دايران سفير دولسمشرحامدکرزي سره په ليدنه کې ويلي ټاکل شوي ده په راتلوونکي څلور ورځو کې افغانستان ته دتيلو دټولو ټانکرونو د داخليدلو اجازه ورکړي .
په دغه ليدنه کې هوکړه وشوه چې داقتصاداومالي وزيران اودسوداګرۍ وزارت دمرستيال په ګډون يو پلاوى ايران ته سفر وکړي او له هغه هيواد څخه افغانستان ته دنفتي موادو د دوامداره ليک پاڼې په اړه دايراني چارواکو سره خبري اتري وکړي .
ديادونې وړده دايران لخوا افغانستان ته دتيلو بنديدل دهيواد دوګړو له سخت غبرګون سره مخامخ شوى دى .