ولسې جرګه هېواد کې د قانوني واک په درلود ، ملي او ولسې ګټو ته په ژمنتیا او د هغو په پلیتابه کې د هېواد په کچه ستره مرجع ګڼل کېدای شي . ولسې جرګه د یوه ولس د باور ، غوښتنو او هیلو هنداره ده . ولسې جرګه کې باید یوازې د ولس ریښتیني زامن ، ملي او سیاسي مخور او د هېواد او ولس ګټو ته ژمنې څېرې ګډون ولري .
خو دغه ولسې جرګه چې د ولسمشر کرزی په وینا سره يي پرون پرانیسته وشوه د افغانستان په تاریخ کې خورا توره ، شرمېدلې ، لاسپوڅې ، مافیايي ــ جهادي او سیکټاریستې جرګه ګڼل کیږي . دې جرګه کې د ګوتشمېره کسانو پرته د افغاني ټولنې رسوا څېرې ، ډاکوان ، جګړه مار، لنډه غر ، د پردیو تالې څټې او د ماقبل تاریخ پیریان او دیوان سره راټول شوي دي .
لکه څنګه چې څرګنده ده جرګې ته ددغو کسانو په راوستلو او ټولولو کې د سیمې او د ډېرو نورو هېوادو استخباراتي کړیو لویه ونډه اخیستې نو ځکه به جرګه د افغانستان د ملي ګټو پرځای د پردیو ګټو ته ژمنه وي .
که د نوې ولسې جرګې جوړښت ته یوه ځغلنده کتنه وشي هغې کې « د پښتنو استازو شمېر۹۸ تنو ته راټيټ شوی حال دا چې په تېره کې د ټولو ۲۴۹ استازو نیمايي پښتانه ول.
۷۲ چوکۍ د تاجکو په برخه شوي، د هزاره وو د چوکیو شمېر۵۲ دی .د ازبکو۱۹ او د نورو قومي لږکیو چوکۍ اتو ته رسېږي . ویل کېږي چې د پښتنو، ازبکو ، ترکمنو او نورو قومونو ونډه تاجکانو او هزاره ګانو ته ورکړل شوې ده. دا دوه قومونه د افغانستان د ټول نفوس په سلو کې شاوخوا ۲۵ جوړوي . په غزني کې، چې په سلو کې ۸۰ اوسېدونکي یې پښتانه دي او کندوز کې چې تر نیمايی زیات اوسېدونکي یې پښتانه دي، پښتانه استازی نه لري.په میدان وردک کې هم د پښتنو چوکۍ هزاره وو ګټلي دي.
په بلخ او بغلان کې هم، چې د اوسېدونکو د پام وړ فیصدي یې پښتانه جوړوي، دا ځل پښتانه نمایندګي نه لري.
په ګوندونو کې تر ټولو زیاتې چوکۍ د اسلامي ګوند پلویانو ګټلي. له مالوماتو سره سم د نوې ولسي جرګې ۱۶ تنه د اسلامي ګوند غړي دي. د برهان الدین رباني د اسلامي جمعیت د پلویانو شمېر۱۴ ته رسېږي . او دوه تنه د افغان ملت په ګوند پورې اړه لري . »
بلخوا ډاکټر عبدالله د ولسې جرګې د ټولو استازو له منځه ۹۰ تنه د ځان ګڼي او پرون يي په یوه څرګندونه کې وویل چې د ولسي جرګې د مشرتابه چوکۍ لپاره به د یونس قانوني څخه ننګه وکړي .
لکه چې پورته ورته اشاره وشوه ، په ولسي جرګه کي دوه لوري پیاوړي دي : د رباني د جمعیت او د اسلامي ګوند متحجر ، مذهبي توندلاري او نور سخت دریځه یوخوا او د یونس قانوني ، عبدالله عبدالله ، فهیم ، پدرام ، مهدي ، حفیظ منصور او نورو شریکباڼو په ګډون سیکټاریسټي پخوانۍ شمالټلواله بلخوا په ولسې جرګه کې غوړه ونډه لري . منځلاري او روڼ اندي ځواکونه چې په ولسې جرګه کې لږه ونډه لري او یا يي ونډه په نیشت حساب ده ددغو دواړو لورو په وزلوبه کې به پاس تاخچه کې ناست او ننداره به کوي . په دې وزلوبه کې به د رباني په مشرۍ اسلامي جمعیت د پولې دواړه خواوې خوري : د مذهبي توندلارو لکه اسلامي ګوند او نورو سخت دریځو سره به د پان اسلامیزم او سوچه اسلامي انقلاب افسانې غږوي او د خپل شمالټلوالې لنډه غرو سره به د فیډرالیزم ، خراسان د بیا احیا او د افغانستان د تجزيي سندرې سر کوي . شمال ټلواله به د ولسې جرګې تالار ته ، د ایران تر مشرۍ لاندې د فارسي ژبو د تمدن د حوزې خبرې رااچوي او په دې اړه به د پنجاب لورینه هم ځانته رااړوي او حکومت به کار ته نه پریږدي او د اسلامي ګوند او نورو مذهبي توندلارو لنډه غر به کابل کې په واک کې د پنجاب د ونډې ناندرۍ وهي . د ولسې جرګې نور ډاکوان او لنډه غر به چې په زیات لګښت ولسې جرګې ته راغلي ، د شمالټلوالې او مذهبي توند لارو د شوکمارانو سره د پيسو د بوجۍ خوله نیسي او په دې ډول به افغان ملت د یوې بلې دورې لپاره د ژرندې د دوو پلونو په منځ کې دلیږي .
لویدیځ او په تېره بیا امریکا چې په افغانستان کې يي نړیوالو ته د دیموکراسۍ د ځلولو په موخه ولسې جرګې ته په ټاکنو کې ۱۴۰ میلیونه ډالر لګولي او په دې پيسو يي په پوره ظرافت سره یو په یو د افغاني ټولنې ډاکوان او لنډه غر په ولسې جرګه کې راټول کړي کولای شي یوې دورې لپاره بیا هم د افغانانو د رنځونو او کړاوونو ننداره وکړي .
پرون مې د بیات ټولنې په یوې تلویزیوني مرکه کې د عبدالله له خولې چې د خپل کاکا هابلروک د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره امریکې ته تللی و ، واورېدل چې جوپې جوپې امریکایان د عبدالله د لېدلو او هغه سره د افغانستان په حالاتو د تبصرې لپاره هغه ته راغلي وو .
پوښتنه دا ده عبدالله او شمالټلواله خو پارلماني نظام غواړي ، په داسې حال کې چې افغانستان د امریکې په مرسته او سلا سره ریاستي نظام خپل کړی او د افغانستان په اساسي قانون کې هم همدا ریاستي نظام تسجیل دی ، نو بیا امریکا ولي د ریاستي نظام د پلویانو په وړاندې له هغه چاسره دریږي چې هغه سره د نظام پر سر بیخچن توپير لري . ایا دا دوه مخي او شرارت نه دی ؟
همدارنګه طالبان چې په بدو کلمو سره يي د ولسې جرګې غندنه کړي او هغه يي د امریکې د یوې پوځي قطعې سره ورته ګڼلي ، افغان ملت ته به وايي چې موږ خو تاسو ته پخوا ویل چې دغه جرګې ته استازي مه لیږۍ ، دا جرګه ستاسې ستونځې نه شي حلولای د هغې پر ځای د طالبانو په لیکو کې ودریږي . د ولسې جرګې اوسني قومي ترکیب چې د یوې چلوټې په پایله کې رامنځته شوی ، طالبانو ته به ښه پلمه شي چې پښتانه نور هم خپلو لیکو کې جذب کړي .
همدارنګه پنجاب به بیا د پښتنو د خوړل شوي حق په اړه په رسنیو او د طالبانو په ژبه دا بیان جاري کړي چې که د پښتنو په استازیتوب سره پنجاب د طالبانو ننګه ونکړي ، پښتانه اوبو وړي دي او بل څوک يي د ژغورون نشته .
په دې توګه وینو چې د ولسې جرګې لپاره ټاکنې په هېواد کې د جګړې د ختمېدو ، د سولې او امنیت د بسیا او د افغانانو د ځواکمنې واکمنۍ د ټينګتیا سره مرسته نه شي کولای . هغه ځواکونه چې ددې ټاکنو په پایله کې پر مقنینه څوکیو کیناستل یادو شویو موخوته ژمن نه دي . نوې ولسې جرګه به حکومت چې له هغې هم په فساد ککړ دی نور په لسګونو اوسلګونو ربړو ورواړوي .
پکار دا ده چې ټول افغانان او منځلارې ځواکونه د هېواد د خاورې ، حاکمیت او خپلواکۍ د ملاتړ په سنګر کې له خپل منځي توپيرونو تیر شي او د ژغورنې په یوه غورځنګ کې ټول سره یو موټی شي. د اوسنۍ ولسې جرګې چارې په کلکه وڅاري او پرینږدي چې جرګه د ایران د ګټو او د پاکستان او نورو هېوادو د موخو د یوې وسیلې پتوګه وکاریږي . په ولسې جرګه او دولت کې د ډاکوانو او سړیخورو پر وړاندې چوپ او غلي کینني او د رسنیو په ګډون له ټولو قانوني لارو دداسې څېرو په افشا کې لاس په کار شي .
بهرنیان موږ سره په تخنیک او نورو برخو کې مرسته کولای شي خو که ولسونه ویښ او بیدار نکړو
د هېواد او ولس د خوندیتوب او پرمختګ له کاروانه به تل روسته یوو .
اخځونه :
ــ بېلا بېلې بریښناپاڼې
د ۲۰۱۱ کال د جنوري ۲۷ مه
سرلوڅ مرادزی
کرزي د چهارشنبې په ورځ د لوېدیځ، ملګرو ملتو او بریالیو اعلان شویو کاندیدانو تر سخت فشار لاندې نوې ولسي جرګه پرانسته. د جرګې غړي به سبا سهار نهه بجې غونډه وکړي او د خپل مشرتابه کدر د مالومولو لپاره به خبرې وکړي.
طالبانو د نوې ولسي جرګې غړي د امریکا د خوښې کسان وبلل او ویې ویل هغه کسان بریالي اعلان شوي چې امریکا غوښتل.
ولسمشر کرزي هم نن یادونه وکړه چې د سنبلې په اووه ویشتمه نېټه د ولسي جرګې په انتخاباتو کې بهرنیانو پراخه مداخله وکړه.
ده د ولسي جرګې د پرانستلو په درشل کې هم ویلي وو چې لوېدیځوال د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او د قضايي اورګانونو د کار مخه نیسي.ده دا هم ویلي چې لوېدیځوالو بریالي اعلان شوي کاندیدان وهڅول چې زما له حضوره پرته ولسي جرګه پرانیزي.
خو د نوې ولسي جرګې او د دولت د دوو نورو اورګانونو ترمنځ لا لویه لانجه به وروسته له دې پیل شي چې ولسي جرګه اختصاصي محکمه غیرقانوني وبولي او خپل ځان ته قانوني مصونیت اعلان کړي.
کرزي تراوسه پوري بیا بیا هڅه کړې چې معترضو کاندیدانو ته ډاډ ورکړي چې اختصاصي محکمه به خپل کار ته دوام ورکړي او هغه کسان به له ملي شورا وباسي چې درغلي یې کړې ده.
خو د نوې ولسي جرګې اکثره غړي او همداراز د هغو لوېدیځ ملاتړي اختصاصي محکمه غیرقانوني بولي.
یوه جګپوړي لوېدیځ دیپلومات نن د نوم د نه خپرېدو په شرط رویټرز خبري اژانس ته وویل: نوې ولسي جرګه به سره له دې چې یو موټی او یو لاس نه وی خو د کرزي پرضد په مخالفت کې به فعاله وي.
ده همداراز وویل:«خاصه محکمه یوه کیلي ده —- فکر کوم چې ولسمشر به له هغې څخه د ولسي جرګې د ځینو غړو د لېري کولو لپاره استفاده وکړي.»
د امریکا متحدو ایالتونو وروسته له دې چې کرزي موافقه وکړه چې ولسي جرګه پرانیزی وویل چې د افغانستان نوې ولسي جرګه به له نژدې وڅاري.
کتونکي وايي چې امریکا په دې توګه دا پیغام درلود چې یوازې د ولسي جرګې پرانستل هم ورته د منلو وړ نه دي باید د جرګې غړي ونه خوځول شي.
د رویټرخبري اژانس د یوه تحلیل له مخې پخوانۍ ولسي جرګه ترډيره حده د ولسمشر له خوا منزوي شوې وه او تر اخره د دواړو ترمنځ مقابلې دوام وکړخو د افغانستان نوې ولسي جرګې ته زیات خلک په ډیرو مصارفو کامیاب شول نو ښايي نوي وکیلان د حکومت د هرې ورځې څارنې پر ځاي د خپلو انتخاباتي مبارزو د مصرف د بیرته تر لاسه کولو هڅې وکړي .
رویټر لیکي یوه بله مسله دا ده چې په انتخاباتو کې ډیرو پښتنو د رایې ورکولو موقع پیدا نکړه . دا به د نوې شورا اعتبار متاثره کړي او د تشدد په زیاتیدو کې به یې هم ونډه زیاته وي .
کارپوهان په دې باور دي چې د پخوانۍ ولسي جرګې له جوړښت څخه د ولسمشر له نا رضایتي سره سره ، نوې ولسي جرګې یو شمیر فعال خلک او هغه چې په زغرده یې خبرې کولې له لاسه ورکړي دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که نوې ولسي جرګه لټه او غیرفعاله وي نو د افغانانو په منځ کې به د بې تفاوتۍ احساس پیدا شي او دا نظریه به مړاوي کړي چې ډيموکراسي داسې حق دی چې ګټه یې خلکو ته رسیږي او له حکومت سره حساب کتاب کوي .
د رویټرز له مخې ډیر خلک انتخاباتو ته د هغې لارې په سترګه ګوري چې پراساس یې جنګ سالارانواوپه فساد تورنو کسانو قانوني مصونیت پیدا کړي .
د نوې ولسي جرګې ترکیب ته کتنه:
ویل کېږي چې په نوې ولسي جرګه کې د پښتنو استازو شمېر۹۸ تنو ته راکم شوی حال دا چې په تېره کې د ټولو ۲۴۹ استازو نیمايي پښتانه ول.
۷۲ چوکۍ د تاجکو په برخه شوي، د هزاره وو د چوکیو شمېر۵۲ دی.د ازبکو۱۹ او د نورو قومي اقلیتونو چوکۍ اتو ته رسېږي.
ویل کېږي چې د پښتنو، ازبکو ، ترکمنو او نورو قومونو ونډه تاجکانو او هزاره وو ته ورکړای شوې ده.دا دوه قومونه د افغانستان د ټول نفوس په سلو کې شاوخوا ۲۵ جوړوي.
په ګوندونو کې تر ټولو زیاتې چوکۍ د حزب اسلامي پلویانو ګټلي. له مالوماتو سره سم د نوې ولسي جرګې شپاړس غړي د اسلامي حزب غړي دي.د برهان الدین رباني د جمعیت اسلامي د پلویانو شمېر۱۴ ته رسېږي.
په غزني کې، چې په سلو کې ۸۰ اوسېدونکي یې پښتانه دي او کندوز کې چې تر نیمايی زیات اوسېدونکي یې پښتانه دي، پښتانه استازی نه لري.په میدان وردک کې هم د پښتنو چوکۍ هزاره وو ګټلي دي.
په بلخ او بغلان کې هم، چې د اوسېدونکو د پام وړ فییصدي یې پښتانه جوړوي، دا ځل د پښتانه نمایندګي نه لري.
تركيب پارلمان جديد افغانستان بر اساس يك تحقيق
________________________________________
25.01.2011 گران افغانستان
کابل – مركز مطالعات ستراتیژيك كابل نتايج تحقيقات خود درباره تركيب جديد پارلمان افغانستان را از لحاظ سهم اقوام و احزاب اين كشور منتشر كرد. بر اساس تحقيق انجام شده از سوي مرکز مطالعات پارلماني مركز مطالعات ستراتیژيك كابل، در اين انتخابات طرفداران دولت موفقيت چنداني براي ورود به پارلمان نداشته اند، در حالي كه ائتلاف “تغيير و اميد” به رهبري “عبدالله عبدالله” كه اپوزيسيون دولت افغانستان است ادعاي اشغال 90 كرسي را دارد.
بر اساس تحقيق اين مركز مطالعاتي، “حزب اسلامي” كه برخي از اعضاي سابق “حزب اسلامي حكمتيار” نيز در آن حضور دارند و رياست آن را “عبدالهادي ارغنديوال” به عهده دارد، 16 فیصد از كل اعضاي پارلمان يا به عبارتي دیگر 41 كرسي را به خود اختصاص داده است. نتيجه تحقيق اين مركز نشان ميدهد كه 14 تن از اعضاي حزب “جمعيت اسلامي” به پارلمان راه يافته اند.
بر اساس اين منبع، حزب “وحدت اسلامي مردم افغانستان” به رهبري “محمد محقق ” توانسته است كه هشت كرسي پارلمان را به خود اختصاص دهد و حزب “وحدت اسلامي افغانستان ” به رهبري “كريم خليلي” فقط پنج كرسي را به خود اختصاص داده است. نتيجه اين تحقيق نشان مي دهد كه عامل قوميت تاثير عميقي بر نتيجه انتخابات داشته و “هزارهها” بيشتر از ساير اقوام در اين انتخابات شركت داشته اند.
بر اساس اين گزارش، حضور نمايندگان هزاره در پارلمان افزايش يافته در حالي كه نمايندگان پشتون كاهش يافته اند. اين بررسي نشان مي دهد كه چهار كرسي را “حزب پيوند ملي افغانستان” به رهبري “سيد منصور نادري” و 4 كرسي ديگر را احزاب چپ كه مربوط به جريان هاي كمونيستي هستند به خود اخصاص داده اند.
حزب “حزب افغان ملت” فقط توانسته است كه 2 عضو در پارلمان داشته باشد. در اين گزارش آمده است كه پشتونها 96، تاجكها 53، هزارهها 61، ازبكها 15، ايماقها هشت عضو در تركيب پارلمان جديد دارند. پارلمان افغانستان 249 عضو دارد و قرار است دومين پارلمان افغانستان روز چهارشنبه افتتاح شود.
ـــــــــــــــ
د ولسي جرګې ځینې بریالي اعلان شوي کاندیدان په خپل سر ولسي جرګه پرانیزي
Thursday, 01.20.2011, 03:41pm (GMT)
تاند(پنجشنبه/جنوري۲۰) فرانس پریس خبري اژانس ته د ولسي جرګې ځینو بریالیو اعلان شویو کاندیدانو ویلي چې دوی د خاصې محکمې غوښتنې او د ولسمشرکرزي موافقې ته درناوی نه کوي او له مخکیني اعلان سره سم د جنورۍ په درویشتمه (د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې ورځ) په ولسي جرګه کې پر خپلو چوکیو کښېني.
وروسته له دې چې په ستره محکمه کې د انتخاباتي درغلیو د قضیو د څېړلو لپاره جوړې شوې خاصې محکمې له ولسمشرکرزي څخه وغوښتل چې د انتخاباتي درغلیو د څېړلو لپاره لږ ترلږه یوه میاشت نور وخت ورکړي، کرزي د کب درېمه د نوې ولسي جرګې د پرانستلو لپاره وروستۍ نېټه وټاکله او ویې ویل چې نور به د ولسي جرګې د پرانستلو وخت ونه ځنډوي.
په داسي حال کې چې احتمال شته خاصه محکمه د سنبلې د اووه ویشتمې نېټې انتخابات کاملاً یا قسماً باطل اعلان کړي د یوشمېر بریالیو اعلان شویو کاندیدانو اصرار چې ولسي جرګه د ولسمشرکرزي له حضوره پرته پرانیزي، کېدای شي یو بل بحران رامنځته کړي.
له بدخشان څخه بریالۍ اعلان شوې کاندیدې فوزیې کوفي، چې د انتخاباتو په ورځ یې تر ټولو وړاندې د پراخو درغلیو شکایتونه کول، فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي :«موږ فیصله کړې چې که ولسمشر جرګه پرانیزي یا یې نه پرانیزي. موږ د یکشنبې له ورځې جرګه پرانیزو او خپل کار پیلوو.»
دې همداراز وویل چې که په دې کار کې نور ځنډ راشي نو سیاسي بحران به رامنځته شي.
د جرمني خبري اژانس ډي پي اې وايی چې په درو کې دوه برخې بریالي اعلان شویو کاندیدانو د پنجشنبې په ورځ(نن) په کابل کې په خپل منځ کې موافقه وکړه چې د ولسمشرله حضوره پرته به ولسي جرګه راتلونکې اوونۍ پرانیزي.
دوی وویل د جنورۍ ۲۳ مه د یکشنبې ورځ په خپله ولسمشر ټاکلې وه ځکه دوی غواړي چې په دغه ورځ خپل کار پیل کاندي.
د افغانستان له اساسي قانون سره سم د ملي شورا افتتاح د ولسمشر مسوولیت دی.
مېرمن کوفي وايي ، سمه ده چې د ملي شورا پرانستنه د ولسمشر دنده ده خو کله چې هغه په خپل دې کار کې پاتې راشي بیا موږ مجبورېږو چې دا کار په خپله وکړو ځکه موږ هم د خپل ولس په وړاندې مسوولیتونه لرو.
د ډي پې اې د راپور له مخې یوه بل بریالي اعلان شوي کاندید د مېرمن کوفي ادعا رد کړه چې اکثره کاندیدان د ولسي جرګې په پرانستلو سلا شوي.
هغه وویل چې اویا کاندیدانو موافقه وکړه چې د فبرورۍ تر ۲۲مې(د کب درېمه) پوري باید صبر وکړو چې ولسمشر د نوې ولسي جرګې د پرانستنې لپاره ټاکلې ده.
ده، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل، همداراز وویل: موږ نه غواړو چې نورې ستونزې جوړې شي.اوس هم کافي مشکلات لرو.
کارپوهان وايي چې خاصه محکمه ،چې لږترلږه پر څلورسوو قضیو غور کوي، ممکن د سنبلې د اووه ویشتمې نېټې ټول انتخابات باطل اعلان او د نویو انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه وکړي .
ـــــــــــــــــ
وقتـــی آقـــای کـــرزی میبازد!
مقـــــــالات – ســـــیاسی
نوشته شده توسط ماندگار
دوشنبه ، 4 بهمن 1389 ، 23:55
سرانجام آقای کرزی تسلیم تنش و نبرد سخت شده و پذیرفت که مجلس نمایندگان جدید به روز چهارشنبهی هفته پیش رو، گشایش یابد.
برای نخستین بار است که ظاهراً آقای کرزی به اقتضاآت قانونی و فشارهای اذهان جمعی تن درمیدهد. رسانهها در ساعات اولیه بعد از ظهر روز شنبه اعلام کردند که آقای کرزی قبول کرده که دادگاه ویژه لغو و موارد جرمی از مجرای مراجع عدلی و قضایی کشور پیگیری گردند. این خبر به سرعت پخش شده و مایه خرسندی افکار عامه و طیفهای گوناگون جامعه گردید.
مدتهای زیادی بود که اذهان جامعه کاملاً در یک وضعیت آشفتگی قرار داشته و قانون از حرکت باز مانده بود. حرف اصلی این است که چرا آقای کرزی در لحظات حساس بازی و اوج تنشهای ایجاد شده میان او و نمایندگان پیروز، ابزار و وسایل نبرد خود را از میدان جمع کرده تسلیم میگردد؟ او از ایجاد دادگاه ویژه و دور باطلبازیهایش، چه چیزی را میخواست به دست بیاورد؟
بدون شک آقای کرزی در این کارش سه هدف عمده را دنبال میکرد تا سرانجام به یکی آن دست یابد. در قدم نخست موضوع ابطال نتایج انتخابات روی دست بود؛ چون ذهن آقای کرزی از دیدگاههای متناقض و هولناک اطرافیان و مشاورینش نسبت به ترکیب جدید مجلس پر شده بود.
او را به شدت از پیامد ناگوار عملکردهای پارلمان جدید – البته با درونداشت کنونی – ترسانده بودند؛ بناً مسألهی لغو انتخابات در پیوند به این اندیشه، در دستور کار قرار داشت و آگاهان، فلسفهی وجودی دادگاه ویژه را – حداقل در فیصدی بلند مأموریت آن – انجام یک چنین امر بزرگی میدانستند.
حرف دیگر که پس از ناکامی گزینهی نخست، قابلیت استفاده را داشت، نامشروع نشان دادن پارلمان جدید بود. بدون شک وقتی انبوهی از شکایتها در بارهی تقلبهای انتخاباتی بیرون میشود و آنها هر روز تیتر نخست رسانهها را احتوا میکنند، قطعاً بر مشروعیت پارلمان بعدی تأثیر میگذاشت.
البته این تفکر با قوت تمام دنبال گردید؛ دادستانی کل از طریق مراجعهی نامزدان معترض و درخواستهای برخی از اعضای آن نهاد، به رقم بسیار وحشتناک تقلب و تخلف دست یافت. گفته میشود اوراق شکایتهای رسیده از سوی نامزدان معترض در دادستانی کل، به چند بوری رسیده بود و دادستانی کل آنها را به دادگاه ویژه تحویل داد. اینکه دادگاه ویژه به چه تعداد ورقهای دیگر از همان نوع و جنس، دست یافت، خدا نیک داناد!
اگرچه شماری از شکایتهای رسیده به دادستانی و دادگاه ویژه در مورد برخی نامزدان پیروز، بدون شک بهحق مینمود، ولی تأسف در این است که همین موارد اصلی نیز با انگیزههای دیگر خلط شدند و بناً تر و خشک در آتش درگرفته، به صورت یکسان سوختند. مسألهی نامشروع نشان دان مجلس دوم، یقیناً از میزان کارایی و تأثیرگذاریاش در برابر تصامیم حکومت میکاست و اکنون دیده میشود که این اهرم کارکر افتاده است.
تیم رییس دولت خوب میفهمیدند که در پهلوی یک رییسجمهور زخمی و علیل، یک مجلس نیرومند و عاری از هرگونه نقص و زخم، قابل تحمل نیست و اینگونه مجلس، به سادگی میتواند با عملکردها و یا هم خواستههای آنها اعمال نفوذ کند.
محور فعالیتها و مواضع دادگاه ویژه را هم بیشتر همین مسأله فرا گرفته بود. رییس دادگاه ویژه بارها مجلس جدید را نامشروع خواند. او گفته بود که گشایش یک مجلس سراسر تقلبی، نادرست و نامشروع میباشد. داستانی کل هم در همین دایره، تلاشهای فراوان انجام داد و بارها مقامهای این نهاد، نتایج کار کمیسیونهای انتخاباتی را شبههآمیز و یکجانبه دانسته و مجلس جدید را نامشروع خواندند.
گفته میشود دادستان کل در یک نشست خصوصی، گفته بود که او خودش انتخابات را باطل اعلام میکرد؛ اما چون در این کار طرف واقع میشد، آن را به دادگاه ویژه سپرد.
مورد سوم که کار گشایش مجلس دوم را یکی پیهم به تعویق انداخت، استفاده از فرصتها و خلأهای پیش آمده به نفع حکومت بود؛ در واقع با این کار میخواستند از آب گل آلود، ماهیهای دلخواه صید کنند. تیم رییسجمهور حتا دو روز فاصله را برای انگیزههای خویش، غنیمت بزرگ به شمار میآوردند؛ به همین منظور رایزنیها و بگو مگوهای مختلف در این فرصتها به عمل آمد.
آقای کرزی در تلاش بود اگر نتواند انتخابات را لغو کند و اگر نمیتواند افرادی را از جمع نامزدان برنده، به اتهام تقلب بیرون کرده و مشروعیت مجلس را زیر سوال ببرد، حد اقل در فرصتهای پیش آمده، میتواند میزان نفوذ خود را در میان نمایندگان گسترش دهد. این معادله، یقیناً به صورت جدی دنبال گردید و با استفاده از زمینههای گوناگون، دستاوردهایی نیز در پی داشت؛ دیدارهای خصوصی، تماسهای تلیفونی، تحفههای زیردستی و مهمانیها و…، مظاهر تحقق این هدف به شمار میرفتند.
آقای کرزی با این کار نیز دو هدف را در کوتاهمدت و درازمدت درنظرداشت: یک، با نفوذ بیشتر به مجلس جدید و ایجاد پل دوستی فیمابین حکومت – نمایندگان، نخست کمک میکرد چهرهی مورد نظر وی به کرسی ریاست پارلمان برسد و دوم، این کار در درازمدت، زمینههای اعمال نفوذ گسترده را فراهم میآورد.
اکنون که دو گزینهی قبلی، نقش بر آب شدند و مجلس جدید در آستانهی گشایش قرار گرفت، مشخص نیست که آقای کرزی و مشاورانش به چه پیمانه به این هدف دست یافتهاند. البته این مسأله در شروع مجلس و جریان انتخابات ریاست پارلمان، بیرون خواهد شد.
به هر صورت، پس از این نیز آقای کرزی میتواند با استفاده از سازوکارهایی که نزد خودش فراهم کرده، موضوع را دنبال کند.
با اینهمه، چیزی که آقای کرزی را وادار به تسلیم شدن کرد نه افکار پریشان عامه بود و نه فشارهای ممتد نمایندگان پیروز– شاید واکنشهای تند نمایندگان تا حدی موثر افتاده -، و نه تحلیل و مواضع تند رسانهها؛ بلکه شاخصی که بازهم آقای کرزی را از میدان بیرون کرد، فشارهای شدید کشورهای خارجی بود.
تا هنوز تجربه نشان داده که آقای کرزی کمترین التفاتی به افکار عامه و فشارهای رسانهها نداشته است. اگر پریشانی و آشفتگی اوضاع کشور و مردم برای آقای کرزی مهم میبود، چرا تاکنون مشکل را به صورت منطقی و درست حل نکرد؟
در چند روز گذشته، نمایندگی سازمان ملل، نمایندگی اروپا و سفارتخانههای امریکا، انگلستان و…، انتقادهای شدید خود را نسبت به عدم گشایش مجلس جدید ابراز کردند و مسلماً این انتقادها از نزدیک به گوش آقای کرزی نیز رسانیده شد.
گفته میشود نماینده سازمان ملل آقای دمیستورا همراه با نماینده اروپا و سفیر امریکا به نزد آقای کرزی رفته و مراتب نگرانیشان را در مورد، ابراز کردند و به او فشار آوردند تا به هر صورت ممکن، مجلس را افتتاح کند. که سرانجام آقای کرزی به آنها وعده سپرد روز چهارشنبه به مراسم افتتاح مجلس خواهد رفت.
این مسأله با انتخابات ریاستجمهوری صد درصد شباهت دارد؛ کمیسیون انتخابات توسط اعمال نفوذ آقای کرزی، کار انتخابات را یکطرفه و به نفع او تمام کرد؛ ولی دستان چیرهدست همین خارجیها بود که آقای کرزی را مجبور کرد انتخابات را به دور دوم بکشاند ـ که همان شد.
اکنون همهچیز یکسره تغییر خورده و آقای کرزی برای نخستین بار بازندهی یک بازی فرسایشی. دیگر دادگاه غیرقانونی اختصاصی وجود ندارد و آقای صدیقالله حقیق با آبوتاب بهخصوصش، موضوع لغو انتخابات را فریاد نخواهد کرد.
کار در مجرای قانونیاش تنظیم شد. موارد جرمی باید به دست نهادهای رسمی آن پسرده میشد ـ که شد. نهادهای عدلی و قضایی کشور به اساس قانون اساسی عهدهدار مسوولیتهای خود شدند؛ کاری که از ابتدا عقل و هنجارهای معقول آن را قبول کرده بود؛ اما هنوز هم دو مشکل باقیست: نامزدان متقلب پیروز و نامزدان معترض و به شدت ناراض.
بدون شک در هر دو صف، حق و باطلهایی وجود دارد که باید بدان به صورت درست رسیدگی شود؛ یعنی نامزدان پیروزی وجود دارد که با انبوهی از تقلب و ترفند، سکاندار کرسی مجلس شناخته شدهاند و همچنان بازندههای محقی هستند که در حقشان جفای بزرگی صورت گرفته و باید توجه لازم به آنها از سوی کمیسیونهای انتخاباتی و نهادهای عدلی و قضایی صورت پذیرد. اما نباید به این دستاوردها، مست بود؛ چون اوباما گفته بود که دستاوردها در افغانستان هر آن، برگشتپذیر اند!
ــــــــــــــــــــــ
ولسمشرکرزي د ولسي جرګې افتتیاح وځنډوله
Wednesday, 01.19.2011, 05:50pm (GMT)
تاند(چهارشنبه/جنوري۱۹) د افغانستان ولسمشرحامد کرزي د سترې محکمې د اختصاصي محکمې له غوښتنې سره سم د نوې ولسي جرګې پرانستنه، چې ټاکل شوې وه د دلوې په لومړۍ نېټه یې پرانیزي، یوه میاشت وځنډوله.
د ولسمشر کرزي د دفتر له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، وروسته له دې چې د ۱۳۸۹ لمریز کال د ولسي جرګې د انتخاباتو ځانګړې حقوقي محکمې په یوه مکتوب کې، چې سترې محکمې ولسمشر ته استولی، د ملي شورا د افتتاح د ځنډولو غوښتنه وشوه، ولسمشر د هیواد د قضايي مرجعې په توګه د دې محکمې د غوښتنې په احترام د ملي شورا افتتاح د کب تر درېمې نېټې پوري ځنډوي او له محکمې غواړي چې تر ټاکلې نېټې(حوت۳) پوري خپل کار بشپړ کړي.
ولسمشرهمداراز ټولو دولتي اورګانونو ته سپارښتنه کړې چې په دې برخه کې له هیڅ راز همکارۍ ډډه ونه کړي.ظاهراً د هغه اشاره د انتخاباتو د کمیسونونو چارواکو ته ده چې هم لویې څارنوالۍ او هم اختصاصي محکمې په نه همکارۍ تورن کړي دي.
پرون د ځانګړې محکمې ريیس صدیق الله حقیقي له ولسمشرکرزي څخه وغوښتل چې د ولسي جرګې پرانستنه لږ ترلږه یوه میاشت وځنډوي ځکه چې په انتخاباتو کې خورا زیاتې درغلۍ شوي او د انتخاباتو کمیسون همکاري نه کوي.
قاضي حقیقي په کابل کې خبریالانو ته وویل :«دا ناممکنه ده چې محکمه دې (په دومره لنډ وخت کې) رایې له سره وشمېرلی شي نو ولسمشرکرزي ته پکار ده چې د پارلمان پرانستنه وځنډوي.»
د سنبلې د اووه ویشتمې نېټې په انتخاباتو کې د درغلیو او سرغړونو شاوخوا شپږزره شکایتونه درج شول خو ډېر کاندیدان شکایت لري چې د شکایتونو کمیسون د دوی پر شکایتونو غور ونه کړاو حتی یوشمېر کاندیدان چې د انتخاباتو د شکایتونو کمیسون د درغلۍ په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي وو، مخکې تر دې چې د هغو قضیې څارنوالي وڅېړي د انتخاباتو د خپلواک کمیسون له لوري بریالي اعلان شول.
د ولسمشرکرزي د ویاند د فتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د ملي شورا افتتاح به، چې د روان کال د حوت په درېمه پرانستل کېږي، نور ونه ځنډول شي.
لوېدیځ خبري اژانسونه د ځینو کارپوهانو په قول وايي چې ممکن محکمه، چې حاضردمه په څلور سوه قضیو غور کوي، د انتخاباتو په پایلو کې یو څه تغییر راولي خو اساسي بدلون به رانه ولي.