دغه لړۍ دسېشنبې په ورځ دهلمند والي محمدگلاب منگل ،ځايي مسؤلينواوولايتي شورا دغړوپه گډون ديولړمراسموپه ترڅ كي پېل سوه.
دغه لړۍ چي يوه مياشت به دوام وكړي په مركز او ولسواليوكي زرگونه نيالگي د كرهڼي رياست دخوا د خلكوپه همكاري كښېښودل سي په دې كي به يوسل ديارلس زره پنځه سوه مېوه لرونكي اومېوه نه لرونكي نيالگي د كرهڼي رياست دخوا په مجاني ډول نورادارواوخلكوته وركول كيږي اود دې ترڅنگ دوه سوه اتيازره نورنيالگي چې دكروندگرودخوا چمتوسوي دكمي بيي په بدل كي خلكوته وركول كيږي چي ددې ولايت په ټولوولسواليوكي به كښېښودل سي.
ددې مراسموپرمهال دهلمند والي محمدگلاب منگل د ټولوخلكوڅخه وغوښته چي ددې نيالگيوپه روزنه اوپالنه كي ډېره هڅه وكړي ترڅود يوې خوا باغونه زيات سي اود بلي خوا ددې نيالگيود امله هلمند يوځل بيا زرغون سي.