پاسنى سرليك كټ- مټ د هغه ليكنې سرليك دى چې له نن څخه يوولس كاله مخكې، له پېښوره د خپرېدونكې روځپاڼې (سهار) په دوه گڼو كې خپره شوې وه(كال 2000 د جولاى دويمه گڼه). په هغه وخت كې په افغانستان او سيمه (سند، بلوچستان، ايران، تاجكستان، تركمنستان او آذربايجان) كې سخته وچكالي وه او اټكل كېده چې په نړۍ كې به د هوا د تودوالي او په سيمه كې د جګړو، اقتصادي ستونزو او طبيعي بدلونونو له امله، دا وچكالي ډېره اوږده وي.
اوس چې بيا د وچكالۍ وېره ډېره شوې او د افغانستان او گاونډيو هېوادونو په ځينو برخو كې د استسقا لمنځونه شوي، ما همغه پخوانۍ ليكنه د سهار د پخواني او د ويسا روځپاڼې د اوسني سرمحرر ښاغلي محمد زبير شفيقي په مرسته، له پخوانيو كلكسيونونو څخه ومونده او يو ځلې بيا يې په لږ توپير ستاسو مخې ته ږدم.
(د جون د مياشتې اتلسمه روځ وه. زه له تورخم څخه پېښور ته روان وم. د روځې د دوولسو بجو تودوخې سا بنده- بنده كوله. زه د يوه (فلاينګ كوچ) په لومړي سېټ كې د ډريور او يو بل كس تر مينځ ناست وم. د دې دواړو له خبرو څخه داسې ښكارېده لكه دا سړى چې د فلاينگ كوچ خاوند وي. دې سړي له تورخم څخه تر علي مسجده پورې څو سگرټه په بيړه- بيړه وڅكول؛ خو د پنځم يا شپږم سگرټ د لگولو په وخت كې يې له ما څخه اجازه وغوښته. ما ورته وويل چې گرانه وروره دا اجازه دې بايد د لومړي سگرټ په وخت كې غوښتې واى! ده وويل چې ايله اوس مې دې خبرې ته پام شو. بښنه غواړم، ته مه خپه كېږه.
خير په دې وينا زما او د ده تر مينځ د نه خبرو روژه ماته شوه او ده د خپل زړه غوټه پرانسته.
وروره زړه مې ډېر خپه دى، خلك رښتيا نه وايي، ډېر كسان په خپله ژمنه وفا نه كوي، هومره چې حرام پيدا كېږي ځنې كسان په حلالو پسې نه گرځي. ورور- ورور ورته كوهي كيني، په كونډو او يتيمانو زړه سوى نشته، دولتي مامورين بيت المال خپل بولي او بې حسابه يې وهي، غلا ډېره ده، جوار گر ډلې- ډلې گرځي، رشوت داسې اخستل كېږي لكه د پلار- نيكه ميراثي حق او …
لنډه دا چې د فلاينگ كوچ خاوند د خپلې سيمې له خلكو، د پاكستان دولت او يا ټولو مسلمانانو څخه ډېرې گيلې وكړې او په پاى كې يې وويل چې په دې حال كې به باران څنگه اوري؟ زه وېرېږم چې د اوبو د څاڅكو په ځاى كاڼي ونه ورېږي!
وروسته له دې چې د فلاينگ كوچ مالك بل سگرټ ته اور بل كړ، هغه كلى راښود چې د سړك ښي لاس ته لږ ليرې، د يوې غونډۍ څنگ ته پروت و. ده وويل چې هغه زما كلى دى، كوهيان وچ شوي او خلك له ليرې سيمو څخه په څارويو اوبه راوړي. ده وويل چې دا څو روځې كېدې چې زموږ څو كليوالو د كلي د ستر جومات ملا ته ويل چې خداى په قار دى، ورښت نشته، كوهيان وچ شوي، د څښلو اوبه په څارويو راوړو، سبا به دا ليرې كوهيان هم وچ شي، موږ ته په كار دي چې توبې وباسو او د استسقا لمنځونه وكړو.
د راوي په وينا ملا خپلو مقتديانو ته وويل چې يه خلكو خپل عملونه صالح كړئ، يوازې د استسقا په لمانځه ورښت نه كېږي؛ خو خلكو دا خبره ونه منله او ملا ته يې وويل چې زموږ عملونه صالح دي، بس ته د لمانځه بند وبست وكړه!
د فلاينگ كوچ مالك كيسې ته دوام وركړ او زياته يې كړه چې ملا د همدې خلكو په تنخواه ژوند كاوه، بله لار يې نه درلوده، د خلكو خبره يې ومنله او بله روځ ټول د غونډۍ سر ته وختل چې د استسقا لمونځ وكړي. راوي وويل چې زه هم په دې ډله كې وم. پاس وختو، د ملا په غوښتنه په څلورو ليكو كې ودرېدو، پايڅې مو بډ وهلې او نيت ته چمتو شو.
راوي وويل چې ملا چې تر ټولو مخكې درېدلى و، ناڅاپه مخ راواړاوه، خپل يو موټى يې پاس ونيو او وې ويل چې يه خلكو زه شكر نن سل- شپږ شلې ځوانان او سپين ږيري يو ځاى وينم، جومات ته خو لس كسان هم د لمانځې له پاره نه راځئ. خير په هر صورت ما يو شى ميندلى دى، غواړم چې له لمانځه څخه مخكې دا امانت په خاوند وسپارلم.
راوى وايي چې څو كسانو په بيړه پوښته وكړه چې ملا صيب څه شى دې ميندلى؟ سره دي كه سپين؟ ژر يې ووايه!
ملا وويل چې څلور روځې مخكې ما يوه گړۍ ميندلې ده، د گرانې بيې ده، لكه چې دېرش- څلوېښت زره روپۍ ارزي.
راوي وويل چې ناڅاپه لس- دوولسو كسانو نارې كړې چې آها دا ګړۍ زما ده! ملا د گړۍ له خاوندانو څخه نښې وغوښتې. يوه وويل چې ما همغه روځ اودس كاوه، بچي مې دا ګړۍ بهر چېرته غورځولې وه! رنگ يې تور او ابره يې ژړه ده. ملا ورته وويل چې يه دا نښې سمې نه دي، بل مقتدي وويل چې دا كړۍ زما ورور له دوبۍ څخه راوړې وه. رنگ يې سپين او ابره يې توره ده. ملا دې سړي ته وويل چې دا نښې سمې نه دي. درېيم وويل چې ملا صيب دا گړۍ دوه مياشتې مخكې ما په جواريو كې گټلې وه! رنگ يې تور او ليكنې يې سپينې دي. ملا وويل چې دا نښې په دې گړۍ كې نه ښكاري. څلورم سړي وويل چې دا ګړۍ ما د حيات آباد په جومات كې د چا له جېبه پورته كړه، رنگ يې تور او د سويس جوړ دى. ملا ورته وويل چې سويسي به وي، خو رنگ يې تور نه دى!
د فلاينگ كوچ خاوند په دې وخت كې وويل چې مسلمانه ښه غوږ شه چې په يوه وړوكي كلي كې د څو كسانو گړۍ په يو وخت كې وركې شوې وې!
وايي چې دا وخت ملا ګړۍ ته وكتل او وې ويل لكه چې زه د دې ګړۍ د بيې په برخه كې تېروتلى يم. اوس ما ته داسې ښكاري چې د دې ميندل شوې گړۍ بيه به زر- دوه زره روپۍ وي. وايي چې د شتمنو خلكو غشو نښه ونه ويشته؛ ځكه نو بېوزلي را وړاندې شول او لس- پنځلسو كسانو نارې كړې چې دا كړۍ زما ده!! او ټولو د نښو په ويلو بريد وكړ.
راوي وويل چې ملا وروسته ګړۍ د كلي يو سپين ږيري ته نژدې كړه او پوښتنه يې وكړه چې حاجي صيب دا گړۍ پېژنې؟
وايي چې سپين ږيري وويل چې ملا دا خو ستا خپله كړۍ ده، نو ته څنگه وايې چې ميندلې دې ده؟
د فلاينگ كوچ خاوند وويل چې ملا سوړ اسويلى ويست او وې ويل چې يه خلكو ما خو وويل چې خپل عملونه سم كړئ، ورښت به وشي؛ خو تاسو همدا چيغې وهئ چې زموږ عملونه صالح دي، بس يو لمونځ به وكړو.
راوي وويل چې ډېرو كسانو سرونه گريوانونو ته ځوړند كړل، ځكه دوى لږ مخكې د داسې يوې گړۍ له پاره قسمونه او قرانونه خوړلي وو چې ملا شبږ كاله مخكې په درې سوه روپيو اخستې وه!!
د فلاينگ كوچ خاوند وويل چې ملا له درنې چوپتيا وروسته له حاضرينو څخه پوښتنه وكړه چې اوس نو ستاسو خوښه چې خپل عملونه سموئ او كه د استسقا لمونځ بس بولئ؟)
د دې ليكنې له خپرېدو څخه څو روځې وروسته، زه په پېښور كې د افغان جنرال قونسل مولوي نجيب الله سره مخامخ شوم. په خبرو اترو كې كله چې مولوي په دې پوه شو چې زه د هغه پارونكې مقالې ليكوال يم، نورې خبرې بس كړې او د استسقا د لمانځه په پلمه يې زما د باطني غوښتنو په هكله پوښتنې او گروېږنې پيل كړې.
مولوي وويل چې تا دا مقاله د طالبانو د ستر مشر ملا محمد عمر د هغه غوښتنې په هكله ليكلې چې له خلكو څخه يې غوښتي و چې په ټاكلې روځ د استسقا لمونځ وكړي چې الله پاك ورحمېږي او باران وشي. ما ورته وويل چې مولوي صيب ته ډاډه اوسه چې ما دا مقاله د طالبانو په ضد نه وه ليكلې، ما د همغه سړي د خولې خبرې را اخستې وې چې عوام الناس يې د خپلو اعمالو اصلاح ته رابللي وو! مولوي په غوسه پوښتنه وكړه چې كوم عملونه؟ ما ورته وويل چې په دې مسله كې د سيمې د ټولو خلكو او چارواكو عملونه مطرح دي. په دې كې له اميره تر غريبه ټول حساب دي.
ما ورته وويل چې كه زه د نورو خلكو له اعمالو څخه تېر شم، يوازې دې خپل عمل ته چې گورم- لس- شل كاله به په افغانستان باران ونه شي. د مولوي سترگې لږ وغړېدې او وې ويل شاباس، دغسې رښتيا ووايه او په طالبانو مه لگېږه.
ما ورته وويل چې مولوي صيب ما خپلې خبرې ته پرېږده، قسم خورم چې له هغه وخته راهيسې چې د كور د لگښتونه زما په اوږو بار شوي، تر دې دمه موږ په خپل دسترخوان پوره حلاله ډوډۍ نه ده خوړلې، يا يې غوښه په حرامو پيسو اخستل شوې يا غوړي يا سابه يا ټول!
مولوي لږ نور هم خوشاله شو او وې ويل وينې چې د خپل بام واورې د نورو خوا ته غورځوې. په گناهونو كې خپله ډوب ياستئ، گرم نور بولئ! ما ورته وويل چې ما خپل سر خپل گرېوان ته ټيټ كړ او داسې حقايق مې درته وويل چې هېڅوك يې هم د ځان په هكله نه وايي. زموږ په هېواد كې هر څوك بل ته گوته نيسي، هېڅوك د ځان په هكله رښتيا نه وايي، ډېر خلك د سينما د لوبغاړو په څېر اكټونه كوي، تور دي، خو ځان سپين څرگندوي، حرام ټولوي؛ خو په ډېره سپين سترگي وايي چې دا هر څه يې د حكومت په تنخواه برابر كړي او د هغه تش په نامه مجاهد كيسه مې ورته وكړه چې كله د ډاكتر نجيب الله د حكومت له نسكورېدو څخه وروسته كابل ته راغى، تور اوږد كميس يې اغوستى و او ويل يې چې دا يې هم كميس و، هم كفن!
دې مجاهد به كيسې كولې چې د خداى(ج) په لاره كې يې څومره ستونزې گاللي او څومره لوږې يې تېرې كړي دي. لنډه دا چې دې ورور په كابل كې د يو كور او يو موټر هيله درلوده؛ خو پنځه مياشتې وروسته يې په وزيراكبر خان، نوي ښار، پروان مينې او خيرخانه كې كورونه پيدا كړل، د يو درجن ښځو خاوند شو، د كيلوگانو په حساب يې سره زر واخستل او د كور مخې ته به يې ليكه كمكي موټر ولاړ وو. ما مولوى صيب ته وويل چې همدې ورور به هر ماخستن خلك په جومات كې د خداى د لار پاللو ته رابلل او دوى ته به يې د نيكو اعمالو په بدله كې د اخروي اجر وعدې وركولې!
مولوي وويل رښتيا وايي، ځينو مجاهدينو بد- بد كارونه وكړل. له همدې امله طالبان پيدا شول او هغوى يې له صحنې ويستل. بيا يې ما ته وويل چې نور د طالبانو بد مه ليكه، طالبان ښه خلك دي او د خداى په لار روان دي.
ما ورته وويل چې په مجاهدينو كې هم ډېر ښه خلك وو، له هغوى مخكې هم ښه خلك وو، اوس هم ښه خلك شته- موږ ټولو ته په كار دي چې خپل گريوان ته سر ټيټ كړو. هر سړى په دې ښه پوهېږي چې ښه كوي كه بد؟
كه له نندارې او تمثيل څخه تېر شو او رښيتني واوسو، ډېرې ستونزې به حل شي او باران به واوري.
مولوي په پاى كې وويل چې اوس دا راته ووايه چې د استسقا د لمانځه په هكله څه وايې؟ ما ورته وويل چې دا د لنډ مهاله خلاصون يوه لار ده؛ خو زه چې خپل عمل ته گورم، ځان د استسقا وړ نه بولم. ستاسو خوښه!!
دا اوږده كيسه مې ځكه وليكه چې اوس بيا داسې اورېدل كېږي چې د افغانستان د علماوو شورى له خلكو څخه غوښتي چې د استسقا لمنځونه وكړي چې خداى باران واوروي، ځكه د سختې وچكالي ويره ده او دا څو مياستې كېږي چې واوره- باران نه دي شوى. ما ته اوس بيا د خيبر درې د يوه كلي د هغه ملا خبرې يادېږي چې خلكو ته يې ويل چې خپل اعمال صالح كړئ، باران به وشي.
كه سړى اوسني افغانستان ته وگوري، ډېر خلك په ډېرو سترو گناهونو كې ډوب دي. ځنې كسان خپلې شخصي يا تنظيمي گټې په ملي گټو لوړې بولي، ځنې كسان د ژبې- قوم، مذهب او رنگ په نامه تعصب او تبعيض خوروي چې اسلام يې نه خوښوي، ځنې خلك خپل- خپلوان په دولتي دندو گماري او كار اهل كار ته نه سپاري، رشوت دومره ډېر دى چې ته وايې حلال دى، ټولنيز مفاسد ډېر شوي او څوك يې د مخنيو هڅې نه كوي، سوداگر خراب تېل واردوي، دا تېل هوا ككړوي او د خلكو روغتيا ته زيان رسوي، ځنې زورور په يو مليون ډالرو قرار داد اخلي، خو كار په يو لك كوي، درواغ ډېر دي، اخلاقي فساد زيات شوى، خلك وژل كېږي. غلاوې ډېرې دي، ځنې كسان د لږو پيسو له پاره پرديو پټو كړيو ته كار كوي، ديني مشران خپله دنده سمه سرته نه رسوي او د امر باالمعروف او نهى عن المنكر چاره يې پرې يښې ده، ډېر خلك د بنگلو، گاڼو، پانگو او شتمنيو له پاره د حلال او حرام توپير نه كوي، د هېواد مينه كمه شوې، په لكونو معيوب او معلول هېوادوال له سختو روځو سره مخامخ دي، د شهيدانو كونډې او ماشومان نهر گرځي او بې كوره دي، يو څو محدود كسان د ټول هېواد په مقدراتو واكمن شوي، څوك د بېوزلو خلكو نارې نه اوري او كه يې داسې وشمارو، نو په لسگونه داسې ستونزې شته چې ټولنه يې له ډېر كړاو سره مخامخ كړې، د عدالت څېره مسخ شوې ښكاري او څوك ښې راتلونكې ته اميدواره نه برېښي. له همدې امله باران نشته او كه ټول خلك په تېره بيا دولتي چارواكي خپلو اعمالو ته ونه گوري او هغه صالح نه كړي، ليرې ښكاري چې ورښت به وشي دا وچكالي به همداسې روانه وي او په راتلونكې كې به ستونزې نورې هم ډېرې شي.