کور / تازه خبرونه / پکتيکا: د ماين چاودنې۱۳ ملکي وګړي ووژل

پکتيکا: د ماين چاودنې۱۳ ملکي وګړي ووژل

دپکتيکا ولايت دخوشامند په ولسوالۍ کې دسړک دغاړې دماين دچاودنې له امله ديارلس تنه ملکي وګړي ووژل شول .
دپکتيکا والي محب الله صميم رسنيو ته وويل :دغه پېښه نن غرمه لس بجې ديادې ولسوالۍ دنوې کلا په سيمه کې دملکي خلکو په يوه رېکشا موټر پسې چاودنه شوې، چې ديارلس تنه پکې ووژل شول .
نوموړي زياته کړه دپېښې قربانيان ډېری ښځې اوماشومان دي چې له دې سيمې څخه بلې سيمې ته روان وو.
نوموړي ددې پېښې عاملين د وطن دښمنان وبلل او وايي ،چې په دې اړه پلټنې روانې دي .
ياده دې وي چې له دې وړاندې هم دپکتيکا ولايت په بيلابيلو سيمو کې دملکي خلکو په موټرو پسې چاودنې رامنځ ته شوې .