کور / تازه خبرونه / هالنډهيوادله ايران سره خپلې ډيپلوماټيکي اړيکي ځنډولي دي

هالنډهيوادله ايران سره خپلې ډيپلوماټيکي اړيکي ځنډولي دي

دنوموړي هيواد دبهرنيوچارو وزارت وايي چې دغه پريکړه يي دايران له لوري ديوې ايراني توکمه هالنډۍ زهره بهرامي د ادام له امله کړى.
ديادونې وړده چې پرون ايراني چارواکواعلان وکړچې دوي دنشي توکو دليږدولو اوساتلو په توريوه ايرانۍ توکمه هالنډۍ ښځه په دار ځړولې ده.
له دې اعلان ورسته هالنډهيوادسمدستي خپلې ډيپلوماټيکې اړيکې له ايران هيوادسره وځنډه ولې.
تراوسه ايراني چارواکو دهالنډهيواد ددې پريکړې په اړه رسنيوته څه نه دي ويلي .