کور / تازه خبرونه / هلمند : ۳۳ تنو ته درېيمه درجه تقدير ليكونه وركړل سول

هلمند : ۳۳ تنو ته درېيمه درجه تقدير ليكونه وركړل سول

دغه ۳۳تنه د هلمند ولايت اوسېد ونكي دي چي دلومړي ځل دپاره په ۱۳۸۸او۱۳۸۹كلوكي په دې كچه ددې ولايت اوسېدونكي دهيواد په پوهنتوكي لوړي زده كړي ترلاسه كړې چي د شنبې په ورځ ورته د هلمند ولايت د مقام دخوا د يولړمراسموپه ترڅ كي درېيمه درجه تقديرليكونه وركړل سول.
د مراسموپرمهال دهلمند والي محمدگلاب منگل گډونوالوته دخپلي وينا پرمهال دوى ،د دوى كورنيواوټولوهلمنديانوته مباركي وويله اوزياته يې كړه چي هيواد مودېرش كلنوجگړو ډېرځپلى خواوس دخوښۍ ځاى دئ چي په هيواد كي دزده كوونكوپرمخ د زده كړي دمركزودروازې پرانيستل سوې چي د دې څخه بايد گټه پورته اود بې سوادۍ پر وړاندي مبارزه وكړو.
دهلمند والي وويل چي سږكال په دې ولايت كي تر اووه سوو زياتوزده كوونكودكارنكورازموينه وركړه چي تر۳۰۰زياتي پكښي ښځينه زده كوونكي وې.