دملي امنيت لوي رياست په هلمند اوفراه ولايتونو کې دوسله والو طالبانو ديوه قومندان او د درې تنو ماين ايښودونکو له نيولو خبر ورکوي .
دنوموړي رياست په يوه خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې دوسله والوطالبانو دغه قومندان ملاعبدالله نوميږي او درزګان ولايت اوسيدونکى دى .
خبرپاڼه زياتوي دغه دري تنه ماين خښوونکي دفراه ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې نيول شوي .
ديادي ولسوالۍ چارواکې وايي دغه کسان په فراه ولايت کې دوسله والو طالبانوديومشهورقومندان ملاعبدالقادر له لوري دپيسو په بدل کې دسړک ترغاړې دماينونو دځاى پرځاى کولوپه موخه ګمارل شوي وو .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه