کور / تازه خبرونه / هلمند :يو پوليس په ۱۹كاله تنفيذي بند محكوم سو

هلمند :يو پوليس په ۱۹كاله تنفيذي بند محكوم سو

دنقيب الله په نوم دغه پوليس د هلمند ولايت دنادعلي ولسوالۍ اوسېدونكى دئ چي شاوخواڅلورمياشتي وړاندي دپوليسو په ليكوكي په همدې ولسوالۍ كي شامل سوى و چي تر شاملېدو څه موده وروسته دحاجي معلم داود په نوم يوبل پوليس چي هغه هم د ده سره يوځاى دپوليسو ليكو ته تللى و اوپه همدې ولسوالۍ كي يې دپوليسوپه ليكوكي دنده ترسره كوله په قصدي توگه د ټوپك په ډزو وژلى و.
دغه پوليس د سېشنبې په ورځ د كندهارزون د لومړنۍ پوځي محكمې دخوا په داسي حال كي چي ددې محكمې رئېس بريد جنرال قضاوتوال محمد يوسف صافى ،مدافع وكيل ،مؤظف څارنوال اولسگونوامنيتي مسؤلينوگډون درلود د جزا د قانون د۳۹۶مادې د درېيمي فقرې پر اساس په ۱۹كاله بند محكوم سو.
د يادوني وړده چي څه موده وړاندي د دې ولايت په گرشك ولسوالۍ كي يوتن قاتل د خپل پلاردوژلوپه جرم دعلني محكمې دخوا په اعدام محكوم سوى و.