې ترې ضبط کړل. دا په تونس کې د بې روزګارۍ اوج دی، چې پوهنتوني محمد د واټ پر غاړه سابه پلورل. محمد ځان ته اور واچاوه او د لمبو په مېنځ کې ځغاستې يې ټول ټونس راوپاراوه. همدا لمبې د دیکتاتور زین العابدین د۲۳ کلنې واکمنۍ تر بازوګانو وروختې. د محمد عزیزي غبرګون زین العابدین ته ورپه زړه کړل، چې يو کال وړاندې یې تونسي ولس ته د ۳۰۰ زره دندو د ورپيداکولو ژمنه کړې وه، خو د ټول پاڅون انګېزه یوازې بېکاري نه وه. د بيان د آزادۍ زندۍ، پراخ اداري فساد، د بن علي دکورنۍ اقتصادي مافيایي حاکمیت او واکمن استبداد تونسي ولس د نظام پرځولو ته راپاڅاوه.
د مدیترانې جنوب ته په شمالي افریقا کې تونس ددوو داسې هيوادونو ګاونډی دی، چې سياسي حالات او سبانی نزاکت یې کټ مټ ددې هېواد د برخلیک په بريد ولاړ دی، دغه هیوادونه د مستبدو او بې سده رژيمونو لرونکي الجزایر او ليبیا دي. سملاسي خو مصر ، لبنان او مراکش هم د ولسي ناخوښیو لومړني غبرګونونه تجربه کوي خو د تونسي پاڅون پيغام تر ليبيا او الجزایر ډېر وړاندې خپرېدلای شي.
ټونس څه ډول سياسي نظام درلود؟
د تونس نوی تاريخ د حبيب بورقیبه له نامه سره تړلی دی. ده ته د تونس د خپلواکۍ پلار وايي ځکه له فرانسې څخه دخپلواکۍ له ترلاسه کولو ديرش کاله( ۱۹۵۸-۱۹۸۷ )د تونس ولسمشر پاتې شو. د تونس سياسي واقعيتونو هغه پر يوه معتدل خو ځان پالي واکمن بدل کړ، چې د ښځو حقونو ، ښوونې روزنې او روغتیا په برخه کې د پراخو اصلاحاتو ویاړ لري . په تونس کې د بورقیبه منځلاري سياست د سخت دريځۍ مخه ډپ کړه او د بهرني سياست په چوکاټ کې بورقیبه کله هم په عربي رنګ په توند لارۍ کې لولپه نشو. ښايي زیاتی نه وي که ووایو حبيب بورقیبه د عربي نړۍ په معاصر تاريخ کې تر صدام، قذافي او ان ناصره ستر او مدبر سياستوال وو خو هیواد يې تر دې ډېر وړوکی او فقير و، چې وکړای شي، د عربي نړۍ په برخليک کې ټاکونکی رول ولوبوي.
د واک پر ګدۍ د حبيب بورقیبه اوږد مهالې ناسته او بوډاتوب تونسیانو ته یو مهال په ناخواله هم بدله شوه. د ده د واکمنۍ وروستي کلونه د ناسمو پريکړو له لامله د زوال کلونه شمېرل کيږي. افسران او وزیران د ولسمشر د عجولانه او امرو په ترڅ کې بې غوره او خپلسري شول او پايله يې د ولسمشر د محبوبيت په زوال تمامه شوه. په ۱۹۸۷ میلادي کال داردو پخوانی افسر زین العابدين، چې د صدارت څوکۍ ته رسیدلی و، د ۸۷ کلن حبيب بورقیبه د راپرځولو په نیت ولس ته له پلمو او ژمنو سره ور ننوت او د بوډا ولسمشر ناروغي د هغه د بيواکۍ سبب شوه. تونسیانو د زین العابدین واک بدلون ته جنتي کودتا وویله. خو نن ورځ تونسيان مني، چې هېواد ته يې د بورقیبه ټولنيز خدمات هومره ستر ول، چې ولس د هغه د بوډاتوب تيروتنې وروبښلې او نن ورځ ناشونې ده چې بورقیبه ستر وګړی ونه ګڼي.
زین العابدين بن علي نه د خپلواکۍ دپلارولۍ له مشروعیت نه برخمن وو او نه یې د هغه په شان سياسي پوهه او تدبیر درلود. له بورقیبه نه دکرکې احساس زین العابدین هڅاوه، چې د اسلافو نوم له خاطرو وتوږي. خولې وتړل شوې، ورځپاڼې د ديکتاتور په ستاینه لګيا وې، سياسي مخالفين تبعید او تېښتې ته اړشول او د تونس سياسي ژوند د منځني ختیځ د نورو هیوادو په څېر په ستونځو کې ډوب شو. له همدې ځایه امنيتي اورګانونه د واکمن پوړ د تکيې اصلي ستنې شوې.
بن علي سوکه سوکه لکه د خپلواکۍ لومړی ولسمشر د خلکو له زړنو ووت. په سياسیونو او تونسي کادرونو دکړۍ راتنګېدل او په واکمنه دایره کې د فساد خوريدل ددې سبب شول، چې خلک یوازې د موجودې وضعې د بدلون په هیله راپاڅي. د واکمن نظام پروړاندې دکرکې له اصلي انګېزو یوه هم په اقتصادي منابعو د ولسمشر د میرمنې «ليلا طرابلسي» او د هغې د کورنۍ سلطه وه. بانکونه، هوټلونه، ودانۍ، تعليم، واردات او صادرات ددې کورنۍ له خوا ولکه شول. ښوونيزو موسسو هرکال په زرګونو کادرونه تونس ته ډالۍ کول خو روزګار ورک شو . له دې سره له تړلې خطرناکې او مخلوطې فضا نه کرکه او فرار په دوو وروستیو کلونو کې په تدريجي ډول زیات شول . دغو ټولو سیاسي او اقتصادي لاملونو او مجبوريتونو د باروتو د یوه انبار غوندې د سپتمبر پر اووه لسمه انفجار وکړ. یوه اته ويشت کلن لسانسه محمد ابو عزیزي، چې د کارموندنې لپاره یې خورا ډېر ورونه ټکولي ول؛ د سړک پر غاړه سبو پلورلو ته اړ شوی وو، خو پوليسو په دې نیت سابه ترې ضبط کړل، چې ناقانونه کار کوي. ده په مرکزي تونس کې ځان ته اور واچاوه او پر څلورمه ورځ له ژورو ټپونو مړ شو. په محمد پسې ډېرو ځلميو دده لار تعقیب کړه او دا احتجاجي ځان وژنې د لوی ولسي پاڅون په بڼه د زین العابدین د راپرځېدو لامل شوه.
زین العابدين د خاص ګارد او پوليسو په ساتنه ایله يوه میاشت مقاومت وکړ. د جنوري پر څوارلسمه دغه دیکتاتور چې ټول پوليسي نظام يې په نامعقول ملاتړ کې دريدلی وو او تر سلو زيات لاريون کونکي يې ورته ووژل، د ولس زور ته تسليم شو او سعودي عربستان ته وتښتېد، خو په زړه پورې داده، چې ملي پوځ د دیکتاتور ولسمشر پرځای د ولس ملاتړ غوره کړ او دغه بری ته د تونسي پرګنو او پوځ ستر ویاړ ويلای شو.
اوس په خپل همت سټيج ته ختلی ولس چې ډېری یې ځلمي دي؛ په نوي نظام کې د بن علي درژیم دیوه پاتې شوني د پاتې کېدا زغم هم نلري. نوی ولسمشر وايي په دوو مياشتو کې به ټاکنې ترسره شي او د انتخابي حکومت لپاره به د تونس وګړي، ګوندونه، مدني ټولنې، د بن علي مخالفين، ازاد سياستوال او کادرونه ونډه واخلي.
له فرانسې او امريکا سره د تونس اړيکي:
په نولسمه پيړۍ کې بریتانیا او فرانسې د تونس په کورنیو چارو کې لاس وهنې پيل کړې. دغه هیواد پخپل وخت ددې لاس وهنو شدید تاوان زغملی دی. د استخباراتي او غرضي مداخلو په سبب تونس له سياسي پلوه د خپلواکۍ له لاسه ورکولو ترکچې کمزوری شو او فرانسې په ۱۸۱۸ کال کې د باردو پیمان له مخې تونس خپله مستعمره وګرځاوه. د دویمې نړیوالې جګړې له پيل سره الماني پوځو هم د افريقا په شمال کې د متحدینو د هډو د پياوړي کولو په نیت په تونس کې خپل پوځونه پلي کړل خوپر ۱۹۴۳ کال بيرته پرشا تګ ته اړشول.
د فرانسې ولکه په تونس کې د ولسي اتحاد له اغېزو سره کاواکه شوه او د پاريس پيمان له مخې، چې پر ۱۹۵۶ کال لاسلیک شو؛ تونس خپلواکي ترلاسه کړه. د تونس په سياسي تاريخ کې د فرانسې او المان نیتونه هغه هېواد ته تر نن ورځې روغ نشو ګڼلای. د بن علي په دیپلوماتیکو ځيرکيو کې تر ټولو غوره یې داوه، چې په فرانسه کې له زده کړو سره سره يې هغه هیواد ته په خپلو چارو کې د مداخلې لږ فرصت هم پرې ايښی ندی.
د ویکي ليکس له خوا خپاره شوي هغه اسناد، چې د یوه امريکايي ديپلومات له خوا واشنګټن ته پيغام شوي، په ۲۰۰۸ کال کې د تونس په اړه سپينې ماڼۍ ته واضح تصوير ورکوي خو د هغه هیواد غبرګون ترځان ناګاره کولو بل څه نه دی. ویکي ليکس د رابرت ګادک له خولې ليکي: (( په تونس کې فساد تر پخوا زیات شوی دی. دبن علي کورنۍ پر ټولو اقتصادي چارو ګونډه وهلې. مسأله واضح ده ، ۲۲ کاله کېږي چې یو سړی پر تونس حاکم دی او هېڅ ځای ناستی نلري. د بن علي د حکومت او ولس تر منځ اړیکي نشته. د هیچا مشوره او نیوکه نه زغمي او په پرلپسې ډول يې د پوليسو پر ټوپکو باور زیاتيږي، چې دده ککړ نظام وژغوري)).
امريکا پر دغو ټولو ناخوالو له خبريدو سره سره د بن علي د حکومت ملاتړ ته دوام ورکړ. ځکه تونس د وړو اقتصادي ګټو، سخت دريځۍ ځپلو او په عربي نړۍ کې له امريکا سره د بې شرطه همکارۍ ښه حوزه ده. د بن علي په ملاتړ کې د امريکا ددريځ لپاره تر دې ښه ثبوت نشته، چې د ۲۰۰۸ کال دیپلوماتيک رپوت په ځواب کې کاندوليزا رایس وویل: (( تونس د ښځو دحقونو په درناوي کې بې ساري عربي هېواد دی)).
د تونس پاڅون سملاسي بريا:
په مصر کې دڅو وروستیو ورځو لاريونونه په تونس کې دپاڅون د سملاسي بريا تر ټولو چټک پيغام دی، چې تر بن علي زیات د مادام العمر حسن مبارک وږسترګی، کنجوس او کنګل نظام به وتوګي. په ټونس کې ولسي پاڅون د مستبدو، چټلو او مافيايي میراثي نظامو لپاره هغه ګواښ توليد کړ، چې حکومتونه د ولس په ملاتړ اباد او په کرکه بربادېدلای شي.
یوه تونسی لاریون کونکی وويل: (( دا ورځې زموږ لپاره تر هغو سختې ندي، چې بن علي په واک کې وو. خلک بايد د هغه دیکتاتور له لاسه خلاص شوي وای. هغه د ملت د اوږو بار وو)) دده خبره سمه وه. بن علي په ديکتاتورۍ، اختناق او ځان پالنه کې بې ساري وو. هغه خپله کورنۍ، میرمن ، زومان او خوریونه د سروزرو په خزانو کېنولي ول، خو ولس یې د بې کارۍ او ولږې له لاسه ترځان وژنې اړوېست.
پراخو ټولنیزو لاريونونو، ټونس له ځان پالي او دیکتاتور نه بې غمه کړ. په زیاترو ملي او نړیوالو بانکوکې دواکمنې کورنۍ شتمنۍ کنګل شوې؛ ملي پوځ په مېړانه دولس خواته ودرېد؛سیاسي بندیان او د نظام مخالفین له زندانو ازاد شول او د وینا ازادي د همدغو لاريونو يوه ستره بريا ده.
د یوه غوره مشارکت او کادري نظام لپاره په تونس کې دم ګړۍ ټول فرصت د ولس لاس ته ورغلای دی. اوس دا پر ولس پورې اړه لري، چې څرنګه ګټه ترې واخلي.
د تونس پاڅون ته ورمخامخ ګواښونه:
له دې ټولو پرمختګو او برياوو سره سره د تونس ولس د سياسي برخلیک له خورا نازک او پيچلي پړاوه تېريږي. ددرېيمې نړۍ ډېری هېوادونه د واک بدلونو او انقلابي برياوو خوږې تجربې خو ترخې پايلې لري. د یوې میاشتې په نظام پرځوونکو احتجاجونو کې تر سلو زیات عام وګړي وژل شوي دي. ولس ته په دومره لوړه بیه تمام شوی سياسي بدلون اوس له غټو ننګونو او توطيو سره مخامخ دی.
لومړنی ګواښ د نظام دپاتې شونو دی، چې تر ډېره د پوليسو او سياسيونو په جامه کې د غچ اخیستلو او دپاڅون د تفرقې لارې چارې لټوي. په یونسکو کې د تونس پخوانی سفير مزري حداد وايي، بن علي له تونس څخه تر تېښته مخکې په هغه هېواد کې ناارامۍ پلان کړې دي. دده په وینا ولسمشر د ساتونکي ګارد کسانو او نورو پلويانو ته سعودي ته تر تېښته مخکې وسلې او پيسې ویشلې، چې په تونس کې کورنۍ جګړه پيل کړي. همدارنګه تر اوو زيات الماني وسله وال کسان هم په تونس کې نیول شوي، چې په دریو ګاډو کې مرکزي سيمو ته روان ول.
د ډېرو هيوادو مشرانو په وړوکي خو د پانګونې په ترټوولو مناست هېواد تونس کې د دیرشو کلو اوږدې سياسي او اقتصادي ګټې پاللې او په دې ترڅ کې يې د بن علي ټولنيزه بې عدالتي، توکم پالنه، مافیايي حاکمیت او استبداد له پامه غورځولي ول. دغه هیوادونه که څه هم د ولسي پاڅون ستاینه کوي، خو په هرحال به د خپلو ښکاره او پټو ګټو ترشا ودريږي. د نظام لپاره د سياسي ګوندو، مدني ټولنو او افرادو خواره واره تمایلات او سليقې د بهرنیو لاس وهنو او کورني بحران د اوږدیدو تر ټولو خطرناکې نښې دي. اوس تونسي وګړي په داسې يوه هېواد کې مخ پر وړاند ګام اخلي، چې هلته د ډلو ټپلو د پاشلي حاکميت ويره شته. د بن علي له تېښتې او په نظام کې د ژور بدلون له راتګ سره سره د تونس په لارو، کوڅو، مغازو او سياسي کړيو کې د هیجان او بې ثباتۍ ویره خوره ده. یو تونسی وايي: (( ما په ژوند کې چاقو ندی کرځولی، نن ور ته اړشوی یم ځکه احساس کوم چې هیڅوک به له ما دفاع ونکړي. زه پخپله د ځان او خپلې کورنۍ د امنیت مسول یم)) پاسنۍ جملې د تونس د اوسني امنیتي وضعيت ښه مثال دی، چې د لږ بيغورۍ له وجې داهیواد خونړي ناورين ته ورټیل وهلای شي.
څنګه کیدای شي دا پاڅون د تونس خلکو ژوند په یوه عادلانه سيستم کې له اوسنیو ناخوالو وژغوري؟
د نظام را پرځولو دا تونسي تجربه چې په یوه میاشت کې بريالۍ شوه؛ پر زړه پورې ده، خو د بري ساتنه يې له سترو ګواښو سره مخامخ ده. په ایران کې د اخندانو واکمني کال وړاندې له ورته ولسي غوصې سره مخ شوه، خو موږ یې بری ونه ليد، ځکه ایراني واکمنو د نړیوالو رسنیو په شمول ټولې هغه لارې بندې کړې، چې سياسي مخالف تحرکات یې تغذیه کولای شول. اوس د تونس ولس د ایران د حکومت په موقف کې قرار لري، چې څرنګه د بهرنیو مداخلو او کورنیو سليقوي روشونو مخه ډپ کړي او د یوه ملي مشارکت په اډانه کې خپلې هيلې او هدفونه راټول کړي. له استثنا او پيش شرطونو پرته د ټولو سياسي ګوندو او اوپوزسيون یوه میز ته کیناستل اړین دي چې ژمنه وکړي په ډيموکراسۍ ولاړه څو ګوندي سياسي واکمني به رامنځ ته کوي او اساسي قانون ته به ژمن وي.
د تونس له پاڅونه څه زده کولای شو؟
د تونس ستونځه د نظام د جوړښت محدودیتونه اوولسي خوشباوري وه ، چې له امله يې هر واکمن د ولسمشر، لومړي وزير، وزير او والي په کچه دیکتاتور او ځان پالي شول. دا لړۍ تر هغې وغځېده چې په پای کې ولس دغه ستونځه د خپل دريځ بدلولو په همت سملاسي حل کړه. تونس د ډېرو هېوادو لپاره د ګټو او ځانګړيو هدفونو ښه جغرافيا وه، چې د زین العابدین د واکمنۍ په سيوري کې دغو هدفونو ته رسيدلای شول.
په تونس کې واک د یوه ګوند اویوې کورنۍ په لاس کې وو. دوی د خلکو پر شتمنیو، ازادۍ او حقونو مسلط ول او د داسې تسلط ددوام لپاره يې دیکتاتور چلن، د سياسي زندانو جوړولو او د بيان ازادۍ او رسنیو کیزه کولو ته اړتيا درلوده.
افغانان په خپل تاريخ کې د مستبدو رژيمو او ان د استعماري ځواکو د راپرځولو بلا تجربې لري، خو په ولسی دايره کې د واک د انسجام ، تمرکز او ملي کولو خاطرې يې له وينو ډکې دي. هر وخت بهرني استخباراتي هدفونه د ولس د ګټو په رنګ کې زموږ تر مريو را رسيدلي او افغانستان يې د یوه باثباته، ملي، پر ځان ويسا او دوامداره نظام له تشکيل څخه بې برخې کړی دی. په همدغسې ناخوالو کې د بې شميره ځاني او مالي قربانیو په بیه تردې ګړۍ رارسېدلي یو خو لاهم له ناورين څخه وتلي نه يو.
دغه حکومت چې تازه هېوادنۍ چارې اداره کوي، د ملي مشارکت، ولسي خواخوږۍ او پرمختيايي فکر پرځای په ایتلافو او معاملو باورمن، د مافيايي ګټو ضامن او د ولس ځپلو په روحیه مخ پر ځوړ روان دی. شمالي ټلواله د ولسمشر د یوې يوازېنۍ کورنۍ ملاتړې ډلې په توګه په ټوپکو سمبال يوازې د ارګ پر ساتنه او د ولس پر تهدید او ترور لګيا ده. ولسمشر خوشباوره، ډارن، بې سياسته او په شخصي سليقو کې ورک دی. لويې اقتصادي مافيا، چې جګړه مار يې په سرکې او د ولسمشر وروڼه يې په دويمه دایره کې ځای پرځای دي؛ د افغانستان اقتصادي نظام په خپله ولکه کې نيولی؛ بانکونه، هوټلونه، شرکتونه، واردات – صادرات، عامه شتمنۍ او بلډنګونه ټول د اقتصادي مافيا په منګول کې دي. کار نشته؛ تعليمي او تحصيلي موسسات د خپلوۍ پالنې پر معیار روان دي؛ د جنوب د جګړې له دوام څخه د شمال حاکمه جبهه تغذیه کېږي او د توکم پالنې رنځ د ملت جوړونې ملا ماته کړې ده. د بهرنیو ملکونو دتش په نامه مرستو او ور سره جوخت استخباراتي فعاليتونو او بمباريو په دوړو کې له موږ ه لوری- لودن ورک دی او تر ټولو ناوړه دا چې اوسنی افغانستان دیوه ګوډاګي نظام له پيغور او شر سره لاس وګرېوان دی.
نو دلته هم یوه لوی افغانستان شموله سوله ييز ولسي پاڅون ته اړتیا ده، چې هم یوه خپلواکه، د ملي ګټو ضامنه او د ولس ژغورنده هيله شي او هم داسې يو نظام پر پښو ودروي چې ټول ملي ارزښتونه او ګټې له شخصي ولکو وباسي او هېوادني روغ مسير ته يې ور برابرې کړي.
دا به داسې يو سراسري غورځنګ وي چې د ملي یوالي روحيه غښتلې وساتي؛ بهرني غرضي لاسونه لنډ کړي؛ له ديني او مذهبي احساساتو څخه د سياسي لوبو او افراط په لار کې د استفادې بشپړه مخه ونيسي او د افغاني ټولنې له شرايطو سره سم، خپل سراسري اقتصادي موډل پلی کړي.
دا کار هله کېدای شي چې ولس تر پاڅون مخکې د سياسي، اقتصادي، ټولنيز، فرهنګي او دفاعي نظام لپاره نوی الترناتيف ولري او د بري له لومړۍ ورځې يې بې له هر ډول ځنډه مخامخ د پلي کولو کار پيل کړي.
که داسې نه وي، هر رنګه پاڅون به نه يوازې د خلکو روانو ستونځو ته پای ټکی نشي چې لا به نويو ګډوډيو او بېځايه خپلمنځي وينې تويېدنې ته لار پرانيزي.
که موږ يوخوا دنده لرو چې يوه شېبه هم د خپلو بېوزله پرګنو بېشمېره دردونه او دهغوی د درملنې اندېښنه له ذهنه ونه باسو،بلخوا، دا تاريخي مسووليت هم راترغاړه دی چې په خپله ټولنه کې د سياسي بدلون د عيني شرايطو ترڅنګ دهغه ذهني شرايطو او سياسي سواد ته هم وده ورکړو.