وايي چې څوك په خپله خوښه يو د بل گاونډى نه جوړېږي، دا د خلقت خبره ده چې يو ولس يې د بل ولس په خوا كې خلق كړي او دوى ته يې د ښه گاونډيتوب او تقوى وينا كړې ده.
افغانستان په سيمه كې څو گاونډيان لري: پاكستان، چين، تاجكستان، ازبكستان، تركمنستان او ايران.
د افغانستان او هند د خلكو د لرغونې دوستۍ او ښو اړيكو په توسن، هند هم زموږ په گاونډيانو كې راځي.
گاونډيو هېوادونو ته په كار دي چې يو له بل سره ښه ژوند وكړي، يو د بل ملي حاكميت ته درناوى وساتي، يو د بل ځمكنۍ بشپړتيا په رسميت وپېژني، يو د بل په كورنيو چارو كې لاس ونه وهي، يو د بل مخالفين په خپله خاوره كې ونه ساتي، برعكس يو د بل د ثابت، پرمختگ او برياليتوب له پاره زيار وباسي او په دې توگه په يوه سوله ييزه سيمه كې د خپلو خلكو د نيكمرغۍ، هوساينې، پرمختيا او برم شرايط برابر كړي او ټول په گډه د يوې روښانه راتلونكې په لور وخوځوي.
افغانستان له بده مرغه د ثور له كودتا وروسته له گاونډيو سره د ښه ژوند نيكمرغي له لاسه وركړې او ډېر گاونډيان غواړي چې د افغانستان د ورانولو، تباه كولو او بدمرغۍ په بيه خپلې ملي گټې خوندي كړي او خپل سيال هېواد ته زيان ورسوي.
هغه څه چې اوس ډېر واضح دي، دا دي:
هند او پاكستان غواړي چې د كشمير جگړه په افغانستان كې په مخ وېسي. دوى پوهېږي چې په سرحدي پوله كې مخامخ يا استخباراتي جگړه دوى ته گرانه پرېوزي، له همدې امله د افغانستان د زعامت له كمزورتيا او خپلو پټو عمالو له موقعيتونو څخه گټه پورته كوي او دلته د افغانستان د خلكو د وينو په بيه خپلې راتلونكې گټې لټوي.
چين په دې لوبه كې د پاكستان شا ته ولاړ دى. چين په افغانستان كې د امريكا د متحده ايالاتو او ناتو د پوځونو شته والى په خپله گټه نه ويني. چينايان په دې پوهېږي چې امريكا او ناتو دلته سترې غوښتنې، سترې گټې او راتلونكي پلانونه لري. دوى دلته د پاته كېدلو موخې لري او غواړي چې د ايران، پاكستان، هند، چين او روسيې د اتومي وسلو د كنټرول له پاره، په افغانستان كې دايمي پوځي اډې ولري. چين په افغانستان كې د هند، امريكا او ناتو د اوږد مهاله پټ يا ښكاره شتون مخالف دى او په افغانستان كې خپلې گټې لري.
د افغانستان شمالي گاونډيان بېلابېل دريځونه لري. تركمنستان له افغانستان سره ښې اړيكې لري. افغانستان غواړي چې د گازو د هغه نل ليكې پروژه په برياليتوب تطبيق شي چې د تركمنستان گاز به پاكستان او هند ته رسوي. تاجكستان او ازبكستان هم د افغانستان له دولت سره اړيكې لري. دغو دواړو هېوادونو امريكا او ناټو ته اجازه وركړې ده چې د دوى د خاورو له لارې افغانستان ته اكمالات وكړي. د تاجكستان او ازبكستان چارواكي چې همغه د شوروي اتحاد د وخت كمونستان دي، په افغانستان كې اسلامي غورځنگونه د ځان په زيان ويني او غواړي چې د افغانستان د جگړې د اوږدولو له لارې خپلې پولې خوندي وساتي.
لږ ها خوا روسيه پرته ده چې له افغانستان سره د اړيكو اوږد تاريخ لري. د شوروى اتحاد د واكمنۍ په وخت كې څه باندې يو لك او شل زره روسي پوځونو پر افغانستان يرغل وكړ او غوښتل يې چې خپل يو گوډاگى د افغانستان پر خلكو وتپي، خو زموږ خلكو په يوه ستره او خونړۍ جگړه كې دا يرغل ونه مانه او شوروي پوځونه د ماتې په منلو سره له افغانستانه ووتل.
روسيه اوس هم په افغانستان كې ډيرې گټې لري. روسان د افغانستان په اوسنۍ جگړه كې مخامخ ښكېل نه دي؛ خو په دولت كې د خپلو ملگرو له لارې هڅه كوي چې په افغانستان كې يو بيكاره، فاسد او ماتيدونكى دولت واكمن وي چې ناتو او امريكا خپلو ارمانونو ته ونه رسي او دوى د تزاري روسيې او د شوروي اتحاد د وارث هېواد په توگه، په افغانستان كې د امريكا او ناتو ماتې په سترگو وويني او د دوى په غياب كې بيا د نړۍ د يوه زبرځواك په توگه را څرگند شي.
زموږ لويديځ گاونډى هېواد ايران دى. ايران له امريكا سره ستره او اوږده دښمني لري. پر افغانستان او عراق امريكايي يرغلونو ايران ته ډيرې گټې ورسولې. په عراق كې د صدام حسين سني او په افغانستان كې د اكثريت پښتنو سني طالبانو رژيمونه نسكور شول چې دواړو له ايران سره سترې ستونزې درلودې؛ خو خبره په همدې ځاى كې پاى ته ونه رسېده، د امريكا او ايران ستونزې دومره لويې وې چې دوى يې ان د جگړې تر بريده سره نژدې كړل؛ خو ايران هوښياري وكړه، ايرانيان نه غواړي چې له امريكايانو سره په خپله خاوره كې و جنگيږي، ايرانيان غواړي چى امريكا په عراق او افغانستان كې په گونډو كړي او د سر او مال درانده زيانونه ورته ورسوي.
ايران په تېرو دېرشو كلونو كې په افغانستان كې ډيره پانگونه كړې، په مليونونو افغانان هلته مهاجر وو، ايراني پټو كړيو په دوى كې ډېر كار كړى، ايران دلته د گوندونو شا ته پټ دى، ايران دلته رسنۍ لري، ايران دلته د ديني مدارسو تر شا خپلې گټې ويني، ايران دلته بې له شكه جواسيس لري، د ايران ځنې مرستندويه ټولنې په افغانستان كې په سياسي چارو بوختې دي، ايران د افغانستان دولت ته په كڅوړو كې پيسې وركوي، ايران غواړي چې د افغانستان په ولسي جرگه كې حضور ولري، ايران د سلما او كمال خان د بندونو محافظين وژني، ايران طالبان ته وسلې او پيسې وركوي، ايران په هر ژمي كې افغان مهاجرين وباسي، په خپله خاوره كې افغان مهاجرين ځوروي، افغانان ته درندې جزاوې وركوي، د افغانستان د سوداگرو د تيلو ټانگرونه دروي او لنډه دا چې ايران څو مخيزه لوبه كوي، غله ته وايي غلا وكړه او د كور خاوند ته وايي چې هوښيار اوسه!
ايران په افغانستان كې د امريكايانو برياليتوب نه غواړي. په افغانستان كې د امريكا او ناتو برى د ايران د گټو په ضد دى، ايران په هره بيه چې وي، امريكا ته په افغانستان كې ستونزى جوړوي، په افغانستان كې د جگړې لمن پراخوي، د افغانستان د جمهور رييس په څنگ كې چيغې وهي چې افغانستان اشغال شوى هيواد دى، ايران غواړي چى امريكا په افغانستان كې په يوه اوږده، پراخه، فرسايشى او گوريلايي جگړه كې ماته او ځان ترې هوسا كړي.
چى خبره را لنډه كړو، هيڅوك د خداى له پاره كبان نه نيسي. كبان د ځان له پاره نيول كيږي. زموږ گاونډيان زموږ په بده ورځ كې خپلى گټې ويني. هر يو غواړي چې خپلى اوږد مهاله گټې دلته خوندي كړي. له دې بد حالت څخه خلاصون ډير دروند كار غواړي. اصلي جهاد په مخكې دى. دا جهاد د افغانستان د خلكو د ملي يووالي ټينگول دي. دا جهاد د يوه ملي، پياوړي، هيوادپاله، متعهد او هوډمن زعامت رامنځ ته كول دي او دا جهاد د افغانستان د پرمختگ، برم او عزت له پاره د سترو كارونو سرته وسول دي. كه داسې و نه شي د افغانستان د ډيرو ذواتو نومونه به په تاريخ كې په تورو كرښو وليكل شي .