صادق افغان
دهېواد او نړۍ په سطحه دلته او هلته خبريالان او ژورنالستان په نښه او وژل کيږي دخبريالانو دوژل کيدو اسباب اوعلتونه بيلابيل دى ځينې دسياسي موخو لپاره وژل کيږي او ځينې نوربيا دمفکوري او عقيدى او کله هم دجاسوسۍ په وجه وژل کيږي پدغه وژنه کې هم ژورنالستان گرم بلل کيږي او هم اړوند دولتونه او يا هم دجنگ اوجدال دواړه طرفونه خو کله ناکله ژورنالست دسياسي اوعقيدوى تهمت پروجه نه بلکې د دوه درگيرو او لاس په گريوان جنگى ډلو ترمنځ دجنگ پرمهال دنه احتياط په سبب وژل کيږي دافغانستان ، عراق ، فلسطين، لبنان، صومال، چيچن، بوسنيا دنښتو او جنگونو پروخت ډير زړور اومخلص خبريالان وژل شوى ددې لپاره چې د ژورنالستانواو خبريالانو په هکله بى انصافى ونه کړو پکار ده چې ژورنالستان په دوه برخو وويشو (١) يو هغه ژورنالستان چې ژورناليزم، خبريالى، رپورټرى او ليکوالي مقدسه او سپيڅلى دنده بولى او د انسانيت خدمت کوي شپه او ورځ دځان نه بلکې دنورو دخدمت لپاره پرځان ډول ډول تکليفونه قبلوي اوتيروي، دمرگ درد، بندى کيدو مريضيدو، بى خوبه کيدو، پياده مزلونو او گڼ شمير تهديدونو سره مخ کيږي ترشا کورنى بچيان يوازى ديوه الله جل جلاله اسرى ته پريږدى ټول عمر يې په سفر او خطر کې تيريږي يا به دجنگ او محاربې ميدان ته استول کيږي اويا به هم دسياسي جنگونو گرمو محفلونو ، مظاهرو، جلوسونو او داعتصابونو مراکزو ته ځي خلک به په پوره امانت او صداقت خبروي، هغه ځاى ته به ځان رسوي چې امنيتى ځواکونه لکه پوليس او پوځ به له ډاره ورنږدى کيدلى هم نشي خو خبريال ژورنالست به هلته دوظيفى او دندى د مجبوريت له مخې تر ټولو اول حاضر وي له ټولو نه به سبقت کوي غواړي ميدانى او دسترگو ليدلى حقايق خپل ولس او نړيوالو ته ژر تر ژره او بلاتاخير خپاره کړى نو ځکه ويلاى چې ژورنالستى او خبريالى مقدسه انسانى دنده او وظيفه ده، که ژورنالست امين وي او موخه يې دخپل ولس او امت او انسانيت ژغورنه وي بيا خوداکار عبادت دى چې دخولى او قلم په جهاد کې شامليږي .
ژونالستان او خبريالان کولاى شي خپل ولسونه، حکومتونه، نړيوال سازمانونه توجيه اوتربيه کړى پدې معنى که ژورنالست او خبريال دښو او مثبتو، ليکنو او خپرونو څخه کار واخلى او له منفى او منفى گرايې له پاليسۍ تيرشې نو حتمي ده چې دځان، هېواد او نړۍ لپاره به دخير او برکت مصدر شي، ځکه ژورنالست او خبريال داسې يوه دنده پرمخ بيايې چې په لږ وښو ورته ډير اجراو ثواب ورکول کيږي او په لږو بد وورته ډيره سزا او عذاب ورکول کيږي دژورنالست وړه خبره په يوه ثانيه او يوه دقيقه کې دميليونونو انسانانو تر غوږ وررسيږي که په خبره کې يې خيروي، نو دا خير ميليونونو ته ورسيږي او که په خبره او خبر کې يې شر، شيطانت منافقت وي هم ټولو خلکو (نړيوالو) ته په يوه لحظه کې رسيږي نو ژورنالسته وروره او دوسته که ته دهرځاى او هر فکر اوهرى عقيدى خاوند يې خو پام به کوي چې دخپل ضمير انسانيت، ترحم ، روا دارى، قرباني، اخلاص، فداکارى جرات، متانت، صبر پرسر به له چاسره سازش نکوي ځکه ته د ټول انسانيت خوله، سترگى او غوږ يې .
دا درى الهى نعمتونه (سترگي، غوږ، خوله) به دباطل ، ظلم، مال ، جاسوسۍ لپاره نه استعمالوى ځکه ته ، داولسونو، او دنړۍ دټولو خلکو نماينده يې په ظاهره ته ډير کوچنى، ساده، ښکارى خو په معنى کې د ډيرى درندى دندى او مسؤليت څښتن يې دژورنالستى نوم په خوله په اسانه اخستل کيږي خو د (ژورنالستى) ميدان ته راوتل او پدې ميدان کې لوبيدل دسر په بيه دى، ددى لپاره چې زمونږ دژورنالستانو قربانى ژوند دنده دالله جل جلاله په در قبوله او منظوره شي پکار ده چې نيتونه موسم وي تر ټولو دمخه مو دالله جل جلاله رضايت هدف وى او بيامو د ټول انسانيت ښگيڼه، بهبود، سرفرازى مو دوهم سترهدف وي که ددغه دوو مو خو او اهدافو لپاره قرباني هم شو، بى له شکه چې شهيدان به وو خو الله مکړه که موله کفارو، ظالمانو، اشغالگرانو او مستبدينو سره يارانه او دوستانه وکړه، نو له همدغه کفارو سره به حشر او نشر شو .
بيا به زمونږ قرباني، بى ځايه او هدر تللى وي، ژور نالست که څه هم انقلابونه، کودتاگاني او جنگونو پرمخ نشي بيولاى خو په فکري، عقيدوي ، وطني سنګرونو کې ترهر چا دمخه جنگيداى اولوبيداى شي خو لکه چې مې وويل دژورنالست دمقدسى دندى سره سالمى عقيدى او سالم فکر ته هم ضرورت دى ځکه باهدفه له الله جل جلاله نه ويريدونکى ژورنالست اوخبريال دهغه ژورنالست او خبريال سره خوراتوپير لري چې نه الله جل جلاله پيژني او نه هم دژورناليزم تقدس بلکى موخه يې دمال لاسته راوړل وي ولو که دامال دجاسوسۍ پرکولو ترلاسه کړى لکه چې مو وويل ژورنالستان دوه ډلى دى يو هغه ډله چې هدف يې دالله جل جلاله رضا اوخپلو ولسونو خدمت او د انسانيت لپاره هلى ځلى کول دى او بله ډله هغه چې د ژورناليستى څخه يې هدف يوازى دمال اومتاع لاسته راوړل وي دا ډله تاواني او طاغوتي ډله ده .
ځکه مال هم طاغوت دى خصوصاً دحرام مال او بيا هغه مال چې دجاسوسۍ او منافقت له لارى يې لاسته راوړى وي بى له شکه چې دازادو خپلواکو مؤمنو ژورنالستانو او خبريالانو په مينځ کې ځينى داسې خبريالان او ژورنالستان هم شته چې ددين، وطن ضمير په پلورلو کې ډيل نکوي دپيسو لپاره جاسوسي او چاپړوسي (چاپلوسي) کوي د الله جل جلاله او درسول صلى الله عليه وسلم اودوطن ددښمنانو لپاره کار کوي دا ډول خبريالان شته خو پيژندل يې پکار دى، دغه ډول خبريالان په همدغه (جاسوسئ) په وجه دعامه خلکو او مجاهدينو لخوا ځکه وژل کيږي، چې دوى د ډيرو خلکو په زنداني کيدو او وژلو کې ملوث وي دوى د اشغالگرو قواو لپاره دخبريالى او ژورناليستي په سپينه او مقدسه جامه کې نامقدسه او طاغوتي هلې ځلې کوي ترڅو خبريالان ونه وژل شي بالخصوص دمجاهدينو په لاس مړه نشي نو له هغه ژورنالستانو او خبريالانو چې دمجاهدينو دسنگرونو او شخصيتونو څخه ليدنه کتنه کوي، هر ډول واړه او غټ داسې معلومات خپاره نه کړى چې دنوموړيو مجاهدينو او قائيدينو دشهادت سبب شي ځکه نن سبا کفري دولتونه اوبالخصوص طاغوتي عسکرى او سياسي دولتونه او د ټولو په سرکې امريکا غواړي خبريالان ددغې (جاسوسي) لپاره استخدام کړى او دهمدى غرض لپاره ورته په زړه پورې ډالر او يورو ورکړى، خو خبرياله او ژورنالسته وروره ته او ستاميرمين اوستا خواږه بچيان به ستا له مرگه وروسته په پنډونو ډالر او يورو څه کړي چې ته نه يې ډالر څه دى نو هيله ده چې ددين او وطن سره دخيانت پيسو او ټکو ته زړه ښه نکړى زما باور دى چې ته هوښيار يې او دخپل ايمان، پت،عزت ساتنه به وکړى، او کله به هم ذلت رسوايى، جاسوسي مزدورى ته زړه ښه نکړې او نه به هم تاپيسى او ټکى تيرباسي ځکه ته دخولى، او قلم مجاهد يې نو له خپل جهاد سره خيانت مکوه، دوى (کفار)، امريکايان، يهودان، يوازى د اسلام نه بلکى د ټول انسانيت دښمنان دى .
نو ته هم ژورنالسته خبرياله وروره پکار ده چې دهمدغه (پاک اسلامي،ملي) احساس خاوند وي او ديهودانو دسايس بربنډ کړى او زما باور دى چې ته به په خپلي مقدسى دندې ددين او وطن خدمت وکړى نو که نن هم هم خپله سالمه ژبه او سالم قلم ددين وطن، اودنړۍ دمظلومانو ددفاع او پاسدارى په موخه وچلوى نو هم به ددنيا او هم داخرت سعادت حاصل کړى که ژوندى وي ستا ولس او مظلوم ملتونه به ستا داخلاص، قرباني، فدا کارى مرهون وى او که کله پدې لاره کې قرباني شوى نو هم ستا قوم او دنړۍ مظلوم ولسونه به تاته دعا کوي تا به يادوي ستا ياد به تلپاتې او جاويدان وي او هم به درب العالمين نعمتونه (جنت) در په برخه شي، ځکه ددين وطن، مسلمانانو، انسانانو څخه په خوله او قلم ننگه کول هم جهادى ژورنالستان بايد په هر قيمت ونه وژل شي، بايد ورسره همکارى وه شي خو که دژورنالستانو په جامه کې څوک جاسوس وي او جاسوسي کوي، نو دمرگ مستحق گرځي او دا د ازادي ژورنالستي او خبريالى په لمن داغ دى بايد چې ورڅخه پاک شي، دازادو حق پرستو، مخلصو فداکارو فکري، عقيدوى ژورنالستانو او خبريالانو په هيله .