چمبیلی اوښتون

د تونس هېواد د افریقا په شمال کې د الجزایر، ليبیا او مدېترانې سمندرګي تر منځ پروت دی، څه د پاسه لس میلیونه او څلور سوزره وګړي، او ۱۶۳۶۱۰ کیلو متره مربع پراخوالی لري. دا هېواد د سمندر له غاړې سره ۱۱۴۸ کلیومتره اوږد والی لري. له دې امله سیلانیانو ته په زړه پورې دی. ۹۹سلنه وګړي يې عربژبې دي. د لرغونپېژندنې د لاسوندو له مخې دلته د اتو زرو کالو په شاوخواکې د انساني ژوند پخوانۍ نښې نښانې موندل شوېدي. لومړي مېشتي وګړي يې فنیقیان، کارتاژان، بربریان، رومیان، جرمن وندال، عرب او ترکان ول، چې دلته يې واکمنۍ جوړې کړې وې او یاخو دا د دغو واکمنیو ېوه برخه وه. له دې امله توکم يې ګډوله دی. رسمي دین يې اسلام او مذهب يې سني دی. وتلی پوه ابن خلدون همدلته ښخ دی. دغه هېواد په ورستیو پېړیو کې په کال ۱۵۷۳ز کې له ۳۹ کالو جګړو وروسته د عثماني ترکانو تر نېواک لاندې راغلو. او بیا دانګريزي او فرانسوي نېواکګرو لاسوهنې پیل شوې او په ۱۸۸۱ز کال کې د «باردو تړون» له مخې د فرانسې ولکې ته ورغی. د دوهمې نړېوالې جګړې په پیل کې الماني پوځونه دلته پلي شول، خو په کال ۱۹۴۳ ز کې بیرته شاتګ ته اړ شول او دا هېواد د متفقینو ټلوالې لاس ته ورغی. اوپه ۱۹۵۶ ز کال کې له فرانسوي ښکېلاک وزبېښاک څخه ، خپله خپلواکي تر لاسه کړه او حبیب الرقیبه د لومړي ولسمشر په توګه د ېو ګوندیز سیستم له مخې ۳۱ کاله واکمني وکړه. د هغه واکمني بیا د پولیسو د لوړپوړي بولندوی، زین العابدین بن علی له خوا په کال ۱۹۸۷ز کې راوپرځېده. او دا دی نن د ده واکمني هم د ۲۰۱۱ز کال د جنورۍ په ۱۴ مه نېټه د ۲۳کالو زور واکه واکمني، د ولسي پاڅون پر مټ رانسکوره شوه. او تونسیانو ورته د یاسمین ګل (چمبیلي ګل) اوښتون نوم ورکړ. سرزوری واکمن له خپلې کورنۍ سره سعودي عربستان ته وتښتيد. د پاڅون د آرینه لاملونو څخه ېو هم په اوږده موده کې د يوګوندي سیستم له لارې د دوه سرټمبه او ځانغوښتو ګرګرو او مستبدو، واکمني وه. په اوسنی پاڅون کې د ولس زورېدلو، خوارو او بې پرې خلکو سره اوږه پر اوږه د هېواد ټولې نارسمي ډلې، ګوندونه او جوړښتونه لکه: ازاديپاله، ولسپاله، اسلامپاله او نورو ښيو ، کيڼو او منځلارو ډلو په ګډه سره برخه درلوده.
سره له دې چې اقتصادي وده يې: د اومو تېلو، کاني توکو، سیلانیانو او زیتون غوړ او داسې نورو په لرلو او بهرته په لېږدولوسره څه ناڅه خوځنده وه، خو ګټه وټه يې د ټولنې د لږکي شمېر پاسني پوړ په ولکه کې وه. او ولسي خلکو ته څه په لاس نه ورتلل، او ډېرکیو به په وچو شونډو د هغو شتمنیو او سینګار ژوند ته رډ رډ کتل. ځينې سیاسي کارپوهان د دې اوښتون پایلې دنورو ورته عربي هېوادونو لپاره هم ناشونې نه بولي. ځکه په وروستیو کې د نوي رادود شوي ولسي پاڅوني چارچلند لاره چاره، د ازاديوالې پانګوالې تر سیوري لاندي چې په يودوي سر د خپلو موخو لپاره، د خپل اندواند له مخې د هراړخيزه هڅوهاند له لارې، څه ناڅه بریاوې تر لاسه کړي. له دې امله دا لړۍ به په نورو هېوادونو کې هم د نوي پېر په څپو کې په نوو بڼو، نوې لاس ته راوړنې ولري. د دغه ولسي پاڅون پايلې که هرڅه وي اویا څومره ګټه به ترې پورته شي؟ دا به راتلونکی مهال وښئ. خو د دغه اوښتون، څو ټکي د زدهکړې په توګه د پام وړ دي:
·         خلکو او ولسي ځواک ته په کمه سترګه کتل لويه تېروتنه ده.
·         په سیمه کې عربي ګرګري او استبدادي او لاسپوڅې واکمنۍ اوسمهال د ولسي پاڅون د وېرې له ګواښ سره مخ شوې.
·         په شلمه پېړۍ کې د اوښتونو، پوځي پاڅونو او د جګړو او ټوپک له لارې واک ترلاسه کول دود ول. خو داسې ښکاري چې یوېشتمه پېړۍ کې به تر ډېره د واک تر لاسه کولو اغیزمنه لار، دې ته ورته او په نوو او نورو بڼو به اولسي پاڅونونه وي. او زور واکمن به ونشي کړای په ډاډه زړه اوږده موده د واک پر ګدۍ ډډه ولګوي.
·         دا بېلګه به عربي او د نړۍ نور اولسونه وهڅوي چې: د لاریونو دغه لنډه او اسانه، ګلبارانه اوښتوني لار، خپله کړي چې دا په پخوانیو پېړيو کې ډېره ګرانه او کله ناکله ناشونې ښکارېده، خو اوس د نوي نړيوال جوړښت او نوي چاپېریال په راتلو سره څه ناڅه اسانه شویده.
·         زما په اند د ټينګ هوډ،پرله پسې هڅوهاند او وړ مهال له مخې: د ډيورنډ پر لاس، په انګرېزي چړو د ټوټه شوي افغانستان د رغاوي او بیا يووالي لپاره چې د سیمې د ټولو دردونو او ځګېرویو اغیزمنه درملنه ده، دې ته ورته لارې چارې ګټورې بريښي.