دافغانستان دکانونو دويستلو لپاره تردي دمه يوسلو اوه تړونونه لاسليک شوي دي چي يوشمير چارې پيل شوي دي .
دکانونو وزارت وايي دغه ټول کانونه دخصوصي برخي سره قراداد شوي دي او دافغانستان دکانونو دويستلو سره به ددغه وزارت عوايد هرکال لوړشي او دهيواد ډيرى شمير اوسيدونکولپاره به دکار زمينه هم برابره شي .
دکانونو وزارت زياتوي دغه وزارت په څو وروستيو کلونوکې دڅو خصوصي شرکتونو سره دمسو دعينکو دکان،دسرو زرو د دريو کانونو،دسيمنټو دخامو توکو ديوکان،د ډبرو دسکرو دشپږو کانونو دجغلو اوشګو دتوليد داوو کانوو،دتلاق ډبرو دشپږو کانونو، په ودانيو کې دکاريدونکو ډبرو ديوکان،د مرمرډبرو د ديارلسو کانونو،دمالګي ديوه کان،دګچو د دوو کانونو اوشمير نورو کانونو تړونونه لاسليک کړي دي .