د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه كي راغلي چي په دې ولايت كي هغه وسلې چي د روان كال په درشل كي د ملي امنيت له لوري د عملياتو او يو شمېر استخباراتي كړيو پر بنسټ نيول سوي وې نن رسماً د ډاياګ پروګرام ته وسپارل سوې . په خبرپاڼه كي د وسلو شمېر ۳۲ ميله ياد سوى چي په هغو كي ۱۵ ميله كلاشنكوف ، درې پيكا ماشينګڼي او نور دي.