په هلمندولايت کې ديوولس کيلومتره په اوږدوالې ديوسړک دقيرکولو چارې دنوموړي ولايت دوالي لخوا پيل شوي .
دنوموړي ولايت لخوا په خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي دغه سړک دنوموړي ولايت دمرکزلښکرګاه څخه پيل او ترنادعلي اومارجي ولسوالۍ پوري غزيدلى دى .
دخبر له مخې دغه سړک د دوه سوه اويازره امريکايي ډالرو په مالي لګښت دانګلستان دنړيوالي پرمختيايي اداري له لوري جوړيږي .