د يادوني په ډول:
د پښتو د ادب، تاريخ او فرهنګ په ساحه کي د دوولسمي پېړۍ وروستۍ او ديارلسمي پېړۍ لومړۍ لسيزي د بخت او خوشبختۍ کلونه ول، دغه زماني مقطع د پښتو د ادب، تاريخ او فرهنګ د غوړېدني له پاره د ځانګړي اهميت څخه برخمنه ده، په دغو لسيزو کي د پښتو ژبي د ادب، تاريخ او فرهنګ سرلاري عالمان په يو ځايي توګه راښکاره سوي دي. موږ که اوس د خپل ادبي تاريخ ډېري پيکه خواوي روښانه وينو، دا د دغو لسيزو د هغو عالمانو له برکته ده چي د يو ځانګړي ذوق او فطري استعداد له مخي ئې خپلي ژبي، ادب، تاريخ او فرهنګ ته کار کړى دئ. په دغو لسيزو کي د پښتو او پښتنو د علمي، تاريخي، ادبي او هنري پرمختيا له پاره علمي او اکاډميک بنسټونه ايښوول سوي دي او د لا غوړېدو له پاره ئې ډېرو حقدارو پوهانو او نوماندو څېړونکو خورا ډېري ستونزي او ستړياوي ګاللي دي.
د دغو حقدارو او لويو عالمانو د سر په سړيو کي د لوى استاد علامه حبيبي ځاى خورا جوت او زموږ په ادبي تاريخ کي د زياتي پاملرني وړ دئ. علامه حبيبي مرحوم د خپل ادبي ژوند له پيله چي په کندهار کي ئې د طلوع افغان ورځپاڼي څخه راپيل کړى او له دغي لاري ئې د پښتو ادب او تاريخ د خورا زياتو ادبي ژانرونو د بنسټ ايښودني وياړ تر لاسه کړى دئ، وروسته ئې د خپل دغه زيار و زحمت لړۍ د پښتو ټولني، کابل پوهنتون، پوهني وزارت، تر وطن دباندي په تبعيدي ژوند او پرديسي کي، د افغانستان په انجمن تاريخ کي، د افغانستان د علومو په اکاډيمي او په ځينو نورو داخلي او خارجي اکاډيميکو مرکزونو کي د پختيا او عروج سرمنزل ته ورسوله.
ارواښاد علامه حبيبي د خپل اويا کلن ادبي او تاريخي خدمت په اوږدو کي د يوه دقيق مؤرخ، محتاط څېړونکي، پاخه نقاد، تکړه ژبپوه او خوږ ژبي شاعر په توګه د پښتو ژبي، ادب او تاريخ په باب خورا ډېر مستقل څو ټوکيز کتابونه، رسالې، ليکچرنوټونه او مقالې په خورا احتياط او کامله ايمانداري ليکلي او موږ ته په ميراث راپرې ايښې دي، د دې تر څنګ ئې د خورا ډېرو ضخيمو تاريخي، ادبي، مذهبي او ژبنيو آثارو د تصحيح، مقابلې او تعليقاتو په برخه کي د يوه دقيق او مؤفق ليکوال او عالم په توګه ستړياوي ګاللي دي.
د علامه حبيبي مرحوم څخه موږ ته تر سلو زيات مستقل آثار راپاته دي، چي د موضوعاتو په لحاظ خورا متنوع، د تحقيق او څېړني په ساحه کي خورا مبتکر او د تخليق په عرصه کي د پښتو ژبي، تاريخ او ادب له پاره د شهکارو آثارو حيثيت لري.
د دوي د آثارو لنډي يادوني او پېژندني په خورا زياتو کتابونو کي راغلي دي، خو که موږ د کتابښودني (Bibliography) د اوسني علم پر بنسټ او زموږ د ادب او تاريخ په برخه کي د يوه مبرم ضرورت په خاطر غواړو چي د دوى آثار و اوسنيو او راتلونکو نسلونو ته وروپېژنو نو بايد د ټولو هغو وضع کړو اصولو له مخي چي د کتابښودني د علم له پاره وضع سوي دي د دوى د کتابونو مشرحه پېژندنه وکړو.
زه به کوښښ وکړم چي د کتاب پېژندني د هغو اصولو له مخي چي ما ته ئې د پوهېدلو زمينه مساعده ده، د ارواښاد علامه حبيبي مرحوم آثار معرفي کړم، خو که د دغي معرفۍ په لړ کي کله ناکله د اصولو او پرنسيپونو څخه بې لاري کېدم، دا پړه به زموږ په ژبه کي د ياد سوي علم د پېژندني، څېړني او پوهېدني په باب د آثارو پر نه موجوديت ورواچوم، ځکه زه تر ډېر کوښښ او ځغاستو وروسته په دې ونه توانېدم چي په پښتو ژبه کي داسي آثار پيدا کړم چي زما سره د دغه کار په بشپړولو کي اصولي او کاډميکه مرسته وکړي.
دا چي د علامه حبيبي مرحوم آثار د بېلابېلو موضوعاتو په برخه کي دي نو بايد په معرفي او پېژندنه کي ئې د کتاب پېژندني هغه اصل چي د يوه عالم آثار د موضوعاتو په لحاظ تر طبقه بندۍ وروسته راپېژني معرفي سوي واى، خو زه په دې برخه کي ځکه معذور يم چي د لوى استاد علامه حبيبي ټول آثار په خپل اختيار کي نه لرم، د اوس له پاره چي څه زما په اختيار کي دي د هغو د پېژندني کار را شروع کوم، که زه په دې اميد خپل کار نور هم وځنډوم چي ته وده يو ځل بايد د علامه مرحوم ټول آثار تر لاسه او بيا ئې د موضوعاتو په لحاظ طبقه بندي او وروسته ئې نو معرفي کړم، زه فکر کوم چي تاوان به مي کړى وي، ځکه د داسي يوه عالم چي لومړى چاپي اثر ئې د ځينو څېړونکو په نظر په ۱۳۱۱ هـ ش او يا ۱۳۱۲ هـ ش کال او وروستى چاپي اثر ئې په ١٣٦٣ هـ ش کال چاپ سوى وي، دا به خورا مشکله وي چي د دغه پنځوس کلن لوى زماني واټن په اوږدو کي ټول کتابونه چي شمېر ئې تر سلو اوړي په يوه ځل رايوځاى کړم، هغه هم په داسي يوه ټولنه کي لکه افغاني ټولنه چي ټولو فرهنګي او اکاډميکو مرکزونو ئې د څو ډوله چپاو خوند څکلى دئ.
د اوس له پاره به زه د هغي وراشې پر بنسټ خپل کار راپيل کړم، چي وايي “څه تيار هغه د يار”، خو بايد ووايم چي په دغه تيارو آثارو کي نو د موضوع په لحاظ خورا مختلف آثار مخته راځي چي زه له يوه څخه هم لاس نه اړوم او هر يو معرفي کوم، که کله هم ما توفيق وموند چي دغه ټول آثار معرفي کړم، نو بيا وعده کوم چي هغه مهال به نو د يوه ځانګړي اثر او يا ځانګړي رسالې په توګه د کتاب ښودني پر ټولو اصولو مطابق خپل کار وکړم.
زما د اوسني کار طريقه په دې ډول ده، چي لومړى هر چاپي کتاب د هغه د ټولو مشخصاتو سره يو ځاى معرفي کوم، که چيري نوموړى اثر دوباره چاپ سوى وي او يا څو واره نور هم چاپ سوى وي د هغو ټولو نوو چاپونو او تغيراتو يادونه د خپل کار ضمني برخه بولم. که زما څخه بيا هم داسي اثر پاته سوى وي چي تر لومړي چاپ وروسته ئې دوهم چاپ سوى او ما نه وي ليدلى هيله ده دوستان به مي معذور وبولي.
په پای کي بايد يادونه وکړم، چي د دغسي يوه لوی او حقدار عالم د آثارو د معرفۍ له پاره بايد يوه مشرحه او هراړخيزه سريزه ليکل سوې وای، چي په هغې کي د دغه کار پر ارزښت، اهميت او ضرورت باندي خبري سوي وای، د دې تر څنګ بايد د افغانستان په مطبوعاتي ورشو کي د کتاب پېژندني په برخه کي ټول آثار معرفي سوي وای، خو زه بيا هم ځان ځکه معذور بولم چي ما تر دې ګړيه لا هم ټول هغه آثار نه دي تر لاسه کړي چي په هغو کي د پښتو کتابونو چاپي او خطي آثار معرفي سوي وي، د دغه کار کړنه هم هغه مهال ته معطله کوم چي کله دغه تاشي په تاشي ياداښتونه د کتاب په ډول علاقه مندانو ته وړاندي کېږي.
مطيع الله روهيال
۱۸ لېندۍ ۱۳۸۹ ش
۱ – اسماني نغمې او لاهوتي سرودونه
۲ – نومورکي مؤرخين
۳ – امير کروړ و دودمان او
۴ – نظری به ادبيات پښتو
۵ – امیر کروړ و دودمان او
۶ – د البيروني کتابښود
۷
۸
۹
۱۰
۱۰۰