په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو لس کاله پوره شول خو بيا هم امريکا په دې ونه توانيده ،چې خپل اهداف لاس ته راوړي . او ورځ تربلې امنيت مخ په خرا بيدو دي د طالبانو په ليکو کې زياتوالي په پراخه کچه ترسترګو کيږى او خپلو عملياتو ته يې د هيواد په ګوټ ګوټ کې زور ورکړى او په ناټو ځواکونو په پرله پسې توګه بريدونه کوي ، چې د ناټو ځواکونو په تلفاتو کې ورځ په ورځ زياتوالى راځې خو د افغان دولت او ولس ترمنځ واټن او د خلکو بى اعتمادي او د نړيوالو ځواکونو خپل سرى عمليات ، چې د افغانانو دود او د ستورته هيڅ پام نه کول د شپې پرمهال د خلکو په کورونو چاپى اچول ، په زندانونوکې په زندانيانو جنسې تيرى ، په سپيو داړل ، د تحقيق په وخت کې دهغوى بربنډول او لوڅ عکسونه اخستل ، داټول هغه لاملونه دي ، چې د نړيوالو ځواکونو او افغان دولت لپاره يې ستو نزې پيداکړي دي .
که ځير شو نو دا ښکاره خبره ده ، چې د ولسمشر حامد کرزى دوه کلونه پوره کيږي چې په وزارتونو کى دوزيرانو چارى سرپرستان په مخ وړي او ولسمشر نشي کولي په لوړو پوستونو کې د امريکا له خوښى پرته ټاکنى وکړي. او بله جدى ستونزه داده ، چې په دولتې ادارو کې فساد ، چې د دولت لوړ پوړي کسان پکې ښکيل دي په زياته کچه شتون لري چې بهرنيان يې ملا تړ کوي او نه غواړى ، چې افغانان يو پياوړى دولت ولري او د نظامي پلوه يو پياوړى او پرمختللي او په عصري تجهيزاتو سنبال ملى اردو او ملې پوليس ولري دا ټول هغه سوالونه دي ، چې د هر افغان خوب يې ورنه اخستى ، چي ايا بهرنيان د څه لپاره راغلي او څه غواړى ولي له يو خوانه بهرنيان وايې ، چې د دولت د مخالفينو سره د سولې خبرى وشي اوله بلې خوانه يې د دولت په مخالفينو خپلو بريدونو ته زور ورکړې، چې يوه بيلګه يې هم په کندهار ولايت کې د اميد په نامه عمليات دي، چې د سيمې خلکوته پکې زيان رسيدلي، چې د دولت لخوا سيمې ته پلاوى واستول شو له څيړنو وروسته يې خپل ريپوټ ولسمشر ته وړاندې کړ چې د سلو مليونو دالروپه شاوخواکې ملکې وګړيوته پکې زيان رسيدلی دی .
د دوي دغه ړانده ګذارونه، چې په افغانانو يې په پرله پسې توګه کوي ترکومه به دوام کوي، ترڅو به د خپلو اهدافو لپاره افغانان هدف ګرځوي له دې ښکاري چې لوديځ نه غواړي، چې افغانان په سوله او ارامه فضا کې ژوند وکړي اوس دا يوه ښکاره خبره ده، چې امريکا څه غواړي . او د څه لپاره راغلي. زما په نظر کله چې په امريکا کې په يولسم د سپټمبر القاعده بريدونه وکړل چې زيات ځاني او مالي زيانونه يې واړول خو دا دى امريکا يو طرحه وه ، چى جوړه کړي يې وه د ترهګرو د نامه نه په استفادې سره يې ترسره کړل چې دا دي غرب لپاره يو ډيرښه چانس وه تر څو دوي په افغانستان کې د ترهګرو د نامه نه په استفادې د خپلو شومو اهدافو لپاره په افغانستان بريد وکړي .
نړيوالې ټولنه يې پوره ملاتړ وکړ خو امريکا دا چې د نړيوالې ټولنې ملاتړ يې خپل کړ او د نورو هيوادونو پوځي او مالې شتون له ځان سره ولرى په افغانستان بريد وکړ او د طالبانو حکومت يې ړنګ کړ ، چې ورسره د هيواد په ګوټ ګوټ کې امنيتې وضعيت ورځ تر بلې ښه کيده د بيا رغوني کارونه پيل شول هلکان او نجونې د مکتبو په لورروان شول هرڅه خوښ ښکاريدل او هر چا دا فکر کاوه ، چې بهرنيان د سولې لپاره راغلي تر څو زمونږ ملې اردو او ملې پوليس د خدمت جوګه کيږي سوله ساتې ځواکونه به زمونږ د هيواد امنيتې چارې په مخ وړي خو دا هرڅه دوه کلونه وروسته په خوب بدل شول د هر افغان هيلې په ناهيلۍ بدلې شوي امريکا يو ځل بيا د پاکساتان د (اى اس اى ) په مرسته طالبان ورغول تر څو په افغانستان کې امنيتې وضغيت کړ کيچن کړي او امريکا چې د کومو اهداپو لپاره افغانستان ته راغلى وه لاس ته يې راوړي خو داځل به پاکستان، چې د امريکا سره د دوستې چيغى وهي د خپل دوست امريکا لخوا به و چيچل شى او په نږدې راتلونکى کى به غربيان په ترهګرو پسې د پاکستان په خاوره کې پلى کيږي او په نوموړيې سيمه کې به د القاعده او طالبانو مرکزونه له منځه وړي.
دوي به په پاکستان کې خپلو عملياتوته پراخوالى ورکړى، تر څو د پاکستان اټوم ځاي ته ځانونه ورسوي ، چې يوه بيلګه يې د امريکايانود څارګرو الوتکو بريدونه دي، چې ورځ تر بلې زياتې پکې راځي او د پاکستان په خاوره کې په پرله پسى توګه د طالبانو مرکزونه په نښه کوي له يوي خوانه د طالبانو سره پوځې مرستې کوي او له بل لوري نه په پاکستان کې خپل عمليات پراخوي . څه موده وړاندي د ناټو عمومې قومندان څرګندونې وکړى که پاکستان زمونږ سره په رښتينى توګه همکارې ونه کړي زمونږ ځواکونه به په پاکستان کى د ترهګرو په ضد جګړه پيل کړې ترڅو د ترهګرو د روزنى مرکزونه په بشپړ ډول له منځه يوسو اوس امريکا غواړى خپل عمليات پاکستان ته وغځوې اوپه هدف چى راغلې وه لاس ته يې راوړي چي اوس امريکا خپل هدف ته نژدى شوي ترڅو د پاکستان اټومې وسلې ترخپل کنترول لاندى راولې او اټومې ځواک يې له منځه يوسي .
دا دې امريکا لپاره يوه لاس ته راوړنه ده او امريکا ويريږې که د پاکستان اټومې ځواک د اسلامې تند روانو په واک کې ورشې نو د امريکا په ضد به يې وکاروي او بل دا چې پاکستان په ټوله اسلامې نړى کې يو اسلام پاله هيواد دي ، چې په زياته کچه دينى مدرسې او ملايان پکې شتون لرى او د نورو اسلامى هيوادونو نه ځوانان راځې په پاکستانې مدرسو کې زدکړي کوې چې وروسته بيا نورو هيوا دونو ته ليږل کيږې چې د غربيانو په ضد ترهګريز بريدونه ترسره کړي او بل دا چې امريکا غواړى هغه هيوادونه چې په نړي کې په يوه قوې ځواک بدليږي لکه چين چې په ټوله نړې کې اوس د هر پلوه يو پر مخ تللې هيواد دي او په ډيره چټکتيا له اقتصادې او نظامې پلوه مخ په وړاندې روان دي امريکا ويريږې که چين همداسې د ترقې په لور روان وي په راتلونکې کې به زمونږ لپاره يو سر خوږى وګرځى دابه د امريکا د ګټو لپاره يو خنډ وګرځې غربيانو چې کوم خوب ليدلى دا به هيڅ کله په حقيقت مبدل نشې ځکه چې امريکا اوس د ناکامۍ په لور روانه ده چې امريکا به هم د روسانو په څير په ټيټو سترګو له افغانستان څخه خپلې پښى سپکوي او په بد نامۍ به له افغانستان نه وځې او افغانانو ته په کار ده چې د خپل هيواد لپاره سره يو موټى شې خپل منځې اختلافات هير کړې ټول د افغان په نامه ته يوه ملې بيرغ لاندي د هيواد لپاره کاروکړي او هيچاته دا ايجازه مه ورکوي چې ستاسو په منځ کې دپښتون ، تاجک ،هزاره ،ازبک ………. دنامه نه په استفادې سره خپلو اهدافو ته ځانونه ورسوي