د ناپوهۍ او بې علمۍ پر میدان د یوې ټولني پاته کېدل په اوسنۍ نړۍ کي ډېره کمزوري او سخته بې همتي ده، ځکه هره ټولنه او هر انسان د ناپوهۍ او بې علمۍ سره د مجادلې لپاره پیداسوی دی چي تیارې څیري کړي او د رڼا په څرک پسي ځان ورسوي او ځان د ناپوهۍ او بې علمۍ له تیارو څخه وباسي.
د دې لپاره چي خپل ملت او ټولنه د ترقۍ او ترفیع په لور بوزي. او دا هم یو څرګند حقیقت دی چي بې له علمه څخه ژوند بې هدفه وي،څوک چي علم او زده کړه نه لري هغه ژوند نه لري، کوم څوک چي زده کړه ونه لري د هغه په زړه کي د ملي درد احساس وجود نه لري.
په کومه ټولنه کي چي د ښووني او روزني پرمختګ نه وي هغه ټولنه وروسته پاتي ټولنه ده او تل د بدبینۍ،فساد،ناکامۍ،بد اخلاقۍ،فردي مضرتوب او ناوړه افتونو سره مخامخ وي. د یوې ټولني د جوړېدو غښتلوالی او پرمختګ د هغه ټولني ښه پوهه او زده کړه ده،زده کړه په یوه ټولنه کي د بریالیتوب احساس را ژوندی کوي،همتونه ټینګوي او مایوسي له منځه وړي، ټولنه د عزمت په لور بیایي،د نړۍ پس پاته ملتونه(ټولني) نن ورځ لوړېږي او د سیاله سره برابرېږي،مګر پښتني ټولنه چي د برم او لوړتیا خاونده وه لیکن ورځ تر بلي د لوړوالي څخه د کښته والي په لور ځي او د سیال سیالي ورڅخه پاتېږي او په دې ویښه نړۍ کي یې دې ویښ ژوند ته هیڅ فکر نسته.
که چېري د نړۍ پرمختګ ته فکر وکړو او ښه ورته وګورو هیڅ داسي ټولنه(ملت) به نه وي چي هغوۍ د شاتګ سره پرمختګ او د پرمختګ سره تر څنګ د شاتګ سره نه وي مخامخ سوي.ځکه بډایي او غربت،لوړوالی او ټیټوالی،تنګسه او استراحت پر هر ټولنه او هر انسان راځي او ځي باید هیڅ انسان خپل احساسات له لاسه ورنکړي.مایسي،کمزوري او وارخطايي احساس نه کړي.او ځان د بې علمۍ پر ډګر پرېنږدي.لکه چي د یونان ممتاز فیلسوف(افلاطون)ویلي دي:ـ ((که چیري یوه ورځ ستاسو مقام کښته سي خواشیني کېږي مه ځکه لمر هره ورځ لوېږي او سهار بیرته راپورته کېږي )).هو! نو موږ ته نه ښایي د بل د اوږو بار سو او د تیارو پر میدان د زړو نندارو په لیدو یو،موږ باید د اوسنۍ نړۍ سره سم ځانونه وخوځوو او ځان ته د نوي ژوند د نندارتون ور پرانیزو. داسي نه چي موږ ته دعلم او زده کړي زمینه برابره وي او لاره یې راته پرانستل سوې وي او موږ لا په هغو زړو تیارو کي اخته پاته یو بلکي د دې ملت لپاره باید څه ناڅه وکړو زده کړه ولرو او تر څو چي مي زده کړه لاسته راوړې نه وي نو د نړۍ سره به سیالي هیڅکله تر لاسه نه کړو. نو راځی!لا تر څو به په دې تیارو کي داسي ړانده پاته یو نور نو د زده کړي په لور حرکت وکړو او زسده کړه زموږ په انتظار کي ده.
په درنښت
احسان الله نیمګړی
ویښ ځوانان ادبي ټولنه
جنوبي پښتونخوا