لمړی تر ټولو لویه ستونزه د تعلیمی بورسونو مسله ده. متآسفانه پدې بورسونو کی د پښتنو محصلینو ونډه ډیره کمه ده. د نورو کلونو په څیر سږکال هم د پښتنو محصیلینو شمیره ډیره کمه ده. د بیلګی په توګه په ( ۱۵۰) محصیلینو کی یوازی او یوازی (۱۴) تنه پښتانه محصیلین راغلی دی. چی د هغوی د جملی څخه (۴) د کندهار ، (۳) د لغمان ، (۲) د ننګرهار، (۲) د وردګو او (۱) د کابل ولایت څخه دي .
دوهم په ترکیه کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت سفارت چی په انقره کی او د افغانستان اسلامی جمهوریت قونسلګری چی په استانبول کی موقیعت لري داسی کوم ديپلومات وجود نلري چي موږ خپلي ستونزی په خپله مورنی ژبه (پښتو) باندی د هغوی سره شریکي کړو.
دریم د افغانستان دولت لوړ پوړی چارواکی هر وخت ترکیی ته په سفر راځی خو هیڅ چا زمونږ او زمونږ د ستونځو پوښتنه نه ده کړې .
پورته ذکر شوی ستونځی په هیڅ ډول شخصی، ژبنی او قومی تعصب پوری اړه نه لری، بلکی مونږ یوازي د خپلوبنیادي حقوقو حل د اساسی قانون په رڼا کی غواړو. لکه څرنګه چی د افغانستان د اسلامی جمهوریت ولسمشر د محصلینو د هر ډول ستونزو په حلولو باندی څو څو ځله ټینګار کړی خو متاسفانه دغو مسؤلینو په څرګند ډول د ولسمشر دې غوښتنو ته هیڅ ډول توجه نده کړې .
تر دې وروسته د دا ډول ستونزو د حل لپاره د افغانستان د اسلامی جمهوریت په خاص ډول زمونږ د ولسي جرګې له محترمو وکیلانو څخه هیله ده چی دې ستونزو ته جدي توجه وکړي او هغه مسولین چی د تحصیلي بورسونو په ویشلو کی انډول په نظر کی نه نیسی یوازی شخصی ګټی او قومی تعصب په نظر کی نیسی باید ددغه ډول چارواکو د کارونو مخنیوی وشی، او په قانونی لحاظ له هغوی څخه پوښتنه وشی.
په درنښت
په ترکیه کی دافغان محصیلینو په نمایندګی
د طب پوهنځی محصل