افغان ولسمشر حامد کرزې له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره نن د يو جګ پوړي پلاوي په مشرۍ مسکو ته روان شو.
د جمهوري رياست له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې ښاغلې حامدکرزې به مسکو ته په خپل دې سفر کې له خپل روسي سيال ديمتري مدودف او د دغه هېواد له صدراعظم ولاديمير پوتين او يو شمېر نورو جګ پوړو چارواکو سره وګوري.
د اعلاميي له مخې په دې سفر کې به د افغانستان او روسيي ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په برخه کې ځينې تړونونه هم لاسليک شي.
په دې سفر کې د بهرنيو، دفاع، کورنيو چارو، ماليي او سوداګرۍ وزيران، د ملي امنيت سلاکار او يو شمېر ملي سوداګر د ولسمشر کرزي ملګرتيا کوي