د شارجې په نړيوال كركيټ سټډيم كي افغان كركيټ الف لوبډلي په خپله لومړۍ لوبه كي د اماراتو ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلي ته چي روزنه يې حاجي کبير خان کوي په ۵۲ منډو ماته ورکړه.
افغان لوبډلي پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه، په ۵۰ اورونو كي د اماراتو لوبډلي ته ۲۳۳ منډې جوړي کړې او ۲۳۴ منډه يې مخالفي لوبډلي ته هدف وټاکه.
د اماراتو لوبډلي افغان لوبډلي ته ټاکل سوى هدف پوره نه كړاو په ۴۲ اورو كي يې ټول لوبغاړي وسوځېدل او ۱۸۱ منډي يې جوړي کړې دا لومړۍ لوبه وه چي افغان الف لوبډلي وګټله او نن به د همدې لوبډلي سره د شارجې په لوبغالي كي د اماراتو پر وخت د ماسپښين ۲:۰۰ پنځوس اوريزه لوبه ترسره کړي چي دې لوبي ته د كركيټ په کتاب كي ډې نايټ لوبه ويل کيږي.
د افغان الف لوبډلي روزونکي تاج ملوک عالم وايي چي د لوبي پېل ډېر ښه و، نجيب الله ترکي او عمران جنت په ۸ اورو كي ۸۰ منډي وکړې خودهغه وروسته افغان لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل، په پاى كي اول خان او رحمت شاه ښه لوبه وکړه او يو ځاى يې ۱۱۰ منډي جوړي کړې.
عالم وايي چي دا د ملي الف لوبډلي لومړۍ لوبه وه زه ښه ارزوم او کومي تېروتني چي لوبغاړو لرلې پر هغو يې کار كوى چي سبا او په راتلونكي كي يې تکرار نه کړي.
د افغان لوبغاړو په توپوهنه كي اول خان ۶۸ منډي، نجيب الله ترکي ۵۲ منډي، رحمت شاه ۳۸ او جنت عمران ۳۰ منډي وکړې.
د توپ اچوني په ډګر كي عبد العادل او نسيم دوې دوې ويکټې واخستې.
افغان كركيټ الف ملي لوبډلي لوبغاړي:
فضل رحيم نيازى( کپتان)، اول خان، نجيب ترکى، شکور ذکي، علي بهزاد، رحمت شاه، شېر خان، عبد العادل، عمران خان، نصرت قريشي، لعل خان، نسيم خان، عبيد کنړي، خوشحال خان