کور / تازه خبرونه / شل وسله وال د سولې له بهير سره يوځاى شول

شل وسله وال د سولې له بهير سره يوځاى شول

دسولي سره د يوځاى کيدو په بهير کې شل تنه وسله وال طالبان دجوزجان په ولايت کې له دغه بهير سره يوځاى شول .
دنوموړي ولايت والي وايي دغه کسان دشامحمدکلاتوال په مشرۍ ددغه ولايت په درزاب ولسوالۍ کې دسولي له بهير سره يوځاى شوي دي .
نوموړى زياتوي دغه کسان دوسله والو طالبانو ديو وتلي قومندان ملانعمت الله پوري تړلي دي او تردي وړاندي په ورانکاري فعاليتونوکې لاس درلوده .