دباميانوولايت ځاى پوليس په دغه ولايت کې دوسلو ديوې زيرمې دکشفولو څخه خبرورکوي.
دنوموړي ولايت امنيه قومندانۍ وايي چې دوسلو دغه زيرمه يي ددغه ولايت له کهمردولسوالۍ څخه دځاى پوليس ديولړعملياتو په ترڅ کې کشف کړ ې ده .
دنوموړي ولايت دامنيه قومندانۍ چارواکي وايي چې تراوسه يي ددغو وسلو سره دتړاو په تورڅوک نه دي نيولي،خو په دې اړه يي پلټنې پيل کړي دي.