په افغانستان کې له څو لسيزو جګړو وروسته او په افغانستان باندي د امريکا د نظامي يرغل را په ديخوا د بن د کنفرانس په اساس په افغانستان کې يوه موقته ادره رامنځ ته شوه چې مشري يې د افغانستان اوسني ولسمشر حامد کرزي کوله خو له همغه وخت نه دا ګونګوسي وي چې که يو جمهوري دولت هم رامنځ ته کيږي نو مشري به يې بيا هم همدغه اوسنى مشر حامد کرزى کوي له دي سره به چا ويل چې دا امريکا د گټو پلوى دى او چا به ويل چې نه دا يو افغان او په خپل وطن مين شخص دى خو بيا هم د افغانستان مظلوم ولس خوښ شو چې ګني نور نو جګړه ودريده او افغانستان د يو ټول خوښ نظام څښتن شو، خو برعکس يو شمير نورو بيا دا فکر کاوه چې اوس نو افغانستان په يو استعماري هيواد بدل شو او د افغانستان بشپړ حاکميت به د غرب په شومو لومو کې بند پاتي شي.
خو بلاخره په افغانستان کې د ولسمشرى لپاره ټاکنې ترسره شوي او د افغانستان په گوټ گوټ کې خلکو خپل نماينده دغه بازى ته وړاندي کړي او په ټول هيواد کې له ټاکنو ترسره کيدو وروسته حامد کرزى د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان شو هغه وخت افغانان له داسې ډنډورو سره نه وو بلد او نوى يې د ديموکراسى په لور قدم اخيستى وو او په دي هم نه پوهيدل چې ايا دا ټاکني په واقعي ډول دخلکو په رايو سره ترسره شوي او که له امريکا څخه په پراشوټ کې راغلى ولسمشر بيرته د همدوى په خوښه د ولسمشرى په گدى کيناست.
د وخت په تيريدو او په افغانستان کې د نا امنى په ډيريدو سره افغان ولس د ناهيلى په طرف ورو ورو قدم اخيست او ورځ تر بلي په افغانستان کې ناامني ،قتل ، ترور، غلا او د په دولت کې د فساد په ډيروالي زور اخيتست او د افغان دولت او خلکو تر منځ يوه تشه رامنځ ته شوه او ډيرى خلک له دي حالت نه نور زړه په تنګ شول خو بيا هم ولسمشر خپله پنځه کلنى د ولسمشرى دوره تيره کړه او ددي په ځاى چې په هيواد کې سوله او ارامي راولي هيواد نور هم له يو کړکيچن حالت سره لاس او ګريوان شو او يوار بيا په هيواد کې د ولسمشرى لپاره د آزادو او عادلانه ټاکنو نارې وهل کيدي خو د لومړي ځل په پرتله خلک ورته ناخوښي وو او هيڅ يې داسې نه انګيرله چې ټاکنې به په واقعي توګه ترسره شي او د تير په پرتله په هيواد کې ناامنى ته په کتو سره خلک ناخوښي وو او هيڅ علاقه يې له داسې ډندورو سره نه لرله خو بيا هم له دي ټولو ناامنيو، مخالفتونو سره سره بيا هم په هيواد کې ټاکنې ترسره شوي او په پايله کې دوه نوموتي نوماندان د سيالى ډګر ته وړاندي شول چې هره ورځ يې له ټاکنو نه ډندوره جوړه کړي وه او د افغانستان خلک په دوو برخو وويشل شول چې يو شمير (شمالي ولايتونه) له عبد الله عبدالله او يو شمير نور يې له ښاغلي کرزي سره ودريدل خو بلاخره له خپل ټاکلي وخت نه څو ميايشتي وروسته لومړى پايلې اعلان شوي او له مخې يې يو ځل بيا ښاغلى کرزى بريالى اعلان شو او له دي سره د هيواد په بيلابيلو برخو کې په دي اړه مخالفتونه رامنځ ته شول او په هيود کې نا امنيو نور هم زور واخيست ځينو به ويل چې دا انتخابات د منلو وړ نه دي ځکه چې په پراخه کچه درغلى پکي وي او يو ځل بيا بايد د دغه دوه د لو ړو رايو لرونکي کانديدانو عبدالله او کرزي ترمنځ بايد ټاکنې ترسره شي بلاخره په لومړيو کې دواړه سيالان دي ته چمتو شول چې په دوهم ځل ټاکنې ترسره شي له دي سره عبدالله سره دا فکر پيدا شو چې که بيا ځل ټاکنې وشي هم نو ګټونکى ولسمشر کرزى دى او که د چا خوښ وي او که ناخوښ بس همدى به د دې هيواد ولسمشر ټاکل کيږي کله عبدالله خپل دريځ بدل کړ او د ټاکنو خپلواک کميسيون ښاغلى کرزى گټونکى اعلان کړ او يو ځل بيا يې د هيواد د واک ګدى په لاس کې واخيستي.
له څو ميايشتو ځنډ وروسته کرزي خپله نوي کابينه پارلمان ته د وړاندي کړه چې بيا هم يو شمير هغه نوماندان چې هغه د چا خبره د کرزي او امريکا خوښ وو هغوى له پارلمان څخه هم د اعتماد رايه تر لاسه کړه او ځينې کليدي وزيرانو چې د دوى خوښ وو هغوى يو ځل بيا په خپلو وظيفو کار پيل کړاو په يو زيات شمير يې چې اکثره يې هزاره توکمي وو له پارلمان څخه يې د اعتماد رايه تر لاسه نه شواى کړاى او ناکام اعلان شول په دي سره هزاره توکمي چې اوس هم په دولت کې په پراخه اندازه چوکى لري ناخوښي شول او هغوى هم له کرزي سره خپل دريځ بدل کړ حال دا چې هزاره قوم خپله رايه په پراخه کچه د کرزي لپاره استعمال کړه.
په دوهم ځل او دريم ځل هم هزاره وزيرانو له پارلمان څخه خپله د اعتماد رايه تر لاسه نه شواى کړاى او هزاره قوم دا پريکړه له ځان سره کړي وه چې په هغه چانس کې چې د ولسي جرګي ټاکنې دي په پراخه اندازه خپل استازي وړاندي کوي او هغوى به حتمن کاميابوي او همداسې وشول کله چې په افغانستان کې د دوهمي نوي ملي شورا لپاره سيالى په لاره واچول شوي نو د تاجک او هزاره قوم په زياته اندازه خپل پوه او په ولس کې مطرح خلک دغه سيالى ته وړاندي کړل او بلاخره د روان کال د د وږي دمياشتي په اووه ويشتمه په افغانستان کې د دوهم ځل ملي شورا ټاکنې ترسره شوي چې د لومړنيو پايلو له مخې ډيري ښي په مخ روانې وي او خو وروسته چې معلومه شوه چې دا ټاکنې له پراخو درغليو لرونکي ټاکنې دي او د هيواد له يو مظلوم ولس پښتون قوم سره پکي زياته جفا شويده نو ولس ته يو ځل بيا د سوال له پيدا کيدو سره په هيواد کې پراخو لاريونونو ته زور ورکړ او له دغه ولس سره چې په هر وخت کې ورسره جفا شويده يو ځل بيا ورسره يوه لويه جفا وشوه او سره له دي چې د هيواد په پښتون ميشتو سيمو کې امنيت نشته خو بيا هم دغه بيچاره اولس خپله اراده تمثيل کړه او په دغه پروسه کې يې برخه واخيسته خو په ډير افسوس سره بايد ووايو چې ددوى دغه کړنې ته هيڅ پاملرنه ونه شوه د دوى د پاکو رايو په ځاى يې يو څو غرب پلوه او د نورو هيوادونو جاوسوسانو ته پکي برخه ورکړل شوه هغه پښتون وکيل چې د قوم سترګې ورته اوښتي د خپل په وينو يې له ولس څخه پاکې رايې تر لاسه کړي د څو ډالري خلکو په وړاندي بي اهميته وشميرل شوي او باطلي اعلان شوي په هغه ولايت کې چې اکثره قوم يې پښتون قوم تشکليوي هيڅ پښتون بريالى نه شو او يوه لويه جفا ورسره وشوه.
اوس به راشو ديته چې ايا ولسمشر په خپلو ټولو کړنو کې خپلواک دى او کنه له بهر څخه ورته رهنمايې کيږي.
دا ټولو ته معلومه ده چې ولسمشر په خپلو ټولو کړنو کې هيڅ وخت هم خپلواک نه دى او د خپل مظلوم ولس غږ يې د پرديو تر عياشى قربان کړى دى او هر وخت يې د خپلي ارادي په ځاى د پرديو ارادي تمثيل کړي دي نو له دي نه معلوميږي چې هغه هم په خپله مظلوم دى نو د هيواد د مظلوم اوس غږ به څنګه واوري په داسې حال کې چې هغه خپله د ظالم په وړاندي خپل غږ نه شي رسولى او نه يې هم د اوريدو څوک شته.
اوس به راشو ديته چې دا ټول تر څه وخته تر څه وخته به د افغانستان مظلوم اولس دغه فاسد نظام زغمي او تر څو پورې به د غربيانو اردي د افغان ولس د ارادو په ځاى تمثيليږي؟
نو مونږ د خپل ولسمشر څخه دا غوښتنه کوو چې نور دي ټړلي بند تر شا شپي ورځي نه تيروي نور دي راولاړ شي او ټولو ته دي دا وښيې چې افغانستان يو ازاد هيواد دى او که داټول نه کيږي نو بيا ولسمشر ته نه ده په کار چې په دا دروغجنه ګدى نور کيني او نور دي خپله استعفا دي وړاندي کړي.
د يو موټي سوکاله او آباد افغانستان په هيله