کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ډیموکراسۍ مکافات !

د ډیموکراسۍ مکافات !

په ۲۰۰۱م کال کښې چې کله د نړۍ زورواک هیواد په یوه غریب او بیوزله هیواد باندې په دې تور چې ګواکې په دغه هیواد کې تروریستان او هغه خلک اوسي چې د نړۍ امن ته ستر ګواښ دی، یرغل وکړ او هغه څه چې باید نه وای شوي هغه یې وکړل او هغه څه چې باید دغه مهذبه (ددوی په تعبیر او تفسیر) نړۍ له دې وروسته پاتې نړۍ سره نه وای کړي هغه یې وکړل. د ډیر افسوس ځای دلته دی چې د نړۍ ډیرو په مسلمانو هیوادونو هم ورسره راغبرګه کړه چې باید دا هیواد او دلته هغه ځآلې ورانې شي چې زمونږ منافعو ته خطر او ګواښ پیښوي، خو دوی په دې نه پوهیدل چې همدا زورواک او وینې خوړونکی هیواد به ددوی دین، مذهب، کلتور، او هر ټول معنوي او مادي ارزښتونه تر خپلو خړو موزو لاندې کوي! او هغه پت او عزت چې دوی ته یې نیکونو په وینو ګټلی هغه به ورڅخه په ډیره ارزانه بیه ترلاسه کوي.
د طالبانو د نظام تر ړنګیدو وروسته په عمومي توګه دا تصور وو چې امریکا خلکو ته سوکالي راولي، خلکو ته به کار او دندې پیدا شي، خلک به له نورې نړۍ سره هر راز اړیکې پیدا کړي او خپلې ستراتیژیکې ګټې به سره خوندي ساتي. خو هغه څه چې له پآمه غورځول سوي وو هغه دین او مذهب وو. د کلیسايي او هیکلي راهبانو او ربیانو د غلامانو او تالي څټو له لوري دا آوازې د هیواد په ساره او اواږدو کې لکه د بریښنا په څیر وځغلیدې او خلکو ته یې په زړونو کې د غربي استعمار د ډار او هیبت کیسې په زړونو کې ورخښې کړې، خلکو ته یې دا څرګندوله چې دین او مذهب ستاسو لپآره څه وکړل؟ دین او مذهب ستاسو کور، مال، سر، او عزت خوندي نه ساتي! آیا ددین په نامه د جنګیدو سره تاسې دا دیرش کاله خپل ټول شته له لاسه ورنکړل؟ آیا تاسو خپل مور او پلار له لاسه ورنکړل؟ نو اوس سره لدې چې دا دومره قربانۍ مو ورکړې او هغه د دین ټیکه داران چې د دین جغ یې پر اوږو باندې سپور ګرځولو هغه څه سو چې ستا حق درکړي؟ ستا مال او عزت خوندي کړي، ستا ګیډه مړه کړي؟ او تا له دې تباهۍ او فلاکت څخه وژغوري؟
د همدارنګه استعماري پوښتنو د ځواب لپآره په دې ملت کې داسې څوک نسته چې په خلاص مټ داسې ځواب ورکړي چې هغوی بیا د خولې خلاصولو کوښښ ونکړي، او له بله پلوه د ملت دیني، سیاسي او کلتوري بې خبرۍ او ناپوهۍ داسې ګونګ او هک پک کړل چې ګواکې دوی رښتیا وایي، دا دیرش کلنه مقدسه جګړه هسې د روس جګړه وه، دا دومره قربانۍ او غورځې پرځې هسې ددې لپاره وې چې امریکا او غرب په دې هیواد باندې پښې ټینګې کړي، دا ددې لپاره وې چې نور د سیمې ملکونه پر مونږ باندې حکومتونه وچلوي، او پایله یې همدا وه چې مونږ باید نور هیڅ ونکړو ځکه چې زمونږ د هرې مبارزې پایلې او ګټې د غرب په تونل توییږي او هغو ته وربهیږي. نو پر دې اساس استعماریان وایي چې باید هیڅ کوم سیاسي خوځښت چې بنسټ یې پر خپلواکۍ باندې ایښودل شوی وي ورسره یو ځای نسۍ او نه باید ورسره مبارزه وکړۍ ځکه چې د خپلې تیرې دیرش کلنې مبارزې پایلو او ګټو ته وګورۍ چې څه سوې.؟ نو دلته نه کومه مبارزه کومه ګټه کوي او نه هم د مقاتلې کومه ګټه ښکاري.
ځکه : د اکثرو مبارزو او جهادونو سرلاري د استعماري حکومتونو شاګردان وو او د هغوی لاس نیوی یې کړی وو، دوهم: دا چې په لومړي سر کې هغوی په رښیتنې توګه سره د وطن د خپلواکۍ او د دین د سرلوړۍ لپاره جنګیدل خو وروسته مادي ګټو او طمعو دوی له لارې وایستل او ملت یې پر خرڅ کړ.
غرب په ډیر چل او هنر سره په امت مسلمه کې اسلامي تحریکونه او غورځنګونه وټکول او داسې یې بدنامه کړل چې اوس د سر پورته کولو جرات هم نشي کولای، د غورځنګونو سرلاري یې خپل ګوډاګیان وه، په کلیدي پوستونو باندې د همدوی تالي څټي ناست وو چې ظاهراً یې د اسلام نارې وهلې خو په باطن کې له سرې او سپینې ماڼۍ څخه پیچکاري کیدل. خو په دې ګرداب کې که داسې خلی راپیدا کیږي چې ځان ساحل ته ورسوي او دحق چیغه پورته کړي نو د ګرداب د مرداریو له لاسه نشي کولای چې خپل سر راپورته کړي، دا مرداري ډیره ده او بې کچې ده، یو ګیلاس شیدې په یو سطل خړو اوبو کې کومه اغیزه نشي ښندلای او نسي کولای چې په خپل سپین بدن د نورو تور او په چیکړو باندې ککړ بدنونه هم پاک کړي. او اوس یې په افغانستان کې خپل د خوښې نظام داسې جوړ کړ چې پرتلۍ یې ورته وهلي دي د نظام چارواکي په رقص کې بوخت دي او دوی ورته په خپلو لاسونو شراب په ګیلاسونو کې اچوي، موزیک یې ورته تر آخري حده جګ نیولی څو ونشي کړای د کونډې او یتیم چیغې واوري، څو ونشي کړای د ولس بیوزلي وویني… او دوی ورته ښه په درز کې چکچکې وهي هسې نه چې دا د خیام محفل یې سوړ شي.
ددغې انسان خوړونکې ډیموکراسۍ په نتیجه کې چې د غرب هغه ډالۍ ده چې زمونږ په وینو او اوښکو باندې پیرل شوې او اوس یې په مونږ باندې بیرته پلوري، نن په کابل، مزار، بامیان، کندوز، او جلال آباد کې په برالا توګه کلیساګانې جوړیږي، ورځ تر ورځې یې پیروان ډیریږي، او ورځ تر ورځې یې په رسنیو او نورو مطبوعاتي څانګو کې د حمایې او ملاتړ خبرې کیږي، د بشري حقوقو د کمیسیون لخوا یې پراخ ملاتړ کیږي ځکه چې بشري حقوق خو همدیته وایي چې ستا پر دین، ناموس، عزت، او حیا باندې کله تیری کیږي نو ته باید چوپ وې او که دې ځان وښورولو نو بیا به درته وایي چې د بشري حقوق ناقض یې، تر پښو لاندې کړي دې دي، او باید نړیوالې محکمې ته راکش سې… ! همدا د ډیموکراسۍ مکافات دي چې نن مې هغه دین چې رسول کریم صلی الله علیه وسلم په خپلو وینو ګټلی او پاللی پایمال کیږي خو داسې څوک نسته چې ورته ووایي چې ولې؟ نن هماغه غازیان په ډیر بد نامه سره یادیږي چې د بدر او احد په جنګونو کې یې دین تر موږ پورې راورساوه، خو داسې څوک نسته چې ورته ووایې چې ولې؟
همدا د ډیموکراسۍ مکافات دي چې په راڼه میدان باندې هلک او انجلۍ سره خوله په خوله شي، د ښار خلک دې ورته خاندي، په خندا او اله ګوله دې ورته د شاباس او آفرین نارې وهي، (دا محض دعوه نده دا زما خپل د سترګو لیدلی حال دی)، په ډیر بد لباس کې د عامو سړکونو پر سر باندې داسې ګرځي ته به وایې چې په خپل کور کې قدم وهي او ګواکې په دې نړۍ کې پرته لدې بل هیڅوک نسته…
ډیموکراسي د غریبو او مستعمرو دولتونو د جوړولو آله نده بلکه د ختمولو او د ریښې ایستلو آله ده چې ملتونه باید څرنګه د همدې آلې په وسیله باندې له منځه یووړل شي او له کاره ولویږي؟ څرنګه ددوی مذهب، کلتور، اونور معنوی ارزښتونه چې یوه ټولنه پرې ژوندۍ او ولاړه وي له منځه یوسي؟ په مصر او تونس کې چې استعماریانو څه باندې دیرش کاله خپل حکومت په مظلوم اولس باندې چلولو یو ناڅاپه له داسې تالاب سره مخ شول چې اوس له دوی څخه هم د تیښتې لاره ورکه ده، هغه ولس چې ددې ظالمو له لاسه یې خپل دین او مذهب له لاسه ورکړی اوس نو انشالله د دین او وطن بچي به یې بیرته ګټي. او همدا د استعمار لپاره ډیر غوره ځواب دی چې ددوی قوانین او اصول چې انسانیت او معنویت ته په سپکه ګوري په داسې ځمکه باندې چې هلته د زرګونو شهداوو د زړونو وینې لا تراوسه مشالونه ورکوي د منلو وړ ندي، او په همدې توګه په هیڅ اسلامي خاوره کې د استعمار ګوډاګیان د منلو وړ ندي.
په افغانستان کې: د ټولنې تر ټولو بدترینه، مفسد، او په هر رنګه بې غیرتۍ باندې ککړ خلک یې په دولت کې ځآی کړي دي ځکه چې د همدوی له لارې دوی کولای شي چې خپل مقصد او مرام ترلاسه کړي، د اولسونو استازیتوب یې دداسې چا په لاس ورکړی چې هغه خپله د اولس په منځ کې یوه شپه هم نسي تیرولای، د اولس په وینو یې لاسونه سره دي، د اولس د ناموس معامله یې هم له غرب او نورو غرب پلوه مستبدو حکومتونو سره کړې. د ملت په وینو یې تراوسه خوله سره ده او هغه د وینو بوی چې له خولې یې ووځي لا تراوسه دې ملت نده درک کړی، لا تراوسه پدې نه پوهیږي چې زمونږ دوست او دښمن څوک دی؟ د ډیموکراسۍ معنا څه ده؟ او مونږ ته څه کول په کار دي؟
همدا د ډیموکراسۍ مکافات دي: زور، ظلم، زیاتی، بې ناموسي، بې غیرتي، د ضمیر معاملې، د اولس ژوندي تیرول، د هر چا حق خوړل، په زور باندې ځمکې نیول، د شپې په کورونو باندې ننوتل، د معصومې پیغلې د عصمت لوټل، د معصوم تنکي ځوان په ګولیو سوري سوري کول، د دین او مذهب د نامه ختمول، د کلیسایي دین خپرول، د یهودیت خپرول، د اولس میړني په تروریست او وحشت باندې نومول، او همدارنګه په زرګونو نورې جعلي ټاپې چې د ډیموکراسۍ تر سیوري لاندې یې په خپلواکو او آزآدو ملتونو باندې لګوي څو ونشي کړلای راویښ سي او خپل هغه حق چې الهي او مدني نظام ورکړی وغواړي.
دې ته ورته يوه بله ليکنه