پرون جلريز ولسوالۍ ته تللي وو ، هلته مو د خپلوانو له ډلې څخه يو ځوان وفات شوى و. دغه ولسوالۍ سړه هوا لري ، د تګ په وخت کې مې خپل ٧ کلن زوى رشاد جان او د هغه وړه خور ډيوه جانه ، کابل کې د يوه نږدې خپل په کور کې پرېښودل.
متوفي طارق عزيز نوميده او هغه زموږ کورته ځکه تګ راتګ درلود چې موږ سره يې کور کې يوځاى د تره ميرمن ( چې زما ترور کېږي) اوسېږي .
رشاد ، ټوله ورځ موږ ته په انتظار تېره کړې وه او چې کله راورسېدو نو زنګ مې ور وواهه او شيبه وروسته له خپلې خور سره ساه نيولى راورسېد .
رشاد ، مې خواته کيناست او بيا يې سمدستي وپوښتل : دادا ، طارق عزيز مو وسوځوه ؟
ما ويل نه ، زويه ولې يې وسوځوو ، خښ مو کړ .
رشاد زياته کړه : آنش ، چې يې وسوځوه ؟
آنش ، له طلوع ټلويزيون څخه د خپرېدونکي هندي سريال ( زمانى خشو هم عروس بود ) ، کرکتر و چې ددغه سريال د مرکزي کرکټرې تولسي له خوا ووژل شو او بيا د هندوانو له مراسمو سره سم وسوځول شو.
د رشاد ، دې پوښتنې ماته په سلګونو نورې پوښتنې را پورته کړې .
د حامد کرزي په مشرۍ د موجوده نظام چارواکي ، خپلې ټولې ګناه وې په دې پټوي چې ګويا د بيان ازادي يې نهادينه کړې ده .
خو دوى په دې اړه هيڅ فکر نه کوي چې دغې بې مهاره ازادۍ ولس او په ځانګړې توګه تنکي نسل ته څومره زيانونه اړولي او اړوي يې ؟
په هندوانو خپل مذهب ګران دى ، په شعوري توګه په سريالونو کې داسې صحني ننداري ته ږدي چې د دوى مذهبي مراسم وښيي.
خو زموږ تصويري رسنۍ پرته له دې چې خپل مذهب ته درناوى په نظر کې ونيسي ، دغه شان سريالونه ډوبله کوي او خپروي .
شاخوا څلور کاله وړاندې په دولت کې شاملو ديني عالمانو په کابل کې يو نمايشي حرکت اجرا کړ ، د ( زمانې خشو هم عروس بود ) په ګډون يې ځينې هندي سريالونه منع اعلان کړل ، ګواښونه يې هم وکړل ، خو وروسته معلومه شوه چې د ګوتو په شمار سريالونو د سلګونو امامانو زور ونه رسېد.
وروسته دغه جذباتي ملاصاحبان هم غلي شول ، ځکه دوى له دولت نه معاش اخلي او که غلى شوي نه واى ، نو شايد دغه امتياز يې له لاسه ورکړى واى .
زموږ په وطن کې هميشه تر هغه وخته شعارونه ورکول کېږي چې شخصي ګټې خوندي وي او کله چې دغه ګټې له خطر سره مخ شي نو بيا د شعار لپاره ژبه وچېږي .
و ګورئ ، يو وخت جهادي مشرانو په کابل کې پراته ټول خلک مباح الدم ګڼل راکټونه يې پرې اورول ، دغه شان دې پلو د خپلې واکمنۍ له کرښې بيرون هېوادوال مباح الدم ګڼل ، بمبارونه ورباندې کول ، په سکارډ او اروګان راکټونو يې ويشتل .
خو چې کله ددوى شخصي ګټه په دې کې ورکه شوه ، نو د دواړو غاړو مشران تر يوه چتر لاندې دملي شورا په ودانۍ کې اوږه او په اوږه کيناستل او يو بل ته صاحب ، صاحب وايي .
په هر صورت ، ښه خبره داده چې هرڅوک د خپلو کوچنيانو راتلونکې ته په فکر کې شي او لږ ترلږه په کورونو کې د ټلويزيونونو په پردې هغه څه ونه ګوري ، کوم چې د دوى د تنکيو ماشومانو په عقايدو ، ناوړه اغيزه کوي .
د مرغومي ٣٠مه ، ٨٩