کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زموږ بې څوکه هېواد او د امریکا یرغلیز سیاست

زموږ بې څوکه هېواد او د امریکا یرغلیز سیاست

له یوې لسیزې زیاته موده کېږي چې زموږ ګران او اسلامي هېواد افغانستان د امریکا په مشرۍ د بهرنیو تیري ګرو هېوادونو په ولکه کې دی او دغه هېوادونه په ځانګړې توګه امریکا، زموږ په هېواد کې د خپل پوځي شتون د
توجیه کولو لپاره ډول ډول سیاستونه او سټراټژۍ غوره کوي.
له دې به تېرشو چې زموږ پر هېواد د امریکا او نورو کفري هېوادونو د پوځي او کلتوري یرغل ته څه اړتیاوه او  د کومو نومو په کارولو سره یې سپېڅلي افغانان او ددې هېواد بچیان یې تش په نامه یاغیان کړل، ځکه په دې خبره
ټول پوه دي او هرڅه ورته د لمر په شان روښانه دي.
که څه هم چې پر افغانستان د امریکا او ناټو له خوا د نیواک له پيله ډېری افغانان پدې پوهېدل چې امریکایان د تاریخ په اوږدو کې له نیواکي هېوادونو او سیمو په خپله خوښه نه دي وتلي او تر اوسه پورې یې په نړۍ کې داسې سیمه هم نه شوو موندلای هلته دې نیواکي سیمې ته د امریکا خدمت او کار د بېلګې په توګه یاد کړای شوو.
خو بیاهم افغانان د ناټو او امریکایانو تر نیواک لاندې په څه باندې لسو کالو په اوږدو کې په دې تمه وو چې ګوندې نن یا سبابه ددغه ناورینه خلاص شو او زموږ له هېواده به ټول بهرني عسکر ووځي.
دا هیلې به هم له دې امله پيدا کېدې چې امریکایي چارواکو د خپل نیواک په اوږدو کله ناکله داسې سیاستونه غوره کړي چې ته به وایې دادي نن یا سبابه زموږ له ملکه وځي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما څو میاشتې مخکې اعلان وکړ چې له افغانستانه به د خپلو عسکرو د وتلو لړۍ د ۲۰۱۰ کال په پای کې پيلوي، خو بیا څه وخت وروسته ځینو نورو امریکایي چارواکو وویل چې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه به له افغانستانه وځي او بالاخره په دې اړه په لیسبون کې د ناټو د مشرانو په هغه ناسته کې چې کرزي هم ګډون پکې وکړ، د ناټو د مشر راسموسن او ښاغلي کرزي ترمنځ موافقه وشوه چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به افغانستانه بهرني عسکر وځي.
خو د تېرې سه شنبې په ورځ افغانستان ته د اوباما مرستیا جوبایډن ولاړ او هلته یې له کرزي او نورو افغان چارواکو سره وکتل.
که څه هم چې له افغان چارواکو سره د بایډن د خبرو په اړه د کابل ددولت ځواب په مطبوعاتو کې انعکاس پيدا نه کړ، خو بایډن په کابل کې خبریالانو ته په ډېر مکارانه یا دوکه بازۍ سره وویل چې امریکا د افغانستان د اداره
کولو نیت نه لري او که افغانان ترې وغواړي چې تر ۲۰۱۴ کال پورې دې له دې هېواده خپل عسکر وباسي نو دوی به همداسې وکړي او که ترې وغواړي چې عسکر دې نه وباسي نو خپل عسکر به ونه باسي.
دبایډن دا خبرې هم یوډول په لیسبون کې د کرزي او راسموسن له موافقې سرغړونه ده، ځکه چې که دوی ښاغلی کرزی د افغانستان د ولسمشر په توګه مني، نو د هغه او راسموسن ترمنځ خو موافقه شوې ده چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به ټول بهرني عسکر له افغانستانه وځي، نو بیا د بایډن داخبرې د څه لپاره چې وایي که افغانان نه غواړي نه به وځي!
له دې مخکې د امریکا یوه سناتور هم ویلي و چې امریکا باید په افغانستان کې دایمي اډې جوړې کړي، چې په دې اړه هم افغان لوري چې ځان د ولس واکمن ګڼي هیڅ غبرګون په ډاګه نه کړ.
اود امریکا د پوځ لوی درستیز مایک مولن د خبریالانو په ټول کې یوځل بیا په ډاګه کړه چې د امریکایي چارواکو لپاره د منځني ختیځ سیمه هماغه راز د امریکا د پوځي سرزورۍ برخه ګڼل کېږي.
د امریکا تر ټولو لوړ پوځي چارواکي، مایک مولن خبريالانو ته ویلي دي چې ناټو به په افغانستان کې په روان میلادي کال کې ډېر سخت پړاو ولري.
چې داهم له یوې خوا افغانانو ته د خپلو خویندو او وروڼو د مرګ ژوبلې بوږنونکی خبر دی او له بلې خوا ددغه هېواد په اړه د امریکا او ناټو د مشرانو ټولې مخکینې هغه ژمنې تشې دوکې وې چې له دغه هېواده د وتلو په اړه
یې کړې وې.


د امریکا لوی درستیز چې د افغانستان له امنیتي وضع نهیلیدونکی انځور وړاندې کوي، له افغانستانه د وتلو لپاره د اوباما له طرح سره سمون نه لري.
نو ځکه د اوباما ژمنه په افغانستان کې د پوځي لاسوهنې په اړه د کورنیو او بهرنیو پراخو نیوکو د تېښتې او د عامه افکارو د غولولو لپاره یوازې یو تکتیکي تبلیغ ګڼل کېږي.
د مولن څرګندونې دا په ډاګه کوي چې امریکا نه یوازې دا چې په افغانستان کې به خپل عسکر وساتي، بلکې نیت لري چې په سیمه کې خپل پوځي شتون لا پراخ کړي.
چې دا کار د افغانانو د کړکیچونو د لا زیاتېدو ښودنه کوي او داهم په ډاګه کوي چې افغانان د پوښتنې څوک نه لري.
د خپلواک او اسلامي افغانستان په هیله.