کور / راپور / په لغمان كې دلال پاچا ازمون او غفور ليوال نمانځنغونډه و شوه

په لغمان كې دلال پاچا ازمون او غفور ليوال نمانځنغونډه و شوه

د هېوادو ددوو ځوانو شاعرانو اوليکوالانو عبدالغفور لېوال او استاد لال پاچا ازمون په وياړ د لغمان فرهنګي بهير او دانش خپرندويه ټولنې لخوا يوه ستر ه  غونډه جوړه شوه.
عبدالغفور لېوال دهيواد او پښتو ژبې تکړه نازک خياله شاعر ، ليكوال او دسياسي چارو شنوونکى او افغانستان د سيميزو مطالعاتو د مرکز مشر دى.
استاد لال پاچا ازمون هم د هېواد دښي شاعري او ليكوالي  تر څنګ د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد او د ختيځې سيمې د ليکوالانو او ژورنالستانو د ټولنې مشر دى.



دغه غونډه چي د دلوي دمياشتي په اتم ماښام د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې جوړه شوې وه. په سټيج باندي هغه څوكۍ چې د استاد ازمون او ښاغلي ليوال  لپاره ځانګړي شوي وې ورسره خواكي استاد حبيب الله رفيع او د لغمان فرهنګپال والي عزيزي هم ناست ول ،چې بيا ښاغلي عزيزي خپله څوكۍ استاد برزين مهر ته پريښوده او په خپله له ګډونوالو سره يوځاى د تالار په منځ كې كيناست، دنوموړي داپيرزوينه  او د لوړ كلتور داكړنه په غونډه كې د ډيرو فرهنګي ملګرو لخواوستايل شوه اوځوان والي اقبال عزيزي ته يي دلاډيري خاكسارۍ او له خپلو هيواد والو سره د ميني دوعا وكړه .
د دانش خپروندويه ټولنې مشر  اسدالله دانش دخبرو په ترڅ كې وويل چې په دې غونډه کې  د بلخ، کندهار، هلمند، زابل، پکتيا، پکتيکا، لوګر، غزني ، کابل ، ننګرهار، نورستان، کونړ او کوزې پښتونخوا څخه راغليو شاعرانو، اديبانو او د ازمون او لېوال مينه والو ګډون کړي وو.
غونډه د قرآن پاك په څو مباركو اياتونو سره پيل شوه او ورپسي  دلغمان د فرهنګي بهير مشر  عبدالمعيد هاشمي غونډي ته پرانيستونكي وينا واوروله
ورپسي د لغمان والي محمد اقبال عزيزي ټولو راغليو مېلمنو ته هرکلى ووايه او زياته يي كړه، چې لغمان به په راتلونکي کې هم د داډول غونډو کوربه توب کوي.
 د علومود اکاډمۍ غړى او د هېواد تکړه ليکوال استاد حبيب الله رفيع غونډې ته پخپله وينا کې وويل چې پښتو ژبه ادبي او فرهنګي ټولنو ژوندۍ ساتلې ده.
هغه زياته کړه چې لال پاچا ازمون او عبدالغفور لېوال د پښتو ژبې د ادب او کولتور د ودې او پرمختګ لپاره ډېر خدمتونه کړي او ددې لارې دوه زيارکښ مخکښه ځوانان دي.



د بلخ پوهنتون استاد ډاکټر عبدالغني برزين مهر په دري ژبه خپله وينا وكړه او پر دا ډول غونډو جوړولويې  خوښي څرګنده کړه ، ده زياته کړه چې دا غونډې بايد يو ځاى پورې محدوده نه کړى شي بلکې نورو سيمو کې دې هم دا ډول غونډې جوړې شي.او دې لړۍ  ته دي ادامه وركړله شي 
نوموړي پر ملي وحدت د ټينګار کولو سره وويل چې د هېواد د ټولو ژبو دويونکو ترمنځ بايد يووالى رامنځته شي ځکه چې دده په وينا، ټول ددې هېواد اوسېدونکي دي. ټينګار يې وكړ چې په دي كي هيڅ شك نشته چې په تاسوكې هم يو څو ناروغان شته او په موږ كې هم  نو راځى چې ټول د وحدت لاسونه  سره وركړو چې ددوى ناروغي تر دوى پوري محدوده وپاتي شي
 هغه له چارواکيوهم غوښتنه وكړه چې د ادبي او فرهنګي غونډو په جوړولو کې له دا ټولنو سره مرستې وکړي.
د هېواد نوميالى ليکونکى اوڅېړونکى استاد محمد اصف صميم وويل : (( په داسې غونډو جوړېدو وياړم، داسې غونډې بايد هېوادنۍ شي.))
هغه  هم ازمون او لېوال د هېواد له ځوانو او تکړه ليکوالانو او شاعرانو څخه وباله او ددوى هلې ځلې يې وستايلې.




له کندهار څخه راغلي مېلمه تکړه ليکوال او شاعر عبدالاحمد محمد يار وويل چې ازمون او لېوال د معاصرو ادبياتو ځانګړي ليکوالان دي.
نوموړي له دغو دواړو وغوښتل چې د استاد اصف صميم پر پل ، پل کېږي دوى مخکې شي او ځوان ليکوالان او شاعران به ورپسې شي او د خپلې ژبې او کولتور لپاره به خدمت وکړي.




له کوزې پښتونخوا پېښور ښار څخه راغلي مېلمه اسرار اتل پر دا ډول غونډو جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې دې سره  د پولې ددواړو غاړو داوسېدونکو ترمنځ مينه او يووالى زياتېږي.
ليکوال او دسياسي چارو شنونکى قاضي محمد حسن حقيار هم په خپل وارسره وويل چې لېوال اوازمون دواړو ليکوالانو او شاعرانو خپلې ژبې او ادب ته ډېر کار کړى دى.
هغه ددانش خپروندويه ټولنې او لغمان فرهنګې بهير ستاينه وکړه، چې نوميالي په ژوندوني ستايي.
د غونډې په دويمه برخه کې مشاعره وشوه، چې د لر او برزيات شمير شاعرانو پکې برخه واخيسته.


په غونډي كي له كونړ څخه راغلي فرهنګپال  ملګري  شيرجان خاطر د فرهنګي دود او كلتور له مخي درى وړيني چپني او  وړين پكولونه ښاغلي ليوال ، ازمون ، او د لغمان والي ته دډالۍ په توګه وړاندي كړل ،ښاغلي سالارزي او انوري هم  ورته ډالۍ وړاندي كړې .
د مشاعري په تر څ كي هغو شاعرانو ته چې ملي او د  سولي پيغام لرونكي شعرونه يي  وويل له لسو زرو تر شلو زرو افغانيو پوري دښو شعرونو په ويلو سره ځينو شاعرانو نقدي جايزي هم وركړي
ديادونې وړ ده چې په تېرو دريو مياشتو کې دا  درېيمه لويه غونډه وه، چې ديادو شويو ټولنو لخوا جوړه شوه
له دې مخکې د هېواد د ستر غازي محمد شاه خان بابکرخېل او وتلي ليکوال استاد محمد اصف صميم په وياړ غونډې جوړې شوې وې.