کور / شعر / غزل

غزل

جانانه مــــــــــــــــــه اوره د هر چا خبرې
پریږده کــــــــــــــــوي دې دا دنیا خبرې
زه مکتدي اشنا امــــــــــــــــــام دی ځما
شېخـــــــــــــــه نور مه کړه د تقوا خبرې
زړه مې ډوب شـوی په تیارو کې ځما
راځــــــــــــــه چې وکـــــــــړو د رڼا خبرې
لاس به په مـــــــا او زه به یې په اچووم
نورې به نکړې د تنهــــــــــــــــــــــا خبری
له سپینې خولې نه دې شکر راووري
راته کــــــــــــــــــــــــــــوې به تر سبا خبرې
پلار دې ســــــاده دی غوله ولی رقیب
په خپله خلـــــــــــــو کړي د بل چا خبرې
کندې لګ رحم یې پــــه زړه کې راشي
نن دې بابا سره کـــــــــــــووم بیا خبرې
زړه به مې وچـــــوي چې منکره نه شي
راته کــــــــــــــــــــــــوي به نن صفا خبرې
ګرانې پرهــــر نه چې ناسور جوړا وي
څومره ترخې وي د جفــــــــــــــــــا خبرې
زه ګناه ګار یمه شـــــــــــــــکي یم خلګو
ما ویل دروغ دي د اشنـــــــــــــــــا خبرې
د زړه صندوک مې چې ورخلاص کوشفق
پکې پرتې وې د وفــــــــــــــــــــــا خبرې