کور / تازه خبرونه / مصر: د ولسمشر پر ضد لاريونونه دوام لري

مصر: د ولسمشر پر ضد لاريونونه دوام لري

دمصر هيواد اوسيدونکو دنوموړي هيواد دولسمشر دګوښه کيدو په موخه خپل لاريونونو ته دوام ورکړى .
درپوټونو له مخې دمصر هيواد خلک دولسمشر حسن مبارک څخه دهغه دګوښه کيدو غوښتنه کوي او په همدي موخه يې دهيواد په بيلابيلو برخوکې لاس پرلاريونونو پوري کړى دى .
ويل کيږي ددغه لاريونو په ترڅ کې تر دامهاله درې تنه وژل شوي اويوشمير نورټپيان شوي دي .
دنوموړي هيواد امنيتي چارواکي وايي درې زره پوليسو ته دروانو لاريونونو دمخنيوي په موخه دنده ورکړل شوي ده .