پر افغانانو د ایران اخوندي رژیم ظلم او استبداد د بې ګناه افغانانو د اعدامولو څخه نیولی تر سرحد کې وژل او تحقیرول او په دې آخره کی د ټولو بین المللي قوانینو او انساني اصولو پر خلاف د افغان سوداګرو د تیلو ټانکرونو په سرحد کې درول د ایران د پخوانیو عقدو ښکارندوی دي.
لکه څرنګه چې په کابل او هرات ښارونو کې با احساسه او وطن دوستو افغانانو د ایران د ظلمونو پر خلاف خپل غږ پورته کړل او د لاریونو له لارې د ایران سفارت او قونسلګرۍ مخې ته یی د خپل غوصې اظهار وکړل. ددې په مقابل کې د ایران سفیر داسې غبرګون وښود ته به وایې چی افغانستان د ده د پلار کور ده او اصلي باداران یی همدوی دي او خپل فرمایشات یی افغان حکومت ته وړاندې کړ چې لاریون کوونکي دي ونیول شي. د ټولو افغانانو د توقع برخلاف افغان حکومت له خوا ډېر نرم او ملایم سنګر ونیول شو، خو بیا هم د حکومت د رسنیو مشاور ښاغلی رفیع فردوس دې کور ودان وي چې په یوه جمله (کابل تهران نیست) ایران دولت ته واضح او د افغان ملت له خوا ځواب وویل.
تیره جمعه ایران د خپل څو تنو لاسپوڅو افغانانو چې د افغان نوم هم عاردی چی دوی ته خطاب شي ځکه ددې سره سره چې د ایران له خوا د افغانانو څرګند او واضح وژنې، ظلم او تحقیر نه ښه خبر دي او بیا هم د ایران ننګه کوي ډېر د شرم ځای ده، دغو غلامانو په تهران کې مظاهره وکړه.
که څه هم داسی افغانان چې د ایران ګټو لپاره د هر څه نه تیر دي د ډیر پخوا نه روزل شوي شته دي او څه نوې خبره نه ده بیا په ځانګړی توګه هغه افغانان چی د دوی په مذهبي مدرسو کې خاص د همدې کار لپاره روزل شوي دي او لا روزل کیږي.
ولی عجیبه خبره دا ده چې ایران کې میشت افغانان د ټولو انساني حقوقو بې برخې دي یانې زده کړه، تحصیل، ټولنیز کارونه، په اخترونو او جمعې ورځو کې لمانځه ته نه پریښودل او داسې نور. جالبه خبره داده چې خپله ایرانیان نه شي کولی په آزاده توګه لاریون وکړي نو دا افغانان څنګه وکړای شول چې ایران غوندې ځای کې لاریون او د ایرانی رسنیو په وینا خود جوش؟! لاریون وکړي؟!
افغان دولت کولی شو چې په تيرو نهو کلونو کې کډوالو افغانانو ته خپل وطن کې د کار زمینه برابره کړی وای ترڅو عام افغانان ددې مصیبت نه خلاص شوی وای خو له بده مرغه په دې نهو کلونو کې هیڅ داسې کار د دولت له خوا ونه شو بیا هم دولت ته په کار ده چې راتلونکی لپاره یو څه اقدام وکړي او افغانان له دې بدبختیو وژغوري ترڅو د نورو هیوادونو د شومو اهدافو قرباني ونه ګرځي.