عمومي ځانګړني:
ژبه: پښتو
چاپ کال: ۱۳۵۹ ش
خپروونکی: د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځی
د مخونو شمېر: ۱ + ۲ + ۲۰ + ۱۱٦ = ۱۳۹ مخه
يادوني او سريزه: ۲۳ مخه
اصل متن: ۱۱٦ مخه.
موضوع او پېژندنه:
نومورکي مؤرخين د لوی استاد علامه حبيبي يو تاريخي اثر دئ، چي د هيواد ۱۳۸ تنه نومورکي مؤرخين او د هغوی آثار په کرونولژيک ډول معرفي کوي، له دغو مؤرخينو څخه ځيني داسي هم دي چي تر هغه مهاله ئې څېړونکو ته نام و نښان نه وو معلوم)۱(، خو د علامه حبيبي مرحوم د پراخو تتبعاتو او ژورو پلټنو په نتيجه کي نوموړي مؤرخين په لومړي وار افغاني څېړونکو او مؤرخينو ته وړاندي سول.
پر کتاب باندي لوی استاد علامه حبيبي يو کوچنوټی يادښت ليکلی دئ، په نوموړي يادښت کي لوی استاد داسي ليکي:
“زما د يادداشت په کتابچه کي دا (۵۰) کاله ځيني کتابونه يا د نومورکو تاريخ ليکونکو نومونه سره راټول سوي وو، چي کله کله به ما پخپله له هغو يادونو څخه کار اخيست او د بل چا لپاره د ګټي وړ نه وو.
يوه ورځ ښاغلي هيوادمل ما ته وويل چي دغه يادداښتونه که سره راټول سي او د يوه کتابګوټي په توګه چاپ سي، نورو ته به هم ګټور وي او فائده به يې عامه سي.
ما هم هغه ګرده سره راټول کړل او ده ته مي وسپارل چي دا دی د ده په همت خپرېږي. خدای دي خپلي ښې او ښادۍ د ده په برخه کي، چي په داسي کارو کي زيارونه ګالي)۱(“.
کتاب پر سپين کاغذ باندي په ګستنري ډول چاپ سوی دئ، چي د هغه مهال د خورا تنګو او محدودو چاپي امکاناتو حکايت کوي، په ډېرو ځايونو کي د چاپ له مغشوشتيا او پيکه والي څخه د کتاب متن ته هم خصاره رسېدلې ده او لوستونکی په خورا تکليف کولای سي خپل مطلب تر لاسه کړي.
نوموړی کتاب په ۱۳۵۹ ش کال د ميا فقيرالله جلال آبادي د مړيني د دوه سومي کاليزي په مناسبت د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له خوا چاپ سوی دئ، په سر کي ئې د علامه حبيبي يو مخيزه يادونه راغلې ده، ورپسې د خپروونکي مؤسسې يو دوه مخيز يادښت چاپ سوی دئ. وروسته د کتاب د اهميت او موضوع سره د ارتباط په ډول د ښاغلي سرمحقق زلمي هيوادمل له خوا په شلو مخونو کي يوه غوښنه سريزه د (مؤرخين د لوی مؤرخ له نظره) تر سرليک لاندي ليکل سوې ده، چي په نوموړې سريزه کي ئې د پښتنو د تاريخ او ادب په اړه د لوی استاد علامه حبيبي کار او څېړونو ته کتنه کړې ده او د پښتنو مؤرخينو او ليکوالو په اړه د دوی دغه اثر (نومورکي مؤرخين) د هيواد راتلونکو مؤرخينو او څېړونکو ته د يوه مؤثق او مستند مأخذ په ډول معرفي سوی دئ.
کتاب دوې لويي ځانګړني لري، يوه دا چي نومورکي تاريخ ليکونکي په ډېر لنډ ډول او خوږه ژبه معرفي کوي، بله دا چي د نوموړو تاريخ ليکونکو پر ليکلو آثارو هم ږغېږي، چي په دې توګه موږ د دوی د دغه اثر په برکت يو خو خپل نومورکي مؤرخين پېژنو له بله پلوه مو د ځينو نومورکو تاريخونو او ليکلو آثارو څخه هم خبروي چي تر هغه مهاله په افغاني مطبوعاتو کي ښه نه ول اوڅار.
دوهم چاپ:
تر څليرويشت کلن ځنډ وروسته دغه کتاب دوهم وار په ۱۳۸۳ش کال په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني او لوی احمدشاه بابا کلتوري مرکز په ګډه همکاري د (۵۰۰) ټوکو په تېراژ چاپ سو.
په نوي چاپ کي پخواني ټول مواد د مخونو په تغير چاپ سوي دي، فقط دوې زياتوني په دې ډول پر سوي دي چي يو خو پخواني چاپ عمومي فهرست نه درلود، په دوهم چاپ کي په شپږو مخونو کي فهرست ورته ترتيب سوی دئ، بله زياتونه د خپروونکي يادښت دئ چي په دوو مخونو کي پر چاپ سوی دئ. په دې حساب نو د کتاب ټول مخونه (۱۲۲) کېږي. د پخواني چاپ سره د دې چاپ تر ټولو لوی توپير په دي کي دئ چي دغه چاپ په کمپيوټر بڼه تر سره سوی دئ او د چاپ په اړخ کي ټولي هغه ستونزي چي پخواني چاپ لرلې دلته ليري سوي دي.