کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغانان دې له عربانو الهام واخلي

افغانان دې له عربانو الهام واخلي

دا يو څرگند حقيقت دى چې د عربي نړۍ په آسمان کې د آزادۍ او خپلواکۍ د لمر د څرک وړاندې ښکاره شوى دغه خپلواکه لمر د غربي افريقا له عربي هېواد تونس څخه راختلى او ورو ورو يې وړانگې نورو عربي هېوادونو ته خوريږي د تونس مسلمانو انقلابي خلکو يوه اونۍ دمخه د يوې مياشتې مظاهرو نه وروسته دکمونست ديکتاتور زين العابدين ابن على حکومت نسکورکړ، زين العابدين ابن على پوره ٢٣ کاله پر تونس ظالمانه حکومت وکړ ډير تونسيان يې دخپل حکومت پر وخت اعدام ډير نور زنداني او ډير نور يې له هېواد پروتلو او تښتيدلو مجبور کړل خو بالاخره دهمغه مظلوم، مقهور تونسي ولس په لاس بې له ډز او ډوزه نسکور او تيښتې ته مجبور شو- چې کيداى شي په نيژدې راتلونکي کې دظلم، فساد، په وجه يې تونسيان د عادلانه محاکمې ميز ته راکش کړي همدا راز د تونس نه په الهام سره د اردن د عربي دولت خلکو هم د اُردن د شاهي هاشمي کورنۍ حکومت د صدراعظم پرخلاف مظاهرې وکړې او د هغه د استعفې غوښتنه يې وکړه همدا ډول د افريقا په نيمه وچه کې بل عربي هېواد الجزاير کې هم پراخى مظاهرې وه شوې چې د بشپړو سياسي اصلاحاتو غوښتنه يې کوله پدې اثناء کې د الجزاير د امنيتي پوليسو او مظاهرچيانو ترمنځ نښتي وه شوې چې ٤٢ کسان پکې زخميان شول.
دغه ډول په يمن کې بالخصوص د يمن د صنعاء په پوهنتون کې يمني محصلينو مظاهرې وکړې او د يمن د رئيس على عبدالله صالح د رياست د بيا تمديد ومخالفت يې وکړ چې تقريباً ٣٢ کاله کيږي پر يمن حکومت کوي مظاهرچيانو ديمن له حکومت وغوښتل چې عاجل اصلاحات وکړي او دتونس له ښايسته انقلاب عبرت واخلي مخکې لدې چې د زين العابدين ابن على په برخليک اخته شي همدارنگه د جنوبي يمن د عدن په ساحلي ښار کې درني مظاهرې وشوې چې د ابين، لحج، شبوة، الضالع ښارونو ته وغزيدى د امنيتي پوليسو لخوا په لسگونو يمني مظاهره کوونکي ونيول شول همدا ډول د ځينو مسلحو مظاهر چيانو لخوا څلور پوليس په ډزو زخميان شول چې د حبيلين په ښار کې رامنځته شوه يوه هفته کيږي چې د جنوبي يمن د مسلحو سياسي کړيو او يمني امنيتي اهلکارو ترمنځ نښتې ادامه لري چې پکې مرگ ژوبله دواړو طرفونو ته اوښتى هيره دې نه وي چې يمن پخوا دوه ټوټې وه چې د شمال رياست يې د اوسني رئيس علي عبدالله صالح پغاړه وه او د جنوبي يمن مشري د علي سالم البيض پغاړه وه د جنوبي يمن د سقوط نه وروسته سالم البيض بهر ته وتښتيد.
اوس راځو خپلې موضوع ته او هغه دا چې افغانان څنگه کولى شي چې د څو لسيزو له غميزې ځان خلاص کړي او هغه دا چې افغان ولس دا وخت له دريو سترو چيلنجونو سره مخ دى.
١- بهرني اشغال دې چې تر غوږو پورې مسلح دى ، ٢- همسايه حاسد ملکونه دې چې په پټه او ښکاره د هېواد په بيلابيلو امورو کې مداخله کوي اوهر ډول چانس او فرصت له لاسه نه ورکوي او د خپلو گوډاگيانو پرمټ هېواد له داخله او خارجه کمزورى کول غواړي دغه همسايه گان په خپل څنگ کې يو مترقي، قوي افغانستان نشي زغملى هغه د ځان لپاره گواښ بولي ددې لپاره چې که افغانان مستقل خپلواک قوي حکومت ولري بيا له همسايه گانو څخه د هغه ځمکو او اوبو حساب وغواړي کوم چې دغه همسايه گانو د پخواني انگريزي او فارسي روسي استعمار پرمټ لاندې کړى هغه ځمکې او بريدونه ټولو افغانانو ته معلوم دي.
٣- بل چيلنج داخلي منافقين دي چې د ملي وحدت او ملي گټو پرځاى د پرديو د څو ډالرو او يورو او ريالونو لپاره د اشغال ادامه غواړي د امريکايانو پښې ټينگول غواړي او دې ته نه گوري چې خارجيان زمونږ د گټو لپاره نه دخپلو ملي گټو د ساتلو په موخه افغانستان ته راغلي دغه مزدور خلک ډير لږ دي خو په حساسو چوکيو کې کار کوي دا وخت د هېواد په مصيري امورو کې ستر رول لري.
نو څنگه کولاى شو چې د دغه دروسترو چيلنجونو په نظر کې نيولو سره داسې سترې او پراخې ملي مظاهرې په لاره واچوو ترڅو ځان ، هېواد له دې ناورين څخه راوباسو زما په اند افغانانو ته پکار ده چې على الاقل که ديرغلگر دښمن په مقابل کې سلاح نه شي راپورته کولى (مطلب مې هغه افغانان دي چې دا وخت د دښمن په بيلابيلو مؤسسو، دفاترو کې کار کوي) نو دومره خو دې وکړي چې دخپلو حقوقو د غوښتلو په موخه خياباني مظاهرې او لاريونونه وکړي او ونه ډار شي ډير خلک د مرگ او زندان له ويرې له مظاهرو ډه ډه کوي خو زما يقين دى که مظاهرو ته راووځو دا ويره به مو هم ختمه شي امريکايان نه ټول افغانان وژلي او نه يې په دومره لويه شميره کې زندانونو ته ليږدولي شي نور راځئ چې د تونسيانو څخه الهام واخلو او په پراخو مستمرو مظاهرو تر ورځو، هفتو، مياشتو او کلونو پورې لاس پورې کړو ستومانه نشو، مايوسي پريږدو د ډار او ويرې مصلحت بزدلي بې غيرتي څادر له ځانه لرې کړو او پدې يقين او باور وسو چې مرگ بې اجله او بې وخته نه راځي او کله چې راشي نو بيا به خپلو کورونو او بړستنو کې هم مرو، مظاهرې او لاريونونه هغه ولسي قوت دى چې بې له يوه څاڅکي وينو تويدو ولس او خلک حقوق ترلاسه کولاى شي او سترې سترې غميزې پاى ته رسولى شي او څوک يې مخې ته نشي ودريدلاى او که ودريږي نو ولسي سيلاب به يې د شګو نه جوړ بندونه ونړوي افغانان تر هر وخته دمخه دا وخت دمسلحانه جهاد اومقاومت سره پراخو پرله پسې سرتاسري مظاهرو ته اړتيا لري دا کار به داشغال ورځې رالنډې کړي، دا مظاهرې به ان شاء الله زمونږ د آزادۍ او خپلواکۍ سبب شي پدې شرط چې ټول افغان سياسي او غير سياسي خلک او قوتونه پکې بلاتميز اوبلاتعصب پراخه ونډه واخلي له هر ډول سياسي، مذهبي، ژبني، قومي تعصب نه ډه ډه وشي او ټولو افغانو قومونو او خيلونو ته دهغوى د حقوقو دا عادي پخاطر يو بل ته لاسونه ورکړل شي او په پايله کې داسې يو ملي اسلامي حکومت رامنځ ته شي چې نه پښتون نه تاجک، نه ترکمن، نه ازبک، نه نورستانى، نه ايماق نه بلوچ نه هزاره شکايت وکړي ټولو ته په عددي سياسي، قومي، ديني لحاظ پوره برخه او خپل استحقاق ورکړل شي هيڅوک د سياسي، قومي، مذهبي، ديني، کلتوري محروميت احساس ونکړي پدې کار سره به ټوله ځانځاني اوتعصب له مينځه ولاړ شي هر افغان چې د هر قوم قبيلې او د هرې ژبې ويونکي وي به مطمئن شي، راځي د ذاتي قوم،تنظيم ژبې پرځاى د ټولي افغان ولس او افغانستان په اړه فکر وکړو که افغانستان وي نو مونږ به هم وو اوکه افغانستان الله مکړه نه وي نو مونږ به هم نه وو راځئ افغانستان د هر ډول ويش او تقسيم څخه وژغورو زمونږ حاسد، همسايه گان غواړي افغانستان دخپلو ناولو حاسدانه او مغرضانه گټو پخاطر تقسيم کړي چې د دې ټولو همسايه گانو په سرکې زمونږ متعصب او ډارن گاونډي ايران او ځينې نور قرار لري راځي د همسايه گانو دا ناولي استعماري عزايم په پوره ملي يو والي او وحدت سره له منځه يوسو راځي خپل هېواد او خلک له دغه د دمنشانو وژغورو د افغانستان د ژغورلو لپاره دا وخت د ملي وحدت پراخو مظاهرو ته اړتيا ده پدې کار کې بايد ټول افغانان بلاتميز برخه واخلي خپل ملي اسلامي مسئوليت اداکړي دا مظاهري به د افغانانو ترمنځ د ملي وحدت ريښې نورې هم ټينگې او مضبوطي کړي ددې مظاهرو په جريان کې به مونږ ځينې مزدور افغانان هم وپيژنو چې د اشغالگرانو او همسايه ملکونو په چوپړ کې قرار لري که د تونس عربان د يوې مياشتې په مظاهرو سره د فرانسوي استعمار کمونست او گوډاگي رژيم راپرزولي شي نو افغانان خو ان شاء الله په يوه هفته کې کولاى شي چې هم اشغال او هم د اشغال په سورى کې جوړ فاسد او غلام حکومت له مينځه يوسي زما يقين دى چې دا مظاهري د افغان ولس د ټولو قومونو په خير دى.
دا ملي مظاهري به د افغانانو او افغانستان لپاره دنوې خپلواک آزاد سباوون لپاره پيلامه وي افغانان به له هر ډول طاغوت او طاغوتيت نه آزاد شي دملت حقيقي نماينده گان به چې د ولس له متن څخه وي ددې ځوريدلي ملت رهبران شي، راځئ چې هم فاسدو قيادتونو او هم اشغال پدغه مظاهرو سره ورته د پاى ټکى کيږدو مونږ نوى مترقي پرمختللى آزاد خپلواک اسلامي افغانستان غواړو په نوښت او ابتکار کې د افغانانو خير دى او هغه داډول چې په بشپړ نوي قيادتونه نوى آزادي خپلواکي غير وابسته په دين اووطن ميني څيرې رابرڅيره کړو هېواد وژغورو داسې ملي اردو تياره کړو چې دهر ډول بهرني اغيز نه خوندي موخه يې د هېواد د ارضي تماميت (بشپړتيا) ساتنه او پاسدارى وى داسې پوليس ولرو چې په پوره ملي او اسلامي روحيه د افغانانو کورنۍ امن وساتي هيڅ ډول سياسي کړيو ته ژمن نه وي بشپړه ملي روحيه ولري د هر افغان بلاتميز ساتنه وکړي د خاورې او خلکو پاسداري امنيت يې تر ټولو ستر شعار وي، رشوت فساد څخه ځان وساتي په پوره امنيت د هېواد د گوټ گوټ په امنيت کې هڅه او هاند وکړي.
د دغه ملي پاڅون لپاره دمخلصو ملي اسلامي ځوانو قيادتونو اړتيا ده ځکه ځوانان د ځينو تيروتلو مشرانو په پرتله د هر ډول خارجي اغيز نه په امان او خوندي دي او زمونږ دگران هېواد اکثريت هم ځوانان تشکيلوي چې په سلو کې يوازې شپيته يې ځوانان دى نو ددې عددي او شبابې قوت په وجه ځوانان ددې مستحق دى چې ورته د هېواد په ټولو برخو او ادارو کې رغنده رول ورکړل شي هغه مشرانو ورونو چې ددې هېواد په تاريخ کې يې د پام وړ خدمات ترسره کړي او ورته د الله جل جلاله نه د ټولو خدماتو اجر غواړو او ورته د اخرت د ورځې دکاميابۍ سوال کوو خو داچې وخت بدل شوى بدلونونه رامنځ ته شوي نومونږ او زمونږ هېواديوه شامل هر اړخيز بدلون ته اړتيا لري پدې صريحه خبرو دې ورونه نه خفه کيږي او داسې انگيرنه دې نه کوي چې گويا دا د مشرانو بې احترامي ده بلکې زما په اند احترام دا دى چې مونږ د همدغه مشرانو مشن په نوي روحيه او غښتلو ځوانو مټو او فکرونو پرمخ بوزو او له خپلو مشرانو ورونو څخه دا لويې پيټې په خپلو اوږو واخلو او راکم يې کړو. او ځوانانو ته د خپلو مشرانو په رهنمايۍ کې دنوي منزل پر لور نوښت اوبدلون د ټولو په خير دى خو رکود جمود تحجر تعصب بې ځايه ټينگار او منفيگرايى د هيچا په خير نده له مريض او ضعيف قيادت او مشرتوب نه په کور کيناستل او الله جل جلاله ته عبادت کول سل ځله بهتر ه دي ځکه قيادت مشري هم عبادت دى او هم مسئوليت که څوک د قيادت او مشري تر عهدې نشي وتلى لازمي نده چې پرې پا فشاري او ټينگار وکړي بل له ميراثيت څخه بايد ډه ډه وکړو نور و ځوانانو ته چې د قيادت اومشرۍ حق لري لاره هواره کړو بل دا چې ځوان قيادتونه ور وزو ترڅو د قيادت دناڅاپي بحران سره مخ نشو ځکه حالات انقلابي او اضطراري دي معلومه نده چې څه به کيږي د دې لپاره چې د قحط الرجالي او د قيادت له فقدان سره مخ نشو ښه لاره دا ده چې ځوانان د قيادت او ليډرشپ لپاره وروزو او راوړاندې کړ ترڅو دا انقلابي مسير او انقلابي ولسي کاروان خپل مقصود منزل ته ورسوي، په همدې هيله د ځوانو، تاندو مخلصو په دين وطن مينو فکري او عقيدوي نويو قيادتونو په هيله.


افغانان دې له …