د هلمند په مركز لښكرګاه كي په لسګونو د مېشتو قومونو مشرانو او سپين ږيرو د هلمند د تللى والى اسدالله وفا پر ځاى د پخواني والي حاجي شير محمد اخندزاده د راتلو غوښتنه وكړه .
د ولسمشرۍ ددفتر يوتن كاركووونكي چي نوم ښودل نه غواړي خبري رسنيو ته ويلي چي اسدالله وفا درې ورځي وړاندي له خپلي دندي ګوښه كړل سوى دى ، او ښايې په نوموړي دفتر كي د شايتونو د اورېدولو دنده ورته وسپارل سي .
د هلمند والي اسدالله وفا درې ورځي وړاندي له خپلي دندي ګوښه كړل سوى دى د ولسمشرۍ ددفتر يو تن كاركوونكي چي نوم ښودل نه غواړي خبري رسنيو ته ويلي چي اسدالله وفا ته ښايې د ولسمشرۍ په دفتر كي د امنيتي ستونزو د شكايتونو د اورېدلو دنده وسپارل سي .
ښاغلي وفا وړاندي څو څو واره ګواښ كړى وو چي كه افغان او نړيوال ځواكونه سره همږغي نه سي نو استعفا به وركړي .
او په دې وروستيو كي يې څو څو واره دخبري رسنيو سره دخپلو مركو پر مهال دولت او نړيواله ټولنه ورسره په نه همكارۍ تورنه كړې وه .
نوموړي پر هلمند مېشتو بريټانوي ځواكونو هم دا تور لګولى وو چي د تارياكو په له منځه وړلو كي ورسره هيڅ مرسته نه كوي .
د شنبې په ورځ په لښكرګاه كي د مېشتو قومونو لسګونه مشران راغونډه سوي وه او د افغان لوړ پوړو چارواكو څخه يې غوښتنه كوله چي د اسدالله وفا پر ځاى دي د هلمند پخوانى والي حاجي شير محمد اخند زاده په دنده وګوماري .
دغو مشرانو وويل چي حاجي شير محمد اخندزاده نژدې درې كاله هلمند ولايت په پوره امنيت كي ساتلى وو او د هلمند اوسېدونكو ورسره پوره همكاري كوله .
موږ ډېره هڅه وكړه چي په دې اړه د اسدالله وفا نظر هم راواخلو خو د ډېرو هلو ځلو سره سره بيا هم و نه توانېدلو .
ښاغلي اسدالله وفا څه باندي يو كال د هلمند په ولايت كي د والي په توګه دنده تر سره كړه .