د هلمند ولايت د موسى قلعه ولسوالۍ ځايې قومي مشرانو د افغان لوړ پوړو چارواكو څخه غوښتنه وكړه تر څو موسى قلعه ولسوالۍ ورته په ولايت بدله كړى .
قومي مشرانو وويل كه چيري يې دا غوښتنه ونه منل سي نو په هلمند كي به د امنيت ټينګښت ناشونى كار وي .
د موسى قلعه ولسوال ملا عبدالسلام هم د قومي مشرانو غوښتنه پر ځاى وبلله او دا يې د موسى قلعه د ولسوالۍ د جغرافيايې موقيعت سره مناسبه وبلله .
د موسى قلعه ولسوالۍ په لسګونو قومي مشرانو د افغان لوړ پوړو چارواكو څخه دغه ولسوالي په ولايت داوښتلو غوښتنه وكړه .
قومي مشران وايي چې دولسوالۍ نفوس يي تردوه مليونو انسانانو زيات دي اودغه ولسوالي دشمالي هلمنددپنځوولسواليو مركز كيداي شي .
ځايي قومي مشران وايي چې دغه كار به په شمالي هلمندكې امنيت رامنځته كړي .
دموسى كلا ولسوال ملاعبدالسلام هم دقومي مشرانو دغه غوښتنه پرځاي بولي .
هغه له ارياناتلويزويون سره په يوې ځانګړي مركې وويل چي دوي دموسى كلا ولسوالۍ ټول تشكيل برابركړي اومركزي حكومت ته يي سپارلي دي .
عبدالسلام وايي چې په دغه اړه به په راتلونكى كې دقومونو يوه جرګه هم جوړه شي .
خووبه كتل شي چي مركزي حكومت دقومي مشرانو دغي غوښتني ته څه ځواب وايي .
موسى كلا ولسوالي دهلمندپه شمال كې پرته ده .
دغه ولسوالۍ دوې نيمي مياشتي وړاندي افغان اونړيوالو ځواكونو له وسله والو طالبانو څخه ونيول.