افغان االف لوبډلي خپله دويمه لوبه د اماراتو د ۱۹ کلنو لوبغاړولوبډلي څخه په ۳۲ منډو وګټله او سبا به د اماراتو د ۷ ولايتونو مشترکي لوبډلي سره چي د امارات ۱۱ ګډي لوبډلي سره الزيد د کرکيټ په کلي کي تر سره کيږي.
افغان الف لوبډلي پچه وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه په ۴۰ اورونو کي يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۱۹ منډي جوړي کړې او ۲۲۰ منډي يې مخالف لوبډلي ته هدف وټاکه.
دا افغان الف ملي لوبډلي په توپوهنه کي نن فضل رحيم نيازي د لوبډلي کپتان ۷۵ منډي، شېر خان ۴۰، رحمت الله ۲۳ او عبيدالله ۲۷ منډي وکړې.
افغان توپ اچونکو د مخالفي لوبډلي ټول لوبغاړي په ۴۹ اورو کي په ۱۸۶ منډو وسوځول.
د افغان لوبډلي زکي الله زکي ۴ ويکټې واخستلې چي درې يې په يوه اور کي وي.
همدارنګه عبدالله عادل نن د مخالفي لوبډلي ۳ لوبغاړي وسوځول.
يادونه لوبه ډې نايټ وه.
په اماراتو کي د الف لوبډلي مهال وېش په لاندي ډول دي:
افغان کرکيټ الف ملي لوبډلي لوبغاړي:
فضل رحيم نيازي( کپتان)، اول خان، نجيب ترکى، شکور ذکي، علي بهزاد، رحمت شاه، شېر خان، عبد العادل، عمران خان، نصرت قريشي، لعل خان، نسيم خان، عبيد کنړي، خوشحال خان
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه