پوهاند ولفگانگ گويته (Johann Wolfgang Von Goethe ) نامتو جرمنى شاعر اوليکوال و ،چې په ١٧٤٩ زېږدي کال د اگست مياشتې په ٢٨ مه د جرمني په فرانکفورټ ښارکې نړۍ ته راغلى.او په ١٨٣٢ زېږدي کال د مارچ په ٢٢مه نېټه په (ويمار) کې مړ شوى ؛ د ډېرو ارزښتمنو اثارو په لرلو سره د نړۍ د لومړي کتار په شاعرانو او ليکوالو کې راځي. نوموړي ته د جرمني د ادبياتو پلار ويل کېږي ، په ادبياتو سربېره په حقوقو، فلسفې،فزيک ،طبابت ، انځورگري،او طبيعي مطالعې کې هم تر چا کم نه وو، له جرمني ژبې سره سره په لاتيني، يوناني ، انگرېزي ، ايټالوي، فرانسوي او عربي ژبو هم پوهېدۀ ،ځينې اثار يې په دې ډول دي: شعراو حقيقت ،د جرم شريکان، د غزلو يو غونډ،ايفي جيني په ټارويس کې، اګمنټ، تاسو، د مړو ګډا، فاوسټ، د رنګونو تېوري، دويلهلم مايسټرد هنر زده کولو پېر او نور….
((… له اسلامي تمدن او فرهنگ څخه د نوموړي اغېزمن توب ددۀ د ژوند له خورا مهمو پېښو څخه دي . ( دختيځ د شعرونو دېوان يې چې د اديبانو په منځ کې مهم اثر شمېرل کېږي ، ختيځ ته دده د روحاني سفر حاصل دى….) دا د اغلې کاټرينا مومسن د وينا مهم ټکي دي چې پکې يې د اسلام له مبارک دين څخه د نامتو جرمني شاعر او ليکوال يوهان ولفگانگ گويته اغېزمن توب په گوته کړى دى.
کاټرينا موممسن د امريکا د کليفورنيا ايالت د سټانفورډ پوهنتون پروفيسره ده او په دې اړه يې يو کتاب د (گويته او اسلام) تر سرليک لاندې په ٢٠٠١ زېږدي کال کې خپور کړى دى.
په گويته باندې د اسلام د مبارک دين اغېز ډېر واضح، ژور او دومره بارز دى چې بايد له علمي خواوو څخه يې وڅېړو.
گويته د خپل ژوند په بېلابېلو پړاونو او حالاتوکې د اسلام په اړه ،نېکې ، ښې او له تبعيض پاکې څرگندونې کړې دي ، د اسلام له مبارک دين سره يې د مينې لومړى څرک په ٢٣ کلنۍ کې ولگېد، چې د حضرت محمد(ص) په اړه يې ښکلى مداحيه شعر ووايه.
په اويا کلنۍ کې هم په ښکاره ډول وايي ، چې په هغو ټولو ورځو کې چې له ٢٣ کلنۍ څخه تر ٧٠ کلنۍ پورې پرې تېرې شوې دي ، د قدر په شپه (د قرانکريم د نازلېدو په شپه) تر سهاره ناست دى.
له اسلام سره د گويته مينه تر ټولو ډېره ددۀ د شعرونو په ختيځ دېوان کې څرگندېږي.
د نوموړي پېر هغه وخت وو، چې ټول هغه خوځښتونه چې د اسلام مبارک دين يې په اروپا کې خلکو ته منفي منعکس کاوه مخ په ځوړ و، د گويته له ژوند څخه پېړۍ مخکې د اسلام په اړه په لوېديځ کې خورا سخت ، توند او پوچ تبليغات روان وو،
د اسلام په اړه د گويته رښتوني او نېک نظرونه يوازې په هغه وخت کې په دۀ پورې منحصر نه وو، ځکه چې د روښانه جريانونو د خوځښت او د نورو د عقايدو زغمل، ددې لامل شوي و، چې د پخوانيو خلکو د منفي او ناسمو اوازو او فکرونو مخه ونيسي.، او پرې غالب شي .
د ختيځ په اړه د گويته مينه ددۀ په خټه کې اخښل شوې وه، له دې امله يې هڅه کوله د ختيځ په اړه هر اړخيز او ډېر معلومات ترلاسه کړي.
د اسلام په اړه دى په يوۀ ليک کې خپل استاد گوټفريډ ته وايي: ((غواړم تاته د موسى (ع) په ډول چې په قرانکريم کې يې دعا کړې دعا وکړم، هلته چې فرمايي:(رب شرح لي صدري…..) گويته دا ايت شريف له قرانکريم څخه ياد داښت کړى و. له دې ايت څخه ددۀ په مطلب هغه وخت لا ښه پوهېداى شو ،چې دا ايت شريف پوره ووايو:(ويسرلي امري واحلل عقده من لساني….)
همدارنگه گويته د قرانکريم د ژبنيو ښکلاوو او ژبني اعجاز څخه هم په ژوره توگه اغېزمن و، نوموړى په خپل ياداښتونو کې چې د ختيځ دېوان د لاښه پوهېدو په موخه يې ليکلي دي ، د قرانکريم په ستاينه کې وايي (( د قرانکريم سبک قوي، له عظمته ډک او مبارکې کليمې يې له عجيبه،بې ساري، او خوندور پېيښت څخه جوړې دي ،چې په لوستونکي او اورېدونکي حيرانونکى او تل پاتې اغېز ښندي))
که چېرې په دې وخت کې د گويته قراني مطالعه وڅېړو، دې ټکي ته متوجه کېږو، چې نوموړي اراده لرله چې په عربي ژبه او ليکل زده کړي.
همدارنگه په دې ليکنه کې هغه پاڼې څېړو چې گويته پکې د قرانکريم ځينې اياتونه ياد داشت کړي دي. د (مگرلين او مارسي سي) لاتيني ژباړه ښيي چې گويته د قرانکريم د لسو مبارکو سورتونو، ځينې اياتونه يادداښت کړي وو. دا اياتونه زياتره هغه مبارک اياتونه دي چې د اسلام د مبارک دين بنسټيز درسونه او تعليمونه پکې نغښتي دي.
گويته په دې باور و،چې الله په طبيعت کې ظاهر دى، له همدې امله يې دا ايت شريف له ځان سره ياداښت کړى و، ژباړه: (ختيځ او لوېديځ ټول د الله دي، په هر لوري چې تاسې مخ واړوئ، هغه لوري ته د الله مخ دى ، الله د ډېرې پراختيا خاوند او په هر څه پوهېدونکى دى.) (د بقرې سورت ١١٥م ايت.
گويته په اسلام کې له توحيد څخه ډېر اغېزمن کېږي او وايي: د خداى په وحدانيت ايمان د روح د تقويت او ددې لامل کېږي ،چې روح لوړو درجو ته ورسېږي.
همدارنگه دده نورې څېړنې او د قرانکريم ايتونه دي چې نوموړى د پېغمبر (ص) څخه متاثره کېږي او د پېغمبر (ص) په اړه يې نېکو اوښو خبرو ته هڅوي. له همدې امله له قرانکريم څخه د ايت شريف يادداښت کوي ژباړه: (دغه کسان چې د محمدي رسالت له منلو نه يې انکار کړى دى،وايي پر دغه سړي باندې ددۀ د رب له لوري کومه نښانه ولې نازله نه شوه، ووايه د الله چې چاته خوښه شي ګمراه کوي يې، او هغه خپل لوري ته د ورتگ ﻻره هماغه چاته ښيي، چې هغه لوري ته وروگرځي ) د رعد سورت ٢٧م ايت.
په دې ډول په قرانکريم دا ابراهيم سورت څلورم ايت_ ژباړه : ( موږ چې د خپل پېغام رسولو لپاره هرکله کوم پېغمبر لېږلى دى، هغه ته مو هماغه د خپل قوم په ژبه پېغام ورکړى دى ،ترڅو چې هغه په ښه شان په روښانه توگه هغوى په خبره پوه کړي،بيا چې د الله چاته خوښه شي .گمرا کوي يې، او چاته يې چې خوښه شي سمه لاره ورښيي،هغه برلاسى او د حکمت څښتن دى. )
په گويته ډېر اغېز ښندي او په ١٨١٩ زېږدي کال کې يوه ځوان عالم ته په ليک کې ليکي: الله په قرانکريم کې حقيقت ويلي چې موږ هېڅ قوم ته پېغمبر نه دى لېږلى مگر د هغوى په ژبه.
په ١٨٢٧ زېږدي کال کې هم په يوه ليک کې کارلايل ته د قرانکريم دپورتني مبارک ايت ژباړه ليکي.
او همدا ټکي د ١٨٢٨ زېږدي کال په يوه ليکنه کې هم را اخلي.
د قرانکريم په اړه د گويته مطالعې نوموړي ته په ١٧٧٢ زېږدي کال ستره لاس ته راوړنه لرله، ځکه همدا انگېرنې وې چې د (محمد) په نامۀ د نمايشنامې په ليکلو لاس پورې کړي.که څه هم دا نمايشنامه دده په ژوند نيمگړې پاتې شوه او اجرا نه شوه ،خو ددې نمايشنامې ځينې برخې چې گويته يادداشت کړې دي په واضح او سپړلې ډول د اسلام د مبارک دين او د پېغمبر په اړه خورا ښکلي او په زړه پورې ياد داښتونه دي، او له همدې امله ددې اثر څېړنه له اسلام سره د گويته د ښو او نېکو اړيکو رابطه راښيي ، ددې ياداښتونو په کتلو سره مو د نمايشنامې په ځينو نمونو سترگې لگېږي،چې له اسلام سره د گويته د مينې په دليلونونو او د هغوپه څرنگوالي رڼا اچوي، په دې منځ کې يې دوه نمونې ډېرې علمي دي ، لومړى د حضرت محمد(ص) شخصيت او دويم د ژوند کولو لپاره د اسلام بنسټيز اصول ،چې گويته ددې دواړو اړخونو په مطالعې له اسلام سره مينه او علاقه پيدا شوې ده، ددې نمايشنامې يوه برخه ( د محمد نغمه) نومېږي ،چې د حضرت علي او فاطمې(رض) تر منځ مکالمه ده ، گويته دا شعر د ١٧٧٣ زېږدي کال په پسرلي کې چې تردې وخته يې د اسلام او پېغمبر(ص)په اړه ډېر کتابونه مطالعه کړي وو، ووايه. گويته په دې شعر کې د اسلام د پېغمبر شخصيت د بشريت د معنوي لارښود په توگه انځوروي، او د خپلې موضوع د تمثيل لپاره يو ستر سېلاب او ډېرې اوبه بهوي ،تر څو په دې ښه وسيله د حرکت پيل له يوې کوچنۍ نقطې څخه ستر معنوي قدرت ته ور رسېدلو ته ښه او بهتر بيان کړي، (هماغسې چې د باران کوچني ،کوچني څاڅکي راټولېږي، او بالاخره ستر سېلاب ترې جوړېږي ) ددې عظيم التحاده جريان پرمختگ او د پراخوالي ادامه درلودل او له يوۀ لوى اقيانوس سره يو ځاى کېدل ، د جلال او دبدبې نښه ده ، او خپله اقيانوس (سمندر) په دې نمايشنامه کې د حق ، سمې لارې او رښتونولي نښه ده، دا تمثيل ددې پېغام درلودونکى دى ،چې پېغمبر د خپلو نورو وروڼو روحاني استعدادونه او فطري تمايلات له خپل ځان سره يو ځاى کول چې له خپل ځان سره يې د درياب په لوري (د حق ، سمې لارې او رښتونولي په لوري وخوځوي) دا څاڅکي، اوبه ،نهرونه، او لښتي بالاخره سره يو ځاى کېږي او سمندر ته توئېږي.
د اسلام پر نورو ټولو په زړه پورې او له هر اړخه گټورو ژوندوني تعاليمو سربېره گويته په اسلام کې د توحيد مفهوم دې نمايشنامې ته مجبورکړى و.
همدارنگه گويته په اسلام کې په تقدير او قسمت هم ډېر باوري وو.
د گويته په نظر اسلام څښتن ته تسليمېدو ته وايي او هر څوک چې په اسلام باور لري ، هېڅکله هم د الهي خواستونو په مقابل کې نه درېږي ، گويته د خپل عمر په اواخرو کې پورتنيو مفاهيمو ته ډېره توجو کوله چې د بېلگې په توگه يې يادونه کوو:
په ١٧٩٢ زېږدي کال پر جرمني باندې فرانسې يرغل وکړ، گويته ونيول شو، ژوند يې په خطر کې ولوېد، دى وايي: ((دې خطر زه سخت وډارولم، او له ځان سره مې ويل چې ارومرو دې وژني ، يو ناڅاپه مې په تقدير او برخليک باور راغى ،زړه مې ډاډمن شو، په رښتيا هم چې اسلام مې په دې وخت کې تر ټولو ستر ډاډمن توب او لارښوونکى و.))
په ١٨٢٠ زېږدي کال کې يې مېرمن په ناروغي اخته شوه ، نوموړى يې په ناروغي ډېر خپه و،نو هغه وخت يې يوه ملگري ته په ليک کې وليکل : نشم کولاى په دې اړه تر دې ډېر څه ووايم مگر هغه څه چې اسلام فرمايلي دي په هغو عمل وکړم.
همدارنگه يوه بل ملگري ته په ليک کې ليکي: هر څوک بايد په خپله تصميم ونيسي، خو که چېرې غواړو ،چې خپل ځان ته جرات او جسارت ورکړو، نو موږ بايد ټول په اسلام کې ژوند وکړو او خداى ته تسليم شو.
گويته له خپل مرگ څلور اوونۍ مخکې په ٨٢ کلنۍ کې ليکي: دلته، هرچېرې،هرځاى انسان په دې فکر کې دى چې د سختو ستونزو او ناگواريو په مقابل کې مقابله ناشونې ده، خو که ډېر دقيق او کره ورته وگورو مومو چې انسانان کولاى شي خپل ځانونه له وېرې او ترس څخه وژغوري او په يوه ستونزمن کار غلبه حاصله کړي ،خو په دې شرط چې په اسلام کې فکر وکړي او په خداى توکل وکړي.
روښانه شوه چې گويته ډېر اسلامي مفاهيم تجربه کړي او خپلو ملگروته يې هم توصيه کړي دي.
او په دې اړه کاټرينا مومسن وايي په دې جملو کې له دقت وروسته پوهېږو چې گويته واقعاً هوښيارانه د اسلام د دين د تعاليمو له مخې ژوند کړى او پرلپسې يې هڅه کړې چې دا ښوونې نورو ته هم ورانتقال کړي.
د گويته د خبرو اترو له هغې ټولگې چې (اکرمن) له خوا را ټولې شوې دي، گويته پکې د اسلام ډېر ستاينې کړې دي: په جرمني باندې د ناپليون د يرغل پرمهال گويته له فرصت څخه په استفادې ، له هغو مسلمانو سرتېرو سره چې له روسي سرتېرو سره گډ و د مسلمانانو په باره کې د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره وليدل ، او د دوى په يو لړ مذهبي مراسمو کې يې هم گډون وکړ، د مسلمانانو دې مذهبي مراسمو په گويته سربېره، دده په ملگرو دومره اغېز وښانده ،چې دده ملگري او دوستان به د ښارکتابتون ته ورتلل ،چې ژباړل شوى قرانکريم د مطالعې لپاره امانت ترلاسه کړي. گويته مخکې له دې نه هم د قرانکريم ځينې برخې لوستلې وې، ځکه چې د (وايمار) سرتېرو په اسپانيا کې د جنگ پرمهال د قرانکريم ځينې مبارکې پاڼې چې اخرنى سورت (ناس) پکې ليکل شوى و له خپل ځان سره د ډالۍ په توگه راوړې وې. او گويته د جرمني له نامتو ختيځ پوه ( لورباخ) څخه وغوښتل چې دا مبارک سورت ورته وژباړي، او خپله يې هم په دې وخت کې هڅه کوله چې عربي ليک زده کړي.
گويته وروسته د ختيځ د شعرونو دېوان شعرونه وويل او دا په ټينگه انگېرل کېږي چې که چېرې نوموړي د اسلام په اړه دومره ډېر، معلومات نه درلودل ، د شعرونو دې ټولگې يې نشو کولاى اسلامي فضا په خپل ځان کې ځاى او منعکسه کړي. هغه سرچينې چې گويته يې د اسلام مطالعې او د ختيځ او لوېديځ دېوان ليکلو ته وهڅاوه، قرانکريم، نبوي سنت، او هغه کتابونه وو،چې د پېغمبر(ص) ژوند او سيرت پکې ليکل شوى وو.
لاندې ښکلى شعر چې د قرانکريم د بقرې سورت د ١١٥ ايت شريف مفهوم پکې نغښتى دى؛ له قرانکريم څخه د گويته اغېزمن توب ښيي؟
ختيځ د خداى دى،
لوېديځ د خداى دى
شمالي او سويلي سيمې د هغه په لاسونو کې ارامه او اسوده شوې دي.
همدارنگه په لاندني شعر کې يې د سورت اخلاص او د (اهدنا صراط المستقيم) ايت شريف مفاهيم نغښتي دي.
خداى يوازې يو دى
پاک او يګانه دى
نه زېږېدلى
نه څوک ترې زېږېدلي
او يوازې په دې صفتونو خداى ارزښت لري
چې په مقابل کې يې سر ټيټ کړې
ښوېدنې ما پرېشانه کوي
خوخدايه ته د دې توانايي لرې چې ما له دې پرېشاني وژغورې!
د عمل او شعر لوستلو پرمهال
خپله ته ماته لار راوښيه!
همدارنگه د سورت النحل د ١٧ ايت ژباړه:(هغۀ په ځمکه کې لارښوونکې نښانې وضع کړې او په ستورو باندې هم خلک لاره مومي.) څخه په مفهوم لاندې شعر ليکلى
ستوري په اسمان کې
په وچه او اوبو کې
په خپلې ځلا سره په لوړ اسمان کې
د تاسې د لارموندنې لپاره نښې دي
په دې توگه په خپل دېوان کې په ډېر ښکلي شکل په دې ايت شريف څخه (ان الله لايستحى ان يضرب….) ژباړه: ( هو: الله له دې نه هېڅکله شرم نه کوي ،چې د مياشي او ياله دې نه هم د کوم زيات حقير شي مثالونه راوړي، کوم خلک چې د حقې خبرې منونکي دي هغوى ددې مثالونو په ليدلو پوهېږي….. ) بقره سورت ٢٦ ايت
څخه اغېزمن شوى او خپله وايي: ايا زه له هغه تمثيل څخه کار وانخلم ،چې مينه ورسره لرم؟څښتن موږ ته ژوند په مياشي کې را واضح کړى دى.
په دې ډول ويل کېږي چې نوموړي د نورو عيسويانو په برعکس د مسيح له الوهيت څخه هم انکار کاوه او ځينې يې د دليل لپاره ددۀ له دېوان څخه دا شعرونه راوړي:
پاک مسېح په تکه تنهايي کې
دخداى ستاينه او عبادت کاوه
هغو کسانو چې مسېح يې د ځان لپاره په خدايي بدل کړ(نعوذبالله)
دهغۀ هغه پاکه لار يې پرېښوده
اغلې کاټرينا مومسن په دې باور ده چې د W نښه چې ځينې فکر کوي ،گويته د خپل نوم د لومړي توري په توگه په خپله سينه کښلى و، هماغه د الله (ج) عربي کليمه ده ،چې گويته په خپله سينې رسم کړې وه، او په دې ټول پوهېدل چې گويته کولاى شواى د خداى نوم په عربي ژبه وليکي.
په پاى کې خپله مقاله دده په دې شعر پاى ته رسوو چې د قرانکريم په باره کې يې ويلى دى.
ايا قرانکريم تل پاتې دى؟
د پوښتنې ځاى نه لري
هغه د کتابونو کتاب دى
هغه کتاب ،چې موږ ته د مسلماني لپاره بس دى.