کور / تازه خبرونه / د عدليې وزارت ١٣ قوانين پارلمان ته لېږلي دي

د عدليې وزارت ١٣ قوانين پارلمان ته لېږلي دي

دعدليې وزارت وايي دهيوادملي شوراته يي ١٣ قوانين دتصويب لپاره ليږلي دي او هيله لري چې ملي شورا به دخپلو چاروله پيل سره سم په دې قوانينوبحث پيل کړي.
دعدلي وزارت دچارواکوپه ويناپه دغوقوانينوکې دمخابراتي خدمتونودسمون قانون،داساسي تشکيلاتوقانون او دسوداګريزوتړونونوقانون شامل دي.
ديادونې وړده چې له ډيرو ناندريو او نګونو وروسته دولسمشرحامدکرزي لخواملي شوراپرانېستل شوه او اوس په کار پيل کوي،چې دقوانينوتصويب يي له دريو بنسټيزو دندو څخه شمېرل کيږي.