د افغاني پاچاهانو لنډ ژوندليک د ځوان او تاند ليکوال بشيراحمد ريان اثر دى چي د دوهم ځل لپاره د ليکوال له بيا کتنې سره د زرټوکه په تيراژ په نوي بڼه په کوټه کي صديقي خپرندويې ټولني خپور کړ.
دا کتاب چي شاوخوا ٢٠٠ مخونه لري،په رنګه او توره پښتۍ په ښوى اخباري کاغذ چاپ شوى دى.
د پاچاهانو ژوندليک کي د ٣٤ تنو افغان واکمنانو ژوندليکونه راغلي دي چي له ميرويس نيکه نه پيل او په حامد کرزي ختم شوي دي،کتاب په لومړي ځل وړم کال (١٣٨٧هـ،ل) کي چاپ شوى، چي د لوستونکيو له توند او تود استقبال سره مخ شو او ډېر ژر په بازار کي ختم شو.
بشيراحمد ريان د پښتو اوسمهال ادب هغه تاند نوم دى چي په کم عمر او لږه تجربه خو په پراخي مطالعه يې کابو اته اثره پر پښتو ادب لورولى او څو نور يې هم د چاپ لار څاري .
د افغاني پاچاهانو ژوندليک ليکل،ټولول او په ناپېيلي توګه يې څيړل،که څه هم آسانه نه برېښي خو بشير ريان يې په ډېره خوږه او بې طرفه ژبه څيړلو کي تر يو بريده بريالى ښکاري.
که څه هم تاريخي ليکني او څيړني کول موږ ته د ډېرو مشرانو او پخو ليکوال په وسه بر ښکاري خو بشير په اتلس کلنۍ کي دا دوهم کتاب دى ،چي څيړلى او ليکلى هيره دې نه وي چي لومړى تاريخي اثر يې د ټولواک او ستر احمدشاه بابا په هکله دى.
د نوموړي په ليکنو کي ډېر پېچلي او تريخ مفاهيم په ډېر خوږ انداز او ښه اسلوب کښل شوي دي، چي د ده د ښه راتلونکي او د پښتو ادب په اسمان کي په ښه ځلېدا شاهدي ورکوي.
کتاب په کوټه برسېره د هيواد په جنوبي ولاياتو او يوشمير نورو کتاب خانو کي موندلى شئ او هم يې په دې بريښناليک پتو معلومات کولائ شئ:
د ليکوال برېښناليک پته :
basherrayan@yahoo.com
د خپرندويې ټولني پتي:
صديقي خپرندويه ټولنه،کاسي واټ ،کوټه،پاکستان
صديقي کتب خانه،ارګ بازار ،کندهار،افغانستان
Siddiqi_pub@yahoo.com