بندسرده ، چې دافغانستان یو له مهمو بندونو دغه راز دانرژۍ او زراعت له مهمو پروژو څخه شمیرل کیږي دغزني او پکتیکا ولایتونو ترمنځ پرته دغزني ولایت داندړو ولسوالۍ ( شلګر ) مربوط سیمه بلل کیږي . داوبو دابند کابو نیمه پیړۍ وړاندې دپکتیا ولایت دغه راز دغزني ولایت له نورو سیمو رابهیدونکو اوبو ته تړل شوی دی ، چې دزراعت او باغدارۍ یوه خوار پراخه پروژه تشکیلوي ، له بند څخه دزراعتي سیمو او باغونوپه خوا پاخه کانالونه تیر شوي ، دغه راز یې داوبه خور لپاره ځمکې او کرنیزې سیمې دیوه منظم پلان له مخې برابرې شوي دي . دپریمانه اوبو او زرخیزې ځمکې ددرلودلو له برکته دې سیمې دوخت په تیریدو سره دهیواد دیوې پیژندل شوي زراعتي او زرغونې سیمې شکل غوره کړی دی ،هره خوا دعمومي لارو او کانالونو په غاړو ونې کیښودل شوي دي ، دغه راز دمیوه دارو او بې میوو ونو پراخ ځنګلونو په سیمه کې راټوکیدلي دي ،څو کاله وړاندې په افغانستان کې دچاپيریال ساتنې نړیوالې ادارې له دې امله دبند سردې دځنګلونو او اوبو دخونديتوب او ساتنې غوښتنه وکړه ، چې داسیمې دبیلابیلو مرغانو او الوتونکو داوسیدو مېنه ده . خو په ډیرتاسف باید ووایو چې د بند سردې شنې ونې اوباغونه چې ددیرش کلنې جګړې له لمبو روغې وتلې وې بالاخره دادی دامریکایي وحشت په لمبو کې لولپه شوې ، دغزني ولایت داندړو ولسوالۍ دهمدې سیمې دخلکو په وینا امریکایي پوځیانو په دې وروستیو کې دنامعلومو دلاېلو له مخې دبند سردې دشنوځنګلونو په وهلو او پرې کولو پیل کړی دی ، ددوی دمعلوماتو له مخې امریکایانو بند سردې ته څیرمه د( خاني کلا) له سیمې نیولې بیاتر ( کوټه سنګي ) سیمه پورې چې 3000 متره مسافه ده دلارې داوړو خواوو ته ولاړې ونې چې شمیریې زرګونو ته رسیده وهلي دي او سیمه یې ترې لغړه کړې ده ، دغه راز یې همدې کلیو ته په څیرمه سیمه کې د( سني کلي ) او ( خرواریانو) دکلیو ترمنځ چې خورا پراخه علاقه ده هم ټولې ونې او باغونه له منځه وړي دي ، چې په دغو کې زیاتره ریبل شوې ونې میوه لرونکې ونې وې . دغه راز طبیعت دښمنه امریکایانو په یاد قساوت کې دبند سردې له مرکزه ترنظام قراول پورې چې د800 متري غځیدلي سرک په غاړو کومې ونې له کلونو کلونو راهیسې ولاړې وه هم له یوې مخې له منځه وړي دي . باید ووایو چې لوړیادشوي هغه اجمالي ارقام دي چې تراوسه سیمیزو خلکو دسرپه سترګو لیدلي دي ، داسي ویل کیږي چې امریکایانو لاهم له دې جنایت څخه لاس نه دی نیولی ، او که دچاپیریال دساتنې نړیوال ذمه واران کومه غږپورته نکړي کیدای شي دبندسردې ځنګلونوته نورزیانونه هم ورواړوي . دطبیعت او په تیره د میوه دارو ونو په وړاندې دښمني دامریکایانو کومه تازه نادوده نه ده ، دوی له دې وړاندې دکابل دکندهار دلویې لارې په غاړو دمیدان ، سیداباد ، غزني او زابل په سیمو کې هم په بیابیا دمڼو ، زردالو او انګورو باغونه دغه راز دسپیدارو ځنګلونو ریبلي دي ، چې تراوسه یې هیڅ رسنۍ یاادارې هم خبر نه دی اخیستی . که چیرې دکندهار دوروستیو عملیاتو دنادودو دغه راز دبند سردې دوحشت غوندې پیښې تکرار پیدا کړي دابه دافغانستان په چاپیریال او طبعي ښکلا خورا منفي او اوږدمهالې اغیزې په ځای پریږدی ، دافغانستان طبیعت چې له وړاندې دزهري وسلو استعمال ، وچکالیو او جګړو په اساسي توګه زیانمن کړی ، داډول شعوري او په لوی لاس تخریب یې نور هم له بدو بدتر کولای شي .