په هلمندولايت کې دملي اردو ديولړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د دوه سيمه ييزو قومندانانو په ګډون اوه ويشت وسله وال طالبان وژل شوي اويوه اندازه چاوديدونکي توکي او وسلي هم هم ددغه ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د دوه پنځلس ميوندقول اردو درسنيو دفتر له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي دغه عمليات دهلمندولايت دګرشک،مارجي،نادعلي،موسى کلا ،سنګين اوګرمسير ولسواليو په بيلابيلو سيموکې ترسره شوي دي .
دخبرپاڼې له مخې په دغه عملياتوکې دملي اردو يوسرتيرى هم وژل شوى دى .