کله چه نړی خوار امریالیزم و غواړی یو د طبعی منابعو نه ډک هیواد اشغال کړی نو اول د هغه لپاره داسی لیاری چاری را منځته کوی چه هرڅه باید نارمل حالت ولری او څوک پدی ژر پوهه نشی چه زموږ وطن چا اشغال کړ، بلکه اشغالګر باید د نجاتګر په بڼه کی را داخل شی او له هغه سره برګ او تور لیوان د شپانه او پونده په بڼه کی باید اکټ وکړی ترڅو د خلکو پراخی پرکنی چه اشغالګران اود هغوی ګوډاګیان یی د د پسونو او میږو په رقم پیژنی تر ډیره وخته دا احساس ورته پیدا نشی چه دوی د لیوانو په منګلوکی دی او لیوان یی د خارجی بادارانو تر امر لاندی ژوند کوی او د مستقلی ارادی حق او صلاحیت نلری.
د پرونی ملی شوری چه په حقه هغه ته باید امریکایی شورای او یاهم د ناټو شوری وویل شی د اشغال یو د لمر پشان مثال دی چه هیڅ باوجدانه افغان له هغه څخه انکار نشی کولای ،یوازی هغه افغانان چه هغه هم ځانته او هم نورو افغانانو ته د ملل متحد تر عنوان لاندی اشغال ته اشغال نه وایی دانو زموږ د جنګ څپلی هیواد ستره بدبختی ده چه په حقیقت موروشنفکران په تاریک فکرانو بدل شول، جهادیان مو په غلو بدل شول او رهبران مو په لاس پوڅو او جاسوسانو بدل شول.داد تاریخ یو ژوندی واقعیت دی داچه یو څو د ګوتو په شمار رهبران تر وطن قربان شول له هغوی نه هم د پرون بیسواده او بی کفایته رهبران او دهغوی مُریدان، هم د پرون جهادیان اود نن بیغیرته غله ،هم د پرون خلقی او پرچمی وطنفروشان او هم د پرون طالب او د هغه بادار لاتر اوسه په ډیره ویره کی ژوند کوی،چه مبادا هغه رهبران چه تر وطن یی سر قربان کړ خو وطڼ ته یی خیانت ونه کړ بیا سر راپورته نکړی.
د وطن د اشغال په باب ژوندی حقایق دادی چه ملل متحد خپله د۱۹۹۲کال دملی روغی جوړی د اولی پلان د ورانوونکو په جمله کی راځی او داکار یی د ناټو او ماسکو په ګډه مشوره تر سره کړ نو ځکه یی د نورالمشایخ کورنی چه د سقاو د زوی په راتګ یی اصلی رول درلود دکشمیری سلطان حسین کورنی چه په ببرک کارمل مشهور وه په ۱۹۹۲ کی داسی دفعتآ تور او سره ،سره یوځای کړل چه د ملل متحد د روغی جوړی پلان پاته شو اوپه عوض یی د غلو انارشی رامنځته کړه چه نه تنها وطن یی چور او چپاول کړ بلکه د تاریخ په حساب یی د غلامی دوری ته ورساوه.
اوله سقاوی چه د انګلیسانو ستر او اولی انتقام وه ځکه چه د انګلیسی زاړه استعمار له ماتی وروسته چه په ټوله نړی کی یی د لومړی ځل لپاره د افغان غیرتی ولس له لاسه داسی ماته وخوړه چه لا تر اوسه یی ماغزه په کرار ندی نو د انتقام لپاره یی له بغداد نه راغلی مهاجر کورنی چه د حضرت مجددی په نام یی شهرت درلود انتخاب کړه او له غازی امان الله خان څخه یی انتقام د همدی اجنبی کورنی په وجود کی داسی واخیست چه یو ساده غل چه نه یی پلار سیواد درلود او نه هم بی سیواده غله یعنی حبیب الله کلکانی هغه یی د غازی په مقابل کی راپورته کړ او ددی غله په وجود کی یی انتقام واخیست.
د نورالمشایخ د کورنی په باره کی محترمه سنزل نوید په خپل درانه کتاب کی چه افغانستان در عهد امانیه نومیږی او محترم محمد نعیم مجددی هغه ترجمه کړیدی په
صفحه 210 در باره نابودی رژیم غازی امان خان چنین مینگارد :
بنا به گفته شاه اقا صدیق مجددی،در نوامیر 1928 یک ملاقات محرمانه بین حبیب الله بچه سقاء و بزرگ جان مجددی،مشهور به ملا بزرگ در منزل صاحب زاده عبد الله جان مجددی صورت گرفت.بزرگ جان مجددی(بزرگ آقا) که یکی از خلفای آخوند تگاو بود،ضمن مذاکرات با حبیب الله اظهار نمود که رهبران دینی در آغاز امان الله را بخاطر اعلان جهاد و مبارزه موفقانه اش به مقابل انگلیس حمایت کردند و او خود از جمله کسانی بود که جانشینی اورا به سلطنت تائید کرد،ولی امان الله خان بعد از مراجعت از سفر به روسیه شوروی،اسلام را ترک نموده و رفتارش بمقابل علمآ روز بروز تهدید امیز و ظالمانه تر گردید.درینوقت ملای بزرگ (بزرگ جان)اعلان کرد که امان الله مشروعیت قانونی خویشرا از دست داده و دیگر نمی تواند به صفت اولی الامر مورد اطاعت مردم قرار بگیرد.وی همچنان به حبیب الله کلکانی تعهد نمود که تا زمانیکه حرکات وی با شرعیت اسلام موافق باشد از وی حمایت خواهد کرد.در جلسه مشابهی که چند هفته بعد دایر شد،نقشۀ براه انداختن یک شورش عمومی به مقابل رژیم طرح گردید.
او د سلطان حسین کشمیری په باب محترم کاندید اکادیمیسن اعظم سیستانی داسی لیکی
محترم سیستانی در صفحه 167 کتاب مقدمه بر کودتا ثور و پیامد های ان می نویسند که:
” تلاشهای خستگی ناپذیر بینن سیوان و پافشاری نجیب الله بر تحقق مشی مصالحه ملی در سال 1991 و پس ازان بخاطر قطع جنگ و ایجاد یک حکومت فراگیر ائتلافی ( نه از ائتلاف شمال)که انتقال قدرت بدون خونریزی تحقق ببخشد به مرحله جدی خود نزدیک شده میرفت و این امید واری را تقویت میکرد که عنقریــــــــب کبوتر صــــــــــــــــــلح بر شهر و دیار افغانستان که از 14 سال د ر آتش جنگ برادر کشی سوخته و خاکستر شده میرفت ، بال و پر خواهد گشود و مردم رنجدیده افغانستان از بلای جنگ و ویرانی و فقر وگرسنگی نجات خواهند یافت.
امــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا متاسفانه که دشمنان صلح وطن و دوکتور نجیب الله و مشی آشتی ملی او در وجود برخی از پیشروان سیاسی حزب دموکراتیک خلق افغانستان یعنی حزب وطن بر آن شدند تا پروسه صلح و پلان ملل متحد را ناکام سازند و با سقوط قبل از وقت دولت نجیب الله بر آتــــــــــــــــــش دل پر حـــــــــــــــسرت خود آب بریزند و با این عمل خود نگذارند تا نجیب الله با تحقق اشتی ملی ، در تاریــــــخ نام نیکی کمائی کند که نسبت به رهبران کمونست پیش از خود برجسته تر بنماید. پس با ناکام ساختن پلان ملل متحد یکبار دیگر خود را بدنام تاریخ ساختند و بر بدبختی مردم افغانستان و مخصوصاٌ مردم پایتخت افزودند و کابل را با جمعیت دو میلیون آن در چنان تـــنــــوری از آتش ســوختند که تاریخ نظیر آن را به یاد ندار.”
او د ملل متحد د سولی د پروګرام د ناکامی په باب محترم فلیپ کاروین په خپل درانه کتاب داسی لیکی:
محترم فلیپ کاروین درصفحه 69 کتاب وزین شا ن بنام سرنوشت غم انگیز در افغانستان مینویسد که:
“بینن گفت که نجیب میخواهد تا حین انتقال قدرت به تعداد یک هزار نفر قوای ملل متحد به کابل ارسال شود.
اما این کار مشکل بنظر میخورد.کی پول مصارف آنرا خواهد پرداخت؟این تعداد پرسونل چگونه درین مدت کوتاه جمع اوری شود؟ما نباید در برابر خواسته های ناممکن دست و پاچه شویم.جلسه باید هرچه زودتر در ویانا دایر شود.حداقل در ختم ماه.متوقعم که سرمنشی ملل متحد نیز درآن شرکت کند .اشتراک او جلسه را حیثیت میبخشد و حمایت جامعه بین المللی را منعکس میسازد.”
پلات گفت که صدراعظم پاکستان در مورد شورای ماقبل انتقال و حکومت انتقالی سوالاتی دارد.او میخواهد بداند کی،چی را درکنترول میداشته باشد؟ قدرت اصلی در کجا قرار خواهد داشت؟(به نظر من این علاقمندیهای انحرافی است،پاکستان به وضاحت میخواهد از پراگندگی ایکه بعد از دورشدن نجیب ایجاد میشود بهره برداری کند تا اجنت های او بتوانند قدرت را در دست گیرند. پاکستان یک انتقال منظم قدرت را نمی خواهد زیرا درینصورت وابسته های آن قدرت را تصاحب کرده نمی توانند.)
بینن گفت در لست شورای بیطرف اشخاص قدرتمند جا داده شوند،وبه این دلیل است که او از گروپهای مجاهدین میخواهند تا کاندید های خودرا معرفی نمایند.بینن اخطار داد اگر”یکبار این پروسه بهم بخورد بمثابه انفجار آتشفشان است که باید مدتهای طولانی انتظار کشید تا گرد و غبار آن فرونشیند.”
حالا اگر این سوالات مطرح شود که تطبیق پلان صلح ملل متحد یک حکم خدایی بود که باید در وقت معین آن که خدای پروردگار حکم کرده بود باید تطبیق شود ویا یک مطلب انسانی و درعین حال آشتی بین طرفین متخاصم که ملل متحد میانجی آن بود؟ و میانجی وقتی به تطبیق فیصله شان حکم تطبیق میدهد که اطمنان هردو طرف متخاصم را حاصل بکند.درحالیکه بینن و کوردویز هردو از مداخله یکجانبه امریکا متآثر بوده واز خطر انفجار آتشفشان هوشدار میدهد!
محترم فلیپ کاروین در کتاب وزین شا ن بنام سرنوشت غم انگیز در افغانستان مینویسد که:
در صفحه 72 مینگارد که:
“نجیب الله به تعداد یکهزار عسکر بین المللی را درکابل تقاضا میکند،اما پاکستان شدیدآ در برابر این پیشنهاد عکس العمل نشان داده و معتقد است که برای چنین امری ضرورت وجود ندارد.
{این واضح است که پاکستان قوتهای را میخواهد که با پلان آن در مورد تسخیر کابل و نشان دادن حکومت تحت فرمانش در آنجا باوی کمک نماید.قوای بین المللی که در حفظ بیطرفی شهرت دارد مانعی است برای پیشبرد پلانهای پاکستان.علاوتآ منحیث یک ملت مسلمان هر پیشنهاد راکه از جانب کمونیستها ارائه شود نفرت انگیز میشمارد.با آنکه احزاب کمونیستی در صحنه سیاسی افغانستان احزاب قانونی اند. وشاید اصولآ در هر حکومت با پایه های وسیع و مصالحه وی سهیم گردند،پاکستان هیچ کدام آنرا قبول ندارند.و از آنجائیکه موقف شدیدآ اتنی کمونیستی پاکستان از طرف ایالات متحده حمایت میشود وبه خواسته های آن بدون توجه به اینکه چه نتایجی را بار میاورد،حرمت گذاشته میشود.طوریکه کوردویز و هریسن در مطالعات ارزنده خود میگوید که پالیسی امریکا در بخش اعظم این جنگ عبارت بوده از جنگ تا آخرین افغان،زیرا امریکا در همآهنگ ساختن پالیسی خود که بر حمایت از مجاهدین استوار بود مساعی صلح ملل متحد را حمایت کرده نتوانست.نویسنده کتاب کاروین}
او علاوه کرد که هنوز هم کسانی استند که قوتهای نظامی را با ارسال اسلحه اکمال مینمایند ،به عوض اینکه قطع ارسال اسلحه را متوقف سازند.”
محترم فلیپ کاروین در صفحه 81 مینگارند که:
“از جانب دیگر نجیب در لحظه کنونی نمی خواهد در قدرت جای داشته باشد. از چیزیکه در هراس است این است که ممکن است افغانستان بدست بنیادگرایان و دشمن عنـــعنوی افغانها یعنی پاکستان بیافتد.نجیب نمی خواهد شاهد آن باشد که حکومت جدید ، استقلال افغانستان را تسلیم دیگران نموده و یک دولت مذهبی ایجاد شود.”
اود افغانستان د اشغال په باب چه دا یوه زړه موضوع وه پدی باب محترم حصین صاحب داسی لیکی:
درین مورد محترم شاه محمود حصین در کتاب پرمحتوای شان تاریخی لویدنه در صفحه 29 چنین مینگارند که:
یو فرانسوي لیکوال په خپل کتاب ٬٬بن لادن:ممنوع حقیقت٬کې لیکي چې: امریکا له ۱۹۹۴ کال څخه را په دیخواپه افغانستان کې د آی اس آی په مرسته دداسې یوې واکمنۍ د راوستو غوښتونکې وه چې وکولی شی هلته خپلو موخو ته د رسیدو له پاره یو با ثباته واکمني را منځ ته کړي.په دغه بهیر کې سی آی اې په افغانستان کې دلاس لرونکو امریکائیانومرسته هم تر لاسه کوي. د۱۹۹۶کال دمارچ په میاشت کې په پاکستان کې د امریکا سفیر د پاکستان صدر اعظم دې ته اړ باسي چې دګازودپایپ لاین دتیریدو انحصاري امتیاز د یونیکال کمپنۍ ته ورکړې. د یو نیکال د مشرانو په لست کې د امریکا دپخوانیو پوځي مشرانو نومونه هم شته.د آرام سمندر د سمندري ځواکونوپخوانی قوماندان چارلز لارسون، دخلیل زاد نږدې ملګری دونالد رایس چې دجورج بوش په واکمنۍ کې دهوايي ځواکونو قوماندان و او نورپه همدې خبرو کې لیدل کیږي (وګوری افغانستان در آتش نفت)
اوس نو چه له یوی خوا د اشغال پخوانی ارمان اوله بلی خوا د اشغال لپاره د لیاری جوړل او شه شکلی او قانونی لیاره یی هم د ناټو د جاسوسی سازمان یا په بل عبارت ملل متحد په نامه د ګیدړی د قبالی تر لاسه کول کوم مشکل کارندی او د ملل متحد په نام د وطن اشغال ته نه اشغال ویل هم احمقانه عمل دی او هم له وطن سره خیانت دی .
ځکه همدا ملل متحد وه چه خپل لومړی پلان یی په مناسبه توګه تر سره نه کړ بلکه د پردیو وطن دښمنو کورنیو (نورالمشایخ،سلطان حسین کارمل) کورنیو ته یی په ډګر باندی وطن پریشود او له هغی ورځی تر ننه پوری هیڅ وطن پرست افغان له ملل متحد نه داغوشتنه نده کړی چه هغه اول د سولی پلان چا څنګه او په ځه شکل ولی وران کړ؟او ولی هغه زاړه جنایتکاران او اوسنی رهبران د ملل متحد محاکمی ته نه معرفی کیږی؟
اوس به نتیجی ته راشو چه وطن اشغال دی او هغه زاړه غله چه د نورالمشایخ او سلطان حسین تاریک المشاخ د ۱۹۹۲ کودتا په نتیجه یی وطن چور او چپاول کړی وه او کله چه له څو زرو پایلوڅو طالبانو او څوسوو تورو پنجابیانو نه وتیشتیدل او د وطن هرڅه هستی چه پلاس ورغله او هغه یی له ځانه سره د خواجه بهاوالدین غاروته یووړه اود بی ۵۲ په را شکاره کیدو سره بیا زمریان شول او کابل یی فتح کړ او بیایی هم ټول وطن د قانون پر اساس چور کړ،چوروی یی او که حال همداسی وی لا به یی چور او چپاول کړی.
دموکراسی یوه اجتماعی او کلتوری موضوع ده چه هغه نه په سوټی اونه هم په ډالرو منځته راځی بلکه هغه د سیواد په نتیجه کی په تدریجی شکل منځ ته راځی نو هغه بیسواده غله چه له سوټی،شکلاشینکوف ، بی ۵۲ او ډالرو سره د خلکو په سرنوشت او د ناټو د عصری سلاحو په زور قدرت ته ورسیدل،ایا هغه په دموکراسی پوهیږی؟
هغه متل دی وایی خره ته یی د ګلو غنچه نیولی وه هغه خوړلی وه.
نو اوس بیسواده غله باید د قدرت لپاره د امریکا ډالر د اروپا ایرو او د ایران تیل او د پاکستان فریبونه باید ټول سره یوځای کړی ترڅو د جګړی نه پرته قدرت ته د” ناولی” دموکراسی چه دنام اخستل یی د غلو لپاره شرم دی ،باید په قدرت کی پاته شی.
نو لازمه داده چه د وطن د نجات لپاره کار پیل شی نه داچه د اوسنی بشردوستانو تر تاثیر لاندی راشو او د ملل متحد تر نام لاندی د وطن اشغال ته لا نوره موکه ورکړشی.او دا د نن بشردوستان هغه وخت چیرته ول چه شکلی کابل په کنډواله بدل شو او له ۶۰ زرو زیات بیګناه افغانان د خیرخانی د جمهوریت په زمانه کی ووژل شول او وطن دوه واری زړو غلو لوټ کړ او یو ځلی هم د اسلامی اماراتو ،ملایکو، چور کړ او دی بشر دوست ته اوس نوی د بشر دوستی شوق ور پیدا شوی تر څو د ملل متحد لعنتی چوکات ته رحمتی شکل او رنګ ورکړی.خر هغه خردی که یی تور او یا سور رنګ کړی، یوازی به یی تناب تغیر وکړی او هغه به یو څه اوږد شی.
پای