د روزگان ولايت په مربوطاتو کي دملي پيوستون پروگرام نوولس پراختيايي پروژي په دي وروستيو کي بشپړي اود ٢٨٤٤ کورنيو گټي اخستني ته وړاندي شوي .
د روزگان ولايت دملي پيوستون پروگرام ديوي منبع په قول په دي پروژو کي ټولي ٣١ مليونه ٧٧٦ زره افغاني مصرف شوي .
ددي پروژو له جملي نه دترينکوټ په شاو خوا سيمو اولس پاتي پروژي ددهراود او چوره په ولسواليو کي بشپړي شويدي .