کور / کتاب / د نصير احمد احمدي ناول ( خونکار ) چاپ سو

د نصير احمد احمدي ناول ( خونکار ) چاپ سو

د خونکار په نامه د پښتو ژبي د ناولونو ځنځير ته يوه بله کړۍ ور زياته سوه ، دا ناول د کيسه ليکوال نصير احمد احمدي څلورم ناول دی چي  په دې ورځو کي تازه په جلال اباد کې د مومند خپرندويې ټولنې له خوا د زر ټوکه په شمېر چاپ شو.  د دې ناول کيسه جينايي ده چې په کليوال چاپيريال کې پيښيږي او خلک د قاتل په لټه کې وي . ليکوال تر دې مخکي دلنډو کيسو او يوې ژباړي تر څنګ د  سړه سېلۍ ، مينه  او د واوري سړی په نومونو پښتو ناولونه کښلي دي .