د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يې لس تنه مشکوک کسان نيولي . ياد چارواکي وايي چي دغه کسان يې تېره ورځ د نادعلي ولسوالۍ د ګروپ شش او تريخ ناور په سيمو کي د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کي نيولي . چارواکي وايي چي ياد عمليات پر يوولس بجې پېل او د درو بجو پر شاوخوا پاى ته ورسېدل چي په پايله کي ياد کسان ، درې عرادې موټرسايکلان ، دوه لاسي بمونه او يو شمېر نور توکي ونيول سول .
چارواکي خپل لوري ته په ياده نښته کي د دوو پوليسو سرسرکي ژوبلېدل هم مني .