له دې سره سره چې ټا کل شوې ده، دافغانستان نوې ولسي جرګه د ولسمشر لخوا دسلواغې مياشتې په لومړۍ اونۍ کې پرانستل شي، وړمه ورځ د دوهم ځل لپاره دافغانستان لوى څارنوال محمد اسحاق الکو تېرې ټاکنې ددرغليو ډکې وبللې او څرګنده يې کړه چې دا ټاکنې مشروعيت نه لري الکو وويل: د ولسي جرګې تر پرانيستلو وروسته هم محکمه کولى شى چې تورن وکيلان محکمه او د قانون منګولو ته وسپاري او ورڅخه پوښتنې او ګروېږنې وکړي.
لوى څارنوال په خپلو څرګندونو کې دا په ډاګه وويل چې په ټاکنو کې د درغليو او سرغړونو په تور (٤٥٠٠ ) نه ډير سندونه او شواهد لاس ته راغلي چې د ټاکنو پايلې تر سوال لاندې راولي او دغه ټاکنې دوى ته مشروعيت نه لري (مونږ دا ټاکنې مشروع نه ګڼو، په همدې خاطر مو دعوه وکړه اسناد مو غونډ کړل محکمې ته مو ولېږل) همداراز لويې څارنوالۍ له دې مخکې هم يادې ټاکنې نا مشروع بللې وې څارنوالۍ ويلي وو (دغه ټاکنې مونږ ته مشروعيت نه لري او په هيڅ وجه مونږ نشو کولى چې دغه ټاکنى قانوني وبولو) چي وروسته بيا د ولسمشر په منظورۍ يوه ځانګړې محکمه جوړه شوه ترڅو د ټاکنو په پايلو له سره غور وکړي، اوس دادي د ځانګړې محکمې له کاره هم څو ورځې تېرېږي، خو تراوسه پوري هيڅ د پام وړ لاس ته راوړنه نه لري. روانه وضعه دا پوښتنې زېږوي چې ايا دا ټاکنې خو به د پښتون قام لپاره کومه دسيسه يا توطئه نه وي چې ولسمشر هم په ياده توطئه کې برخه ولري؟ ايا دا د محکمې د کار ځنډېدل خو به افغان ولس ته دوکه ورکول نه وي؟ د ځانګړې محکمې دې ډول ځنډني کار ته ټول معترض کانديدان او هغه افغانان چې دزياتو امنيتى ستونزو سره سره د رايو صندقونو ته راغلل تر څو خپل رښتينى استازي ولسې جرګې ته وټاکي د شک په سترګه ګوري. د اساسي قانون له مخې هر افغان حق لري هغه که غريب دى، شتمن او ياهم معيوب، کونډه او يتيم ټول افغانان دي او ټول دا حق لري چې د واقعي او شفافو ټاکنو له لارې ولسې جرګې ته خپل استازي وټاکي ترڅو يې غږ حکومتي چارواکو ته ورسوي د دوى ستونزو ته دحل لاره پيدا کړي، نه داسى کسان چې تر پرونه يې دټوپک د ميل نه ډوډۍ پيداکوله. او د يوى ظالمې او قاتلې ډلې د رهبرۍ په څوکۍ ناست وو نن د غير مشروع ټاکنو او درغليو له لارې د افغان ولس د وکالت په څوکۍ ناست دي.
ايا دا کسان به دافغانانو استازيتوب وکړي، که به نور هم د دغو کړيدلو او ځوريدلو افغانانو په برخه ليک لوبې وکړي، لکه تل يې چې کړي دي او ايا……………؟ په پاى کې مې له ځانګړې محکمې او ولسمشر څخه غوښتنه داده چې د مظلومو او تل کړېدلو افغانانو او افغان ولس رايو ته درناوى وکړي او پرېنږدي داسې کسان چې په قتل، قاچاق، اختطاف…………کې په کلونو کلونو تجربې لري او همېشه يې د خلکو په وينو تغذيه کړې او د خوار ولس په مال او جايداد يې خېټې اچولى دي او د ټاکنو د کمسيون چارواکو چې په درغليو تورن دي او د پارلمان چوکۍ يې په سراى شهزاده او دبۍ کې ليلام ته وړاندى کړى وى، چې د دوسوه زرو ډالرو په بدل کې پلورلوته وړاند ې کړى وي خو اوس همدغه چارواکي په رسنيو کې دا په ډاګه وايي ، چې مونږ هيچاته دا ايجازه نه ورکوه ، چې د ټاکنو کمسيون په چارو کې لاس وينه وکړي خو د ټاکنو د کمسيون چارواکې، چې په سلګونو زره ډالر يې د نوماندانو نه اخستې او وعده يې ورسره کړى ، چې د ټاکنو په پايلو کې به بريالې اعلان شى خو هغه نوماندان ،چې دافغانانو په رښتينى رايو ولسى جرګې ته بريالي شوي وه دهغه درايو نه په استفاده وکړه او ناکام يې اعلان کړل او ځانګړى محکمه بايد په فساد کې ښکيل اشخاص د قانون منګولو ته وسپاري او داسې يې مجازات کړي ترڅو په راتلونکې کې د نورو داسى چارواکو لپاره يو مثال شي او هيڅ کوم چارواکې دا جرئت ونه کړي ، چې دافغانانو په برخليک لوبې وکړي او ځانګړى محکمه بايد دغه ټاکنې لغوه اعلان کړي تريوه کاله پوري مخکنى پارلمان بيا په کار پيل وکړي يو کال وروسته د دويم ځل لپاره ټاکنى ترسره شي کنه نو په هيواد کې به يو ملې ناورين رامنځته شې چې ډيرى بدې پايلى به ولري .