کور / سياسي / ناپایه جګـــړه ( د آريا ژباړه )

ناپایه جګـــړه ( د آريا ژباړه )

ایریک مارگولیس


د بهرنیو چارو خبریال/ ددفاعي چارو شننونکی اود ورځپاڼو لېکوال


له انګریزي پښتو ته ژباړه : رحمت آریا



د افغانستان په سویل کې د تېرې یکشنبې په ورځ د شپږو تنو کاناډايي سرتېرو مړېنې موږ ته د سنتیانا د ماکسیم، نامتو وینا راپه یادوي چې څوک چې د تاریخ په لوستلو کې ناکامه او پاتې راغلي وي برخه لېک یې بیا د هغه تکرار ته را بولي.



دغه سرتېري مېوند ته نږدې ووژل شول. مېوند هغه نوم دﺉ چې گڼ شمیر لویدیځواله ته کومه ځانگړې مانا نه لري. خو هلته د ۱۸۸۰ کال د جولای په ۲۷ د افغان – بریتانیا په دوېمې خونړۍ جگړې کې  بریتانیې د خپلې نیواک گرې سترواکۍ د ټولو جگړو د تاریخ په اوږدو کې په ډیرې خوارځواکۍ خپله په شا تنبونه ولېدله. 



له هغې نیټې څخه دوه کاله مخکې بریتانوي راجه گانو (د بریتانیا هندي سترواکۍ) ددویم ځل لپاره پرافغانستان تیری وکړ. بریتانویانو په کندهار او کابل کې خپل لاس پوڅي افغان وکداران دواک پرگدیو کښینول.



د پخواني امیر زوی “سردارمحمد “ایوب خان د دولس زرو پښتنو (یا پټهانانو) جنگیالیو مورچل جوړ کړ ترڅو له هغوپرمختلونکو بریتانوي ځواکونو سره جگړه وکړي چې د لندن په وینا افغان توکمونه به خپلواک کړي او هغوی به د ” عیسوي تمدن د رڼا ” ترشپول لاندې راونغاړي. نن ورځ هماغه شعاردﺉ خو د” ډیموکراسۍ د ودې” تر نامه لاندې چې بل رنگ یې غوره کړی دﺉ. 
 



د افغان زړه ورو او ویروونکو توکمیزوپښتنو جنگیالیو د یوې خونړې جگړې په ترڅ کې د شهنشاهۍ د داسې ځواکونو لمنه ور و رېبله چې دبریتانیا د سمبال شوي پوځ له سرتیرو، له تورو او باټو ډک شهنشاهي ځانگړي ځواک “گریندیرگاردز” او د هندوستان د “سپاهي ځواک” له سرتیرو څخه جوړ یوپیاوړي ځواک ؤ. بریتانوي پوځي ډاکټر کینن داویل خپل مـُډل د شیرلوک  د ملگرتوب  کورگی کټ مټ په میوند کې جنگېدلي د ډاکټر واستون په ډول جوړ کړی دﺉ.  



دلته د بریتانیا د نیواک گري پرضد د افغانانو دغه حماسه زه له دغه امله را یادوم چې په افغانستان کې د نن ورځي د جگړې د لاملونو پوهېدا، تأریخي شننې ته اړتیا لري. د میوند له جگړې یو سلو او پنځه ویشت کاله وروسته د افغانستان په سویل کې یوځل بیا پښتنانه جنگیالي د نړۍ له یوه بل سترواک او دهغه له ملگرو سره لاس او گٔریوان شول او مقاومت یې وکړ. داسې یو سترواک چې د بریتانوي راجه گانو د زړې نیواک گرې تگلارې په خپلولو، په ډیرې لیوالتیا پرمخ درومي. 



امریکایانو پرافغانستان باندې خپل یرغل له “ترهگرۍ سره د جگړې” د مأموریت او د ډیموکراسۍ  د دودولو د مأموریت تر نامه لاندې مارکیټ ته را وړاندې کړ. دغه مأموریت پر کاناډایانو د یوه نجیب او شریف کمپاین ، د  ملت جوړونې د بیارغاونې او د ښځو د حقونو د خوندي کولو تر نامه لاندې خرڅ شو. دا ټولې له خونده ډکې خبرې خو گڼ شمیر یې سپین درواغ دي. 



د لویدیځو ځواکونو له پلوه په دغې جگړې کې هغه څه چې موږ د جگړي په ریښتوني اړخ کې وینو د افغانستان د تیلو پر ستراتیژیک دالان باندې ولکه ده چې غیشی یې نیِغ په نیغه د دغه هیواد پښتنو ته په نښه شوی چې د دغه هیواد د ملت له نیمایي څخه ډیر وگړي جوړوي . د دغو پښتنو له پنځه لس میلیونو څخه زیات د لیکې هاغه غاړه د پاکستان په خواکې پراته دي.  هغه ډله چې موږ یې “طالبان” بولو د پښتنود ټلوالې هغه خورې ورې توکمیزې ډلې دي چې له پخوانیو مجاهدینو او له ولسپالوځواکونو څخه جوړ یو ځواک دي چې د ۱۹۸۰ لسیزې په اوږدو کې له روسیې سره وجنگېدل.



پروسږکال په بروسل کې میشت د افغانستان په چارو کې یوې اړوندې چارواکې څانگې د سینلیس انستیتوت وویل چې طالبان او د هغوی ټلواله دهیواد نیمایي چې په ټولیز ډول دپښتنو له قومي خپلواکو سیمو سره برابري کوي ، یا تر خپلې ولکې لاندې لري او یا هم اغیزه ورباندې لري. 



دغه څیړنه د واشنگتن او د ناتو د مرکزي دفترد پوځي بریا او”ملت جوړونې” له رنگونو ډک گزارش سره په چورلټ ډول توپیر لري.



په روانې اونۍ کې له اولس زرو مرکو څخه جوړه، له یوې نوې سروي ، یوه لړزونکې ورته پایله راووتله. دا سروې وایي چې په سویلي افغانستان کې افغانان ورځ په ورځ د طالبانو ملاتړته زړه ښه کوي او هغوی ورباندې ډاډه دي؛ او گنگوسې وایي چې دولت او نړېواله ټولنه به ونه شي کولای طالبان ماټ کړي..”



د سنسیل شننه په سویلي آسیا کې زما له جاج اخیستنو سره اړخ لگوي چې هندوستان او پاکستان دواړه په جلا جلا توگه دغې پایلې ته رسیدلي دي چې ناتوبه په پای کې په افغانستان کې ماته شي او له افغانستان څخه به ووځي. خو د امریکا متحده ایالات به پاتې شي او خپل ډیرش زره سرتیري به لا نور هم پیاوړي کړي ځکه چې امریکایان د عراق له شرمه وروسته دوېمه ماتې نه شي زغملای.



په افغانستان کې امریکا او ناتو له “ترهگرۍ ” سره جگړه نه کوي اوڅرگنده ده چې هغوی به د خلکو زړونه او اندونه خپل نه شي کړای. هغوی د نړۍ له یوه لوی او تر ټولو ستر قوم سره جگړه کوي. په اوږد مهاله وخت کې هرڅومره چې لویدیځوال پاتې کیږي او کلي بمباردوي همغومره به مقاومت زیات شي. ما لا تر اوسه ډیرې جگړې څیړلې دي او دغې پایلې ته رسیدلی یم چې دا د هرې گوریلایي جگړې یوه ځانگړې بیلگه ده . 



لویدیځ سرتیري به د دغې کرغیړنې گوریلایي جگړې په ترڅ کې چې ورَځـَنۍ بیه یې دوبیلیونه ډالره ده ورځ په ورځ څاروي خویه ، ویریدلي او دښمن خویه شي. دا کټ مټ هغه څه دي چې پرافغانستان باندې دویم یرغلگر شوروي اتحاد ته ورپیښ شول.



د افغانستان د کرزي بیواکه رژیم یوازې د هیواد پلازمېنه په خپله ولکه کې لري. د هیواد نورې برخې د طالبانو او د هغوجگړه مارو ډلو په لاس کې دي چې د نیشه یې توکیو د دالانونو سرمشري کوي او دغه کار له ناتو څخه داسې یو ځواک جوړ کړ ترڅو د نړۍ د هیرویینو جوړولو له یوه مخکښ هیواد څخه ساتنه وړکړي. 



که د شوروي یو لکو شپیته زرو تنوسرتیرو او د کمونیست د رژیم دوه لکو څلویښت زره تنو سرتیرو په گډه د لسو کالو په اوږدو کې د پښتنو ملا ماته نه شوای کړه نو امریکا او ناتو به د پنځوس زره سرتیرو په لرلو څرنگه دغه ملا ماته کړای شي؟ 



هغه جنرالان او سیاست پوهان چې په لنډې مودې کې ددغې جگړې د گټلو ټټروهي باید د میوند حماسه په یاد راولي او ویې لولي.

 



ایریک مارگولیس د کاناډا یو نامتو سیاسي او پوځي شننونکی دﺉ چې د کاناډا د سي بي سي ، د امریکا د سي این این، فاکس او د کاناډا د سي ټي وي په تلویزیونونو او د دغو دواړو هیوادونو په ورځپاڼو او مجلو کې د خپلې پوهې او ژور اند له امله ورته په درنده سترگه کتل کیږي او د نړۍ یو ډیر مخکښ لېکوال او شننونکی دﺉ. نوموړي د افغانستان په اړه ډیرې لیکنې کړي دي. نوموړي افغانستان ته ډیر سفرونه کړي دي او تر هر بل لویدیځوال شنونکي او خبریال، افغانستان او افغانان ډیر ښه پیژني او د افغانستان له تأریخ څخه پراخه پوهه لري. د هغه له لیکنو څخه دا دﺉ یوه بیلگه تاسو ښاغلو لوستونکو ته ژباړم.


http://www.ericmargolis.com/archives/2007/04/the_endless_war.php