کور / تازه خبرونه / د قبايلي طالبانو تحريک په تروريستي ليست کې شامل کړل شو

د قبايلي طالبانو تحريک په تروريستي ليست کې شامل کړل شو

برتانيې د قبايلي طالبانو تحريک دنوموړي هيواد په ترورستي نوملړکې شامل کړي دي .
دبرتانيي دکورنيوچارو وزير ددغه هيواد په عامه غونډه کې قبايلي طالبان يې په پاکستان کې په پرلپسې بم ايښودنه،دپاکستاني ځواکونو پر وړاندي دپياوړتيا، په پيښورکې دامريکا په قونسلګرۍ بريد او په ناټوځواکونو دبريدونو مسؤل وباله .
دبرتانيه په تروريستي نوملړکې دقبايلي طالبانو دتحريک شامليدل هر ډول مالي مرسته دغه ډلي ته منعه کوي .