د تیرو څو ورځو راهیسې د هیواد د ملي شورا د اولسي او مشرانو جرګو د مشرتابه لپاره د منډو ترړو په لړئ کې د راپیښ شوي اړ او دوړ څخه ټول هیوادوال خبر دي او د هیواد په پراخه کچه لیدونکې او اوریدونکې رسنئ یې د هر هیوادوال سترګو او غوږونو ته رسوي .
ډیر ځله مې داسې پریکړه وکړه (او تاسې به هم کړې وي ) چه نه رادیوګانې اورم او نه تیلویزیون ګورم خو بیا هم چاره نشته هسې نه چې “کامه اوبه یوسي او بیړا خبر نه وي” .
زمونږ وطن دې او باید د وطن د حاله ځان خبر کړو ، خو کوم وطن .
هغه وطن چې د ډیرې سختې قحط الرجالئ سره مخ دی او د چارو واګي په کراره کراره د داسې کول لاس ته ورځي چې د پوهې ، علم، تدبر ، وطنپالنې او ایمان څخه پوره پوره کنګال شوي دي.
تیره شپه مې د اولسي جرګې د لنډ مهاله مشر له خولې واوریده چې د اولسي جرګې د مشرتابه د ټاکنو د لمړنیو پړاوونو د ناکامئ وروسته اوس علّامه شریف الله کاموال او چوشک په خوله بکتاش سیاووش هم د څو نورو وطن پلورونکو او متعصبو تر څنګ ځانونه د اولسي جرګې مشرتابه ته نومولي دي.
د خبر په اوریدو سخت و بوږنیدم او ویره مې وشوه ، دا په مونږ څه وشو ……… خدای خبر چې زمونږ دا بده ورځ به ترڅو وي او کله به د لوی الله په وړاندې زمونږ توبه قبلیږي .
د ملي شورا د مشرانو جرګه د داسې بیسواده د مشرئ تر سیوري لاندې راغله چې په خپله څلور کلنه دوره کې غواړي د مشرانو د جرګې پنځه کلنه مشري وکړي .
فخرالعلماء فضل هادي مسلمیار ملامت ندې ، د کرزي صاحب د کلکو ملاتړو څخه دی او د پوډرو او هیروينو د تجارت یو څه پاسره هم لري نو د مشرانو جرګې مشري به ولې نه کوي . پاتې شوه د پوهې او سواد خبره ، دا معیارونه خو د کرزي د دورې له پیله په کراره کراره اوبو یوړه او په ځای یې نور معیارونه پیدا شول چی د هغی په کچ سړی لوړیدای او ټیټیدای شي.
نو ناشونې یې مه بولئ چې د ملي شورا د دوهم مجلس یعنې اولسي جرګې مشري هم د علّامه شریف الله کاموال ، چوشک په خوله بکتاش ، َعبداللطیف پدرام او حفیظ منصور په شان کسانو لاس ته ورشي،
قحط الرجالي توره وي که سپینه ؟